1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د اوکراین په اړه خبرو کوربه توب کوي

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ تیر ۱۱, چهارشنبه

آلمان د اوکراین او روسیې تر منځ خبرو اترو د کوربه توب له پاره چمتوالی نیسي. دغه خبري به په برلین کې ترسره شي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا روسیې ته گواښ کړی دی چې په اوکراین کې د بیلتون غوښتونکو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

https://p.dw.com/p/1CUJx
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاین مایر، هیله لري چې د کیف او روسي پلوو بېلتون غوښتونکو تر منځ یو نوی اوربند رامنځ ته کړي. په همدې موخه هغه د چهارشنبې په ورځ په برلین کې د اوکراین، روسيې او فرانسې د دیپلوماتانو کوربه دی.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندي ویلي دي چې د چهارشنبې ورځې د خبرو اترو له پاره د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاورف، اوکراین د بهرنیو چارو وزیر پاولو کلیمکین او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لورینت فابیوس ته بلنه ورکړل شوې ده. ویل کیږي چې لاوروف د دغي بلني هرکلی کړی دی.

اوکرایني ټانکونو او الوتکو د سه شنبې په ورځ پر روسي پلوو بېلوتون غوښتونکو باندي خپل بریدونه له سره پیل کړل. له دې سره د دغو دوو اړخونو تر منځ یو لس کلن اوربند هم مات شو چې اوکرایني ولسمشر پیترو پروشینکو یې پړه پر بېلتون غوښتونکو باندي اچولې ده.

اوکرایني ځواکونو د روسي پلوو بېلتون غوښتونکو پر اډو باندي بریدونه پیل کړي دي. د اوکراین ولسمشر ویلي دي چې هيواد به له «ضرر رسوونکو» څخه پاک کړي او اوربند به وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو گواښ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې راغلي دي چې د بهرنیو چار وزیر جان کیري، له خپل روسي سیال سرگي لاورف سره د تلیفون له لاري خبري کړي دي. په بیانیه کې راغليدي چې کیري د روسي پلوو بېلتون غوښتونکو له خوا د اورند غځیدو په موخه د لازمو اقداماتو د نه ترسره کولو له کبله سخته اندېښنه ښوولې ده.

په بیانیه کې راغلي دي چې کیري د کیف پر ملاتړ باندي ټینگار کړی دی. واشنگټن غواړي چې مسکو پر بېلتون غوښتونکو باندي فشار راوړي، څو هغوی خپلي وسلې پر ځمکه کیږدي، له دولتي پوستو ووځي او ټول برمته شوي کسان آزاد کړي.

کیري همداراز روښانه کړې ده چې امریکا متحده ایالات او اروپایي متحدان به یې پر روسیې باندي خپل فشارونه جاري وساتي، څو د بېلتون غوښتونکو له ملاتړ څخه لاس واخلي. کرملين دا تور چې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي ردوي.