1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: کابينې د اخراج ډېرولو طرحه تصویب کړه

۱۴۰۲ آبان ۳, چهارشنبه

د آلمان حکومت کابینه د رد شويو پناه غوښتونکو د ایستلو پر سختو قوانینو هوکړي ته ورسېده. یوازې زرغون ګوند چې په ائتلافي حکومت کې شامل دی، پر دغه طرحه يې نیوکه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4Y1A8
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، ویلي ول هغه کسان چې په آلمان کې د پاتې کیدو امکان نه لري باید «په لویه کچه» و ایستل شي.
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، ويلي ول هغه کسان چې په آلمان کې د پاتې کیدو امکان نه لري باید «په لویه کچه» و ایستل شي.انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د حکومتي سرچینو د معلوماتو له مخې، د آلمان حکومت کابینې د چهارشنبې په ورځ د کورنیو چارو د وزیرې نانسي فایزر، له خوا د ډېرو پناه غوښتونکو د ايستلو او دغه بهیر ته د آسانتیا په موخه وړاندي کړې طرحه تصویب کړه.

په یاده طرحه کې د هغو کسانو د توقیف د مودې غځول په پام کې نیول شوې چې باید له آلمان څخه ووځي. همدا راز پولیسو ته د پناه غوښتونکو د اوسیدو ځایونه د پلټني په برخه کې لا ډېر اختیارات ورکړل شوې دي.

د قانون د دې مسودې بله موخه دا ده چې د قاچاق وړونکو د شړلو لړۍ ګړندۍ شي او په راتلونکي کې د جرمي ډلو بهرني غړي په ګړندي ډول و ایستل شې، دې ته له پاملرنې پرته چې دوې شخصآ محکوم شوي وي او که نه.

له دې قانون سره د آلمان فدرالي حکومت په آلمان کې د پناه غوښتونکو د زیاتوالي او په ډیرو ښاري سیمو کې د هغوې لپاره داستوګنې د اسانتیاوو د نشتوالي په اړه غبرګون ښودلی دی.

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، د تیرې اونۍ په پاې کې اعلان وکړ هغه کسان چې په آلمان کې د پاتې کیدو امکان نه لري باید «په لویه کچه» و ایستل شي.

د آلمان په ائتلافي حکومت کې زرغون ګوند د قانون د دغې طرحي په اړه اندیښنه ښودلې ده. د دغه ګوند د سياستوالو په آند د دغه قانون په تصويب سره به د کډوالو اساسي حقونه تر ډېره بریده محدود شي.