1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د فلسطينیانو مرستې ته دانگي

۱۳۹۷ شهریور ۹, جمعه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د «یوه نه کنټرولیدونکي ځنځیره اي عکس العمل» په اړه په هغه صورت کي اندیښنه لري چي د فلسطينیانو پیسې خلاصي سي. ځکه نو دغه هیواد غواړي په نړیواله کچه په ابتکار لاس پورې کړي.

https://p.dw.com/p/345Qk
Palästina UNRWA Hilfe im Westjordanland
انځور: Getty Images/AFP/H. Bader

د فلسطينیانو  له پاره د ملګرو ملتونو پر مرستندویه سازمان UNRWA باندي د امريکا متحده ايالاتو د پیسو تر ډیرې کیدو وروسته د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، د اروپايي ټولني له هیوادونو څخه غوښتي دي چي دغه سازمان ته ډیر مالي امکانات په اختیار کي ورکړي.

د خبري آژانسونو په حواله ماس خپلو اروپايي سیالانو ته په یوه لیک ویلي دي چي د دغه خیریه سازمان د کار کولو وړتیا د خطر سره مخامخ ده او نور به ونه سي کولای چي خپل کار ته ادامه ورکړي. په لیک کي راغلي دي چي دغه پیسې په ځانګړې ډول د غزې د تراړي له پاره په نظر کي نیول سوي دي چي په سیمه کي د «ثبات اصلي فکټور» دی.

 د ۳۶ ملیونو پر ځای یوازې ۶۰ میلیونه

د فلسطيني مهاجرینو مرستندویه سازمان UNRWA د درو ملیونو هغو فلسطيني مهاجرینو غم خواري چي په ۱۹۴۸م کال کي د اسرائيلو د جوړیدو پر وخت د خپل ټاټوبي څخه شړل سوي دي. د امريکا متحده ايالاتو د سږ کال په جنورۍ میاشت کي پر دغه سازمان باندی پیسې ډیري کمي کړې. په داسي حال کي چي پروسږ کال یې ۳۶۰ میلیونه ډالره په لاس راوړلې، سږ کال به هغه یوازي ۶۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړي. په نتیجه کي دغه خیریه سازمان د سختو مالي مشکلاتو سره مخامخ دی. د بیلګې په توګه دغه سازمان نه سي کولای په سل هاوو مکتبونه نور پرمخ یوسي.

د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رييس دونالد ترمپ، د فلسطينیانو سره مرستي تر هغو پوري محدودوي چي په خبره یې د اسرائيلو سره د سولي خبرو ته نه وي حاضر سوي. فلسطينیانو بیا له خپل طرفه د امريکا تر دې تصمیم  وروسته، چي خپل سفارت بيت المقدس ته انتقال کړ، د واشنگټن سره خپل رسمي ارتباطات قطع کړل. هغوی د امريکا متحده ايالاتو ته نور د یوه بېطرفه منځگړي په سترگه نه گوري.

د هایکو ماس په خبره آلمان د فلسطيني مهاجرینو خیریه سازمان ته سږ کال ۸۱ میلیونه یورو په اختیار کي ورکړي دي. دی وايي چي په اوس وخت کي آلمان د نورو اضافه پیسو ورکولو ته تیاری نیسي. هغه د دغو پیسو مشخصه اندازه و نه ښوده. د آلمان د طرفه د اوسنیو۸۱ میلیونو یورو ورکول کفایت نه کوي چي د امریکا د ۱۸۵،۵ میلیونو یورو یا ۲۱۷ میلیونو ډالرو تشه ډکه کړي. ځکه نو د ماس په خبره «اروپايي ټولنه باید په گډه سره د نورو پیسو د ورکولو په موضوع کي کوښښ وکړي.»

Berlin Heiko Maas
انځور: picture-alliance/NurPhoto/E. Contini

واشنگټن پوست ورځپاڼي د منابعو په حواله لیکلي دي چي ترمپ امکان لري د فلسطيني مهاجرینو د خیریه سازمان  UNRWA سره مرستې په بشپړه توګه بندي کړي.

د همدغي منبع په حواله سربیره پر دې به د هغو فلسطينیانو تعداد چي د مهاجرینو په حیث منل کیږي، هم ډیر زیات کم شي. د امريکا متحده ايالات تر اوسه پوري د فلسطيني مهاجرینو د خیریه سازمان UNRWA سره د ۱،۱ میلیارډه ډالرو مرستو پیسو څه نا څه ۳۰ سلنه برخه ورکوي. په ملګروملتونو کي د امريکا سفیري نیکي هېلي، ویلي دي چي پیسې به تر هغو پوري کمي وي چي فلسطينیان د امريکا متحده ايالاتو په مقابل کي خپل انتقادي نظر ته تغیر ورکوي.

 د فلسطین په هکله زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 22.07.2014 )