1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښوونې وزارت مهاجرو له پاره د ژبې زده کړې پروګرام پراخوي

۱۳۹۷ مهر ۲۵, چهارشنبه

د آلمان ښوونې او روزنې وزارت په پام کې لري،چې د پناه غوښتونکو ماشومانو له پاره د ژبې لوستلو پروګرام پراخ کړي.تر څو دوي په ښه توګه په ټولنه کې مدغم کړای شي.

https://p.dw.com/p/36gbi
Bundesentwicklungsminister Gerd Müller in einem syrischen Flüchtlingslager in der Türkei
انځور: picture-alliance/dpa/U. Grabowsky

د ژبې زده کړې تدریس له پاره به له ځاي خلکو، هغه چې په دې لار کې فعال دي او وړتيا يې لري مرسته واخيستل شي.د دوشنبې په ورځ، په ماينڅ ښار کې د لوستلو وړتيا ښه کولو په بنسټ کې د ښوونې او روزنې وزیرې انيا کارلڅيک وویل: «دغه پروګرام به د هغوی د لوست وړتیا ډيره کړي او دغه امکانات به ورته برابر کړي چې يو د بل له تجربو څخه ګټه واخلي.»

نووښتگر د دې له پاره هڅې کوي، څو د امکان تر حده مهاجر په ټولنه کي مدغم کړای شی. کارلڅيک زیاته کړه: «د آلماني ژبې زده کړه د مهاجرو انسانانو له پاره په ټولنه کي، د مدغم کيدلو لاره پرانيزي.» د ژبې زده کړې دغه پروګرام تر دې سرلیک لاندې: «لوستل موږ پر مخ بياي». په دې سره کيدای شي چې مهاجر ماشومان د هغوی پلار او مور د ژبې لوستلو له کلتوره ګټه واخیستلې شي.

دغه پروګرام د ۲۰۱۵م کال د مني په موسم کې رامنځ ته شو. د دې پروګرام په جوړيدلو کې د ښووني او روزنی وزارت له خوا د دريو کالو له پاره يو اشياره شپږ ميليونه يورو مرسته وشوه او د لوستلو دغه بنست رامنځ ته شو. د دغه بنسټ د اداري چارو مدير يورګ اف ماس وويل: «په تیرو درو کلونو کې تر لاسه شويو تجربو، موږ له نوښتونو څخه زده کړل چې (لوستل موږ پر مخ بيايي).

نوموړي وويل:په دې ډول کولې شو په سیمه ايزه کچه د لوستلو شبکې ملاتړ وکړو او د دې له پاره لا نور نوي کارونه وکړو. د هغه په اند د دې کار له پاره ټول اصلي او افتخاري کارکوونکي باید په سیمنارونو کې د برخې اخیستلو له لارې دغه وړتيا ومومي تر څو د پناه غوښتونکو د نوم ثبتولو په لومړيو مرکزونو کي په مسلکي ډول کار وکړي.