آلمان: د گرمۍ۷۰ کلن ريکارد ماتېدلی شي
په آلمان کې دوبی په رسمي توگه تيره جمعه پېل شو خو گرمي په حيرانونکې توگه مخ پر زياتېدو ده. اندېښنه دا ده چې په راتلونکو څو ورځو کې کيدای شي په آلمان کې د گرمۍ اويا کلن ريکارد مات شي.
په آلمان کې د گرمۍ څپه
په آلمان کې راتلونکې څو ورځې نه يوازې د انسانانو له پاره بلکې په دې هېواد کې د ژويو له پاره هم ښايي يو څه ناآرامونکي وي. د گرمۍ سخته څپه به د آلمان کابو ټولې سيمې اغیزمنې کړي او د تودوخې درجه به څو ورځې تر۳۰ سانتي گرادو لوړه وي.
ستړيا
د دې سپي له پاره ۳۰ سانتې گراد تودوخه هم ډېره زياته ده. د گرمۍ له کبله به نه يوازې ژويو ته بلکې انسانانو ته د شپې بيديدل مشکل وي. د کار په ځایونو کې به هم خلک سخته ستړيا احساسوي.
آلمانان له دومره زياتې گرمۍ سره بلد نه دي
په آلمان کې يو څو ورځې تر مخه گرمي لا دومره زياته نه وه، خو د آلمانانو له پاره هغه هم زياته وه. يو مثال یې هوريکن فيستيوال دی. گډونوال یې د ميوزک پر ځای هغه ماشينونو ته خوشاله ول چې د زګ په پاشلو سره يې تودوخه يو څه کموله.
د چتريو کارول
آلمانان په باران کې د چتريو له کارولو سره عادت دي خو اوس یې د لمر څخه د ځان د ساتنې په موخه کاروي.
اوبه او حوضونه
څوک چې په برلين کې اوسي، په دې کښتۍ کې چې يو حوض دی، خپل بدن يخ ساتلی شي. د آلمان د هوا پيژندنې ادارې په حواله ښايي په جون مياشت کې په آلمان کې د گرمۍ اويا کلن ريکارد مات شي. تر دې دمخه په ۱۹۴۷م کال کې په فرانکفورت کې د تودوخې درجه تر ۳۸،۲ سانتې گراد ته رسېدلی وه.
خبرداری
د يو شمير ښارونو ادارو د خبرداري بېلا بېل پېغامونه خپاره کړي دي. خلکو ته لارښوونه شوې چې په ځنگلونو کې د سگريت څکولو او يا ځنگلونو ته څېرمه دی باربي کيو له پاره د اور لگولو ډډه وکړي.
امبولانسونه
په آلمان کې چې د تودوخې درجه تر ديرشو سانتې گرادو لوړه شي نو د گرمۍ له وجې د خلکو د بې هوښه کيدو او يا د زړه د حملې له وجې د مريضانو شمير زياتېږي. د گرمۍ له زياتېدو سره د امبولانسونو شمير هم زياتېږي او د آلمان پر سړکونو زيات امبولانسونه ليدل کيږي.