1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي د مهاجرت سياست لا سخت کړي

۱۳۹۷ تیر ۲۸, پنجشنبه

د آلمان حکومت د هغو افرادو په اړه چې په آلمان کې پناه غواړي، خپل محدوديتونو نور هم زيات کړي. د آلمان د کورنيو چار وزير هورست زيهوفر څلور نور هيوادونه هم د «امن مبدا هيوادونو» په نوملړ کې ورزياتوي.

https://p.dw.com/p/31lYx
Pressekonferenz mit Horst Seehofer
انځور: Reuters/F. Bensch

د النسبخ بنسټ له خوا تر سره شوې نظر پوښتنه ښيي چې ۴۷ سلنه آلمانان د مهاجرو په اړه د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو د ژمي په پرتله «ډير انديښمن» دي. 

د دغې نظر پوښتني ليکوالانو ويلي دي چې د خلکو دغه انديښنې په داسې حال کې مخ پر زياتيدو دي چې نور وضعيت بحراني نه دی او په آلمان کې د مهاجرو شمير هم ښکته شوی دی. په ۲۰۱۷م کال کې د آلمان يوازې ۲۶ سلنه خلکو د مهاجرت بحران په اړه انديښنه ښکاره کړې وه.

د دغو ليکوالانو په رپوټ کې راغلي دي چې په خلکو کې د انديښنو د زياتيدو لامل، د صدراعظمې انګلا ميرکل په مشرتوب د آلمان د مسيحي ديموکرات ګوند او د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر په مشرتوب د بايرن ايالت د سوسيال مسيحي ګوند تر منځ اختلافات دی.

د زيهوفر د ماستر پلان يوه برخه

زيهوفر په جون مياشت کې د«مهاجرت په اړه ماستر پلان» وړاندې کړ. دغې طرحې له ځانه سره سخت سياسي بحثونه راوپارول چې آن د ائتلافي حکومت د غړو تر منځ د کړکيچ رامنځته کيدو سبب واقع شول. خو وروسته له هغې چې ميرکل او زيهوفر په دې موضوع توافق ته ورسيدل، زيهوفر اعلان وکړ چې خپل ماستر پلان به قدم په قدم عملي کوي.

د «مبدا امن هيوادونو» په لیست کې د درو هيوادونو یعنې مراکش، تونس او الجزاير او د ګرجستان راوستل يو له هغو مهمو مواردو څخه دی چې تازه د ميرکل په حکومت کې د يو قانون په توګه تصويب شوی دی.

زيهوفر د دغه قانون تر تصويبيدو وروسته په يوه خبرې ناسته کې وويل چې د قانون دغه مسوده د عدالت د تامين له پاره تصویب شوې ده، تر څو يې په رڼا کې وشو کړای له هغو کسانو څخه چې په واقعيت کې اړمن دي محافظت وکړو او پناه ورکړو او هغه کسان چې محافظت ته اړتيا نه لري په اړه يې جدي تصمیم ونيسو. 

ګرجستان د امن هيوادونو په ليست کې

په پام کې ده چې درو مغربي هيوادونو تر څنګ، ګرجستان هم د لومړۍ ځل له پاره مهاجرو له پاره د امن هيواد په نوملړ کې راوستل شي.

زيهوفر په دې اړه ويلي دي چې ګرجستان هم د خپلو اتباعو له پاره د ويزو د آزادۍ له اړخه انديښنه لري. هغه زیاته کړه چې د ګرجستان د کورنيو چارو وزير ګيورګي ګاخاريا يې د می مياشتې په وروستيو، په برلين کې د خپل هيواد پر انديښنو ټينګار کړی دی. ځکه خو د زيهوفر په وينا د امن هيوادنو په ډله کې د ګرجستان راوستل د دغه هيواد په ګټه ده.

له دغه اقدام څخه موخه د هغو ګرجستانيانو منصرف کول دي چې غواړي آلمان ته راشي او د پناه غوښتنې يې وړاندې کړي او کله چې ويزې ته اړتيا نه وي، آلمان ته سفرونه يو څه اسانه وي.

د «امن مبدا هيوادونو» څخه موخه څه ده؟

Infografik Von Deutschland als sicher eingestufte Herkunftsländer DE
آلمان حکومت، مراکش، الجزایر، تونس او ګرجستان د« امن مبدا هيوادونو» کې درج کړي دي

دغه اصطلاح د آلمان د مديريت په سیستم کې کارول کيږي. د دغه قانون لومړۍ نسخه د آلمان د ۱۹۹۳ اساسي قانون په ۱۶ الف بند کې درج ده.

په دې ترتيب هغه کسان چې له «امنو» هيوادونو څخه آلمان ته راځي، ويل کيږي چې په آلمان کې د سياسي پناه غوښتني حق نه لري. مسئول چارواکي په هماغه ابتدا کې د دا ډول پناه غوښتونکو په اړه فرض کوي چې دوي په خپل هيواد کې تر تعقيب لاندې نه دي، يوازې په هغه صورت کې ممکنه ده چې موضوع د دې برعکس ثابته شي.

سينګال، ګانا، البانيا، بوسنيا او هرزګوينا، کوزوو، مقدونيا، مونته نګرو، صربستان او په همدې ترتيب د اروپايي ټولنې ټول غړي د «امن» هيوادونو په ډله کې راځي.

کله چې آلماني قانون جوړونکي د يوه هيواد د «امن» توب په اړه تصميم نيسي او يا غواړي هغه د امن هيوادونو په کتار کې راولي، يوازې حقوقي او سیاسي وضعيت ته يې پام نه کوي، بلکي په دې هکله په تير کې د ياد هيواد د اتباعو له خوا د پناه غوښتونکو ميزان ته هم ګوري چې تر کومه حده بريالۍ وي.

د آلمان د مهاجرت ادارې د رپوټ په حواله، په ۲۰۱۷م کال کې د الجزاير، مراکش، تونس او ګرجستان هيوادونو ۱۵ زره پناه غوښتونکو ته د پناه غوښتنو په اړه تصميمونه نيول شوي دي. 

 په دې اساس، په رسميت باندې د پناه غوښتنې د منلو کچه د ګرجستان هیواد له پاره ۶،۰ سلنه، الجزاير ۰،۲سلنه، مراکش ۱،۴ او تونس ۷،۲ سلنه ده.

د نوي قانون تصويبيدل

په پام کې ده چې په نژدې راتلونکې کې د «امن مبدا هيوادونو» تر دې اوږود نوملړ خپور شي. د آلمان د کورنيو چارو وزير ويلي دي چې غواړي په دې اړه په مني کې يو قانون تصويب کړي.

د هغه په وينا په نوي قانون کې به هم د ۵ سلنې اصل، د يو معيار په توګه پيژندل کيږي. په دې معنی که چيرته د يو هيواد د سیاسي پناه غوښتنو کچه له پنځه سلنې ښکته وه، هغه هیواد به د «امن» هيواد په توګه شميرل کيږي.

په پام کې ده په دې اړه د آلمان د بهرنيو چارو وزارت هم د هيوادونو د «امن» او «ناامن» والي په اړه خپل نظر بيان کړي.

خو د دغو ټولو سره سره، په آلمان کې هر ډول پناه غوښتنه تر څيړنې لاندې نيول کيږي، ځکه هر څوک د دې حق لري چې خپلې د پناه غوښتنې ته رسيدګي وکړي.

دا دوهم ځل دی چې د آلمان حکومت، دا ډول يو قانون فدرالي شورا ته د تائيد او تصويب له پاره استوي. په پام کې وه چې په ۲۰۱۶م کال کې د مغرب درې هيوادونه د «امن مبدا هيوادونو» په نوملړ کې راوستل شي، خو په فدرالي شورا کې د آلمان زرغون ګوند له دغه قانون سره مخالفت وکړ. زرغون ګوند د آلمان په دوو ايالتي ګوندونو کې برخه لري. دغه ګوند اوس هم له دغه شان قانون سره مخالف دي.

خو د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر خوشبينه دی چې د زرغون ګوند مقاومت مات کړي. خو بيا هم په دې اړه له اوسه قضاوت کول له وخته مخکې خبره ده.

د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: