1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له روسیې څخه د تیلو واردات په بشپړه توګه بند کړل

۱۴۰۱ دی ۱۲, دوشنبه

آلمان د روسیې پر تیلو باندې له څو لسیزو تکیه کولو وروسته نور له دغه هیواد څخه تیل نه واردوي. پر اوکراین د روسي پوځ د یرغل په ځواب کې له روسیې څخه د اروپا ځينو هيوادونو ته د انرژۍ واردات لږ يا بند شوي دي.

https://p.dw.com/p/4LdQU
آرشیف: اروپا ته د روسېې د تیلو واردات
آرشیف: اروپا ته د روسېې د تیلو وارداتانځور: Yegor Aleyev/TASS/dpa/picture alliance

د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ مياشتي پر ۲۴مه نېټه د روسېې پوځ پر اوکراین د برید له لومړیو ورځو راهیسې آلمان هڅه پیل کړه چې له دغه هیواد څخه د انرژۍ پر وارداتو خپله تکیه کمه او ان پای ته ورسوي.

د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ مياشتي له لومړۍ نېټې څخه المان ته د روسيې د تېلو واردات په بشپړه توګه بند او د دغه هيواد یواځنی تېل ترلاسه کوونکې پایپ لاین بند شو.

اروپايي ټولنې د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر له پنځمې راهیسې له روسیې څخه په ټانکرونو کې د تېلو پر واردولو بندیز ولګاوه. په می میاشت کې د اروپايي ټولنې په سرمشریزه کې د روسیې د تیلو د دوه پر دریمې برخې وارداتو د بندولو پریکړه هم شوې وه.

په وروستیو میاشتو کې آلمان او د ختیځې اروپا ځینې هیوادونه د دروږبا پایپ لاین له لارې د تیلو لږ اندازه ترلاسه کوله.

 اوس نو په ختیځ آلمان کې یو شمیر تصفیه خوني چې تغذیه یې د روسیې تیل وه، باید د نورو سرچینو څخه د تیلو ترلاسه کولو له پاره په خپلو تاسیساتو کې بدلون ته لاره هواره کړي.

د آلمان حکومت د ختیځو ایالتونو د چارو له پاره د فدرالي حکومت ځانګړی استازی کارستن شنایدر په دې باور دی چې په دې سیمه کې د تیلو د تصفیې له پاره د سرچینو بدلون د یو چانس په توګه ارزول کیږي.

آرشیف: په بندر کي المان ته د نفتي توکیو واردات
آرشیف: په بندر کي المان ته د نفتي توکیو واردات انځور: Michael Sohn/REUTERS

د سوسیال دیموکرات دې سیاستوال د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د تیلو د تصفیې په تاسیساتو کې د لازمو بدلونونو له پاره له عامه منابعو څخه څه باندې یو میلیارد یورو پانګونه شوې ده.

نوموړی وايي په دې توګه به موږ د روسیې پر تیلو د آلمان د ختیځو ایالتونو انحصار پای ته ورسوو او دا اقدام د آلمان د یووالي د ټینګښت پر لور یو ګام دی.

تمه کیږي چې د تیلو بندیزونه به د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له پاره دا ستونزمنه کړي چې د اوکراین پر وړاندې جګړې سخت لګښتونه تمویل کړي.

خو د تیلو د بندیزونو ځینې منتقدین په دې باور دي چې روسیه کولی شي د خپلو خامو تیلو له پاره نوي پیرودونکي ومومي. خو په هرصورت د دې بنډیزونو اغېز به لږ نه وي ځکه چې روسیه ډېر وختونه مشتریانو ته خپل تیل په تخفیف سره وړاندې کوي.

ترمپ آلمان ته د روسیي د ګازو پایپ لاین تحریم کړی

د دروږبا په نوم د تیلو پایپ لاین په ۱۹۶۰ لسیزه کې د روسیې "ورور هیواد" ختیځ آلمان ته د تیلو د لیږدولو له پاره جوړ شوی و. اوس د دې سیمې د تصفیه کولو له پاره د اړتیا وړ تېل باید د سمندر له لارې وارد شي او همدا راز یوه برخه به یې د پولنډ د ډانسینګ بندر له لارې واردیږي.

د ختیځ آلمان دوې تصفیه خوني به د روسيې پایپ لاین له لارې د تیلو تر بنديدو وروسته به څه موده و نشي کولای چې په بديلو تيلو سره بشپړ فعاليت وکړي.

د اوکراين له جګړې مخکې د اروپايي ټولنې غړو هيوادونو په منځنۍ توګه د خپلې انرژۍ ۴۰ سلنه اړتيا له روسيې څخه پوره کوله چې آلمان بیا د انرږۍ د وارداتو په برخه کې نږدې ۵۵ سلنه په روسيې پوري تړلی وو.