1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له زلزله ځپلو سيمو سره خپلي مرستي دوه برابره کړې

۱۴۰۱ اسفند ۳, چهارشنبه

د آلمان د کورنيو او بهرنيو چارو وزيرانو د ترکيې د زلزله ځپلو سيمو د ليدني پرمهال د ميليونونو ډالرو مرستي ژمنه وکړه. په تيره بيا له بې کوره سوو کسانو سره بايد عاجله مرسته ترسره سي.

https://p.dw.com/p/4NokH
Türkei Außenministerin Annalena Baerbock und und Innenministerin Nancy Faeser in der Türkei
انځور: Fabian Sommer/dpa/picture alliance

د جرمني د بهرنيو چارو وزيري انالينا بيربوک او د کورنيو چارو وزيري نانسي فيزر، د ترکيې له جنوب ختيځ څخه د ليدني کتني پر وخت ټينگار وکړ چي نوموړې سيمه د ډير وخت له پاره نړيوالو مرستو ته اړتيا لري.

بيربوک د کهرمانماراس د سيمي په ويجاړ سوي پازاجيک کي ورانيو ته په کتو سره وويل چي هغه څه چي دلته ويني، په کلماتو کي يې بيانول سخت دي.

اړونده مطالب:

ترکیه: په نوې زلزله کي بیا مرګ ژوبله اوښتې

دواړو وزيرانو وويل چي آلمان به د ترکيې او سوريې له زلزله ځپلو سره نوري ۵۰ ميليونه يورو عاجلې مرستي هم وکړي.

بيربوک او فيزر د خيمو له ښار څخه ليدنه وکړه

بيربوک څرگنده کړه: «موږ دلته راغلي يوو چي خلکو ته داروښانه کړو، چي زموږ خواخوږي يوازي د خبرو له لاري نه ده او هغه به همداسي پاته وي، حتي که د دغه ناورين او د هغه د عواقبو په هکله په خبرونو او نورو سرليکونو کي بدلون هم راسي».

فيزر په کهرمانماراس کي له خيمو ډک يوه ښار څخه د ليدني پرمهال وويل چي دا هر څه يې زړه ډير مات کړ، دلته عاجلو مرستو ته اړتيا ده تر څو انسانان د يخنۍ په منفي درجه کي حد اقل يوه سرپناه ولري. علاوه پر دې بايد د بيارغوني په هکله هم فکر وسي.

د جرمنی داخله او خارجه وزیرانی په ترکیه کی د زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنی کتني بر مهال
د جرمنی داخله او خارجه وزیرانی په ترکیه کی د زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنی کتني بر مهالانځور: ELOISA LOPEZ/REUTERS

فيزر وويل چي د آلمان پوځ څه د پاسه په ۳۴۰ ټنه مرستندويه توکو بار ۲۰ الوتکي ترکيې ته استولي دي. له تخنيکي مرستندويه سازمان (THW) له خوا د سوريې د شمال لويديځو سيمو له پاره هم په پام کي نيول سيوو مرستو کي چي ۷۳ ټنو ته رسيږي، تر ټولو د مخه خيمې، کمپلونه، بخارۍ او جنراتورونه شامل دي.

دواړو وزيرانو په غازي انتيپ کي د (THW) له خوا مرستي چي په هغو کي ۱۰۰ خيمې، څه د پاسه ۱۰۰۰ بړستني او ۴۰۰ چپرکټان ول، د ترکيې د ناورينونو د ساتني چارواکو ته ورکړې. فيزر وويل دا ټول د اروپا ملاتړ او د اړتيا پر وخت د مرستو ښکارندويي کوي.

تر اوسه پوري تر ۴۸ زرو زيات مړي

د اوسنيو ۵۰ ميليونو يورو په ورکولو سره به د جرمني مرستې ۱۰۸ ميليونو يورو ته ورسيږي. ۱۷ ميليونه به د ملگرو ملتونو په منځگړيتوب د سوريې په شمال کي زلزله ځپلو سيمو ته ورسيږي. يوازي په کهرمانماراس کي تر اوسه پوري څه د پاسه ۱۰ زره د زلزلې له امله د وژل سوو کسانو جسدونه راايستل سوي دي.

په ترکیه کې زلزله: م.م. د يو میليارد ډالرو مرستې غږ کړی

په ترکيه او سوريه کي د مړو شمير څه د پاسه ۴۸ زرو ته رسيدلی دی. په تيره بيا د سوريې په شمال لويديځ کي مرستي په ډير ځنډ سره رسيږي.

بيربوک او فيزرد جرمني د حکومت له خوا هغو امکاناتو ته په اشارې سره وويل، چي د زلزلې قربانيان بايد وکولای سي د بيروکراسۍ پرته د يوه وخت له پاره خپلو خپلوانو ته راسي. همدارنگه بايد يو گرځنده بس آماده سي چي په هغه کي خلک وکولاي سي د ۹۰ ورځو له پاره د آلمان د ويزې له پاره عريضه ورکړي.

«د ترکیې او سوریې زلزلې د پيړۍ تر ټولو خطرناک ناورین دی»

د جرمني د خارجه وزارت په حواله تر اوسه پوري ۹۶ ويزې په عاجله پروسه کي د ترکي اتباعو له پاره او ۱۵ نوري د فاميلونو د الحاق په چوکاټ کي آماده سوي دي. په جرمني کي د زلزله ځپلو د راتگ د اجازې د پيچلو شرايطو په هکله انتقادونه موجود دي.

GP/NZ/DW.Online