1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: لوی ايتلاف د مهاجرت د قوانینو یوه بسته تصویب کړه

۱۳۹۸ خرداد ۱۴, سه‌شنبه

د جرمني حکومت د مهاجرت د قوانینو یوه بسته تصویب کړه.د یوه پربنأ هغه مهاجر،چي په دوامداره ډول د خپل ژوندانه ضروریات پخپله پوره کولای،اقامت به یې د ۲۰۲۳ کال تر پایه تمدید سي.خو چي د ۲۰۱۸ م کال د اگست تراولي د مخه راغلي وي.

https://p.dw.com/p/3Jo6W
Deutschland Zentrale Ausländerbehörde in Eisenhüttenstadt | männliche Asylbewerber
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul

د سوسيال ډيموکراټانو د مشرې اندریا ناهلس استعفأ او د برلین په لوی ايتلاف کي رامنځته کیدونکي تشنج د حکومتي ايتلاف، مسلکي سیاستمداران له دې څخه را ونه گرځول، چي د مهاجرت او پناه غوښتنې په اړه جنجالي نقاطو باندې توافق ونه کړي. حکومتي گوندونو پرله پسې څو اوونۍ په دې مسئله کي د یوه سازش د پیدا کولو کوښښ وکړ او بلاخره یې دا دی د مهاجرت او پناه غوښتنې قوانینو یوه بسته تصویب کړه. په پارلمان کي د مسيحي ديموکراټانو او سوسيال مسيحيانو د اتحادي گوندونو د فراکسیون مرستیال، تورستن فرای د «یوه ښه سازش»څخه خبره کړې ده.

Deutschland Migration Beratung für Asylbewerber
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د هغه په خبره موږ وکړلای سول، چي د مهاجرت او پناه غوښتنې په ارتباط مجموعأ اتوو قوانینو باندي موافقه وکړو. د دغې بستې په تصویبولو سره له یوه طرفه دې ته زمینه برابره سوه، چې مهاجرینو ته د جرمني د کار په بازار کي اسانتیاوي برابري او هغه ته په اسانۍ سره ورننوځي او د بله طرفه د غیر قانوني مهاجرينو راتگ سخت او رد سوي مهاجر بیرته ژر اخراج  سي. دغه قانون، چي د«منظم بیرته تگ او اخراجیدو» په نامه یادیږي او د کورنيو چارو د وزير هورست زې هوفر له خوا وړاندې سوی دی، د هغه خارجیانو له پاره بندیگرت په پام کي لري، چي په هغه صورت کي چي چارواکي گومان وکړي، چي تر پلان سوي اخراجیدو دمخه یې د پټيدو امکان موجود دی.

Asylbewerber BAMF Serbien
انځور: picture-alliance/dpa/F. von Erichsen

د مسلکي قواو د مهاجرت د قانون هدف دادی، چي جرمني د هغو هیوادنو خارجیانو ته چې د اروپايي ټولنې غړي نه دي، د مسلکي زده کړي له پاره په زړه پوري کړي. په پارلمان کي د سوسيال ډيموکراټانود فراکسیون مرستیالې ایوا هیوگل په دې اړه وویل، چي دغه قانون د غیر اروپايي ټولني هیوادنو خلکو ته دعوت ورکوي، چي «دلته کارونه وکړي، ځکه چي موږ پوهیږو، زموږ اقتصاد مهاجرت ته محتاجه دی.» خو په خبره یې په عین حال کي دې هغه کسان زموږ له هیواد څخه ووزي، چي قوانین نه مراعتوي.» خو هغه پناه غوښتونکو ته بیا چي په جرمني کي یې ځانونه عیار کړي وي، د مسلکي زده کړې او کار پیدا کولو له قانون سره سم «د ښې آیندې چانس» مساعد کیږي.

هغه مهاجر، چي په دوامداره ډول سره د خپل ژوندانه ضروریات پخپله پوره کولای او په ټولنه کي مدغم سوي وي، دهغوی اقامت به د ۲۰۲۳ م کال تر پایه پوري تمدید سي. ددغه مقررې څخه هغه مهاجرین مستفید کیدلای سي، چي د ۲۰۱۸ م کال د اگست میاشتي تر اولي دمخه راغلي وي.

پر نوو مقراتو باندي د اپوزیسون اعتراضونه

د اتوو قوانیو له جملې څخه، خصوصأ د «منظم بیرته تگ » پر قانون باندي، چي پر اساس یې مهاجرين ژر اخراجیدلای او بندي کیدلای سي، د چپيانو او زرغون ګوند او ۲۲ مختلفو سازمانونو له خوا سخت انتقادونه سوي دي. هغوی د پارلمان څخه وغوښتل، چی دغه قانون تصویب نه کړي.

Deutschland 2014 Flüchtlinge | Erstaufnahmeeinrichtung in Zirndorf, Bayern
انځور: Imago/epd

د هغوی په خبره «که دغه قانون واقعأ تصویب سي، په جرمني کي به په لسهاوو زره انسانان عملأ د بندی کیدو او اخراجیدو له بیري په بې سرنوشتۍ کي ژوند وکړي.» سربیره پر دې هغوی د دغه قانون پر حقوقي صحت باندي هم شک لري او وايي، چي اخراجیدل کوم جرم نه دی او ځکه نه باید هغوی په یوه محبس کي واچول سي.

زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:( 31.05.2018)