1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د کولن پر کليسا د برید په شک درې کسان نیول شوي

۱۴۰۲ دی ۱۱, دوشنبه

د آلمان پولیسو درې کسان په دې شک نیولي چې د نوي کال په شپه يې د کولن ښار پر تاريخي کلیسا برید پلان کړی وو. يوې آلمانۍ رسنۍ ويلي چې نيول شوي کسان په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې سره تړاو لري.

https://p.dw.com/p/4alD5
Deutschland | Polizeieinheiten am Kölner Dom
انځور: Roberto Pfeil/dpa/picture alliance

د آلمان پولیس وايي د نوي کال جشن پر مهال دغه شکمن بريد د یو موټر په ذریعه پلان شوی وو او دوی د سيمې په اطرافو کې امنیتي تدابیر شدید کړي دي.

د آلمان د غربي ښار کولن د پولیسو مشر، جوهانس هېرمن، وويل دوی په دې باور دي چې نيول شوي درې شکمن کسان له هغه تاجیک وګړي سره تړاو لري چې د کریسمس جشن پر مهال نيول شوی وو.

یاد تاجیک په هغه ورځ نيول شوی وو چې اتریش اعلان وکړ چې په ویانا ښار کې ېې درې شکمن کسان نيولي دي.

پولیسو هغه مهال ويلي وو چې دغه تاجیک وګړی ېې د کولن شمال لور ته پروت، له وېزل ښاره په دې شک نیولی چې د کلن پر جامع کلیسا ېې د برید پلان درلود.

آلمانۍ ورځپاڼې بيلډ خبر ورکړی چې درې واړه نيول شوي کسان تاجیک دي چې پرې شک دی چې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې ډلې سره تړاو لري.

​​په برلین کې د نوي میلادي ۲۰۲۴م کال جشن
​​په برلین کې د نوي میلادي ۲۰۲۴م کال جشنانځور: Annegret Hilse/REUTERS

کولن ښار د آلمان په غربي ایالت نوردراین ویستفالن کې پروت دی. د دغه ایالت د کورنیو چارو وزير، هېربېرت رويل، وويل چې «اسلامپاله افراطیان او ډلې له بل هر وخت په پرتله اوس ډېرې فعاله» دي.

د کولن د پولیسو یو مسئول، فرانک ويسباوم، وويل چې د لومړي تاجیک تر نيول کېدو وروسته د ېوې اوونۍ په تحقیقاتو کې موندل شوي چې د موټر په ذریعه یوه توطیه پلان شوې، خو دا چې «په څه ډول ترسره کېده موږ ته روښانه نه ده.»

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس پولیسو، د کولن کلیسا په اطرافو کې د موټرو د ځمکې لاندې تم ځایونو کې بوی تشخیصونکي سپي ګرځولي خو وايي چې تر اوسه کوم چاودیدونکي توکي او مشکوک شی نه دی موندل شوی.

پولیسو تېره ورځ وویل د دې سربېره ېې تر غرمې وروسته د «کولن جامع کلیسا او د ښار د مرکز اوسیدونکو د حفاظت له پاره» ېې امنیتی تدابير شدید کړي چې له پاره ېې شاوخوا ۱۰۰۰ پولیس توظیف شوي دي.

د نوردراین ویستفالن ایالت داخله وزير هيربیرت (ښي لور) رویل خلکو ته ډاډ ورکړ چې د نوی کال جشن به په ډاډمنه فضا کې ولمانځل شي
د نوردراین ویستفالن ایالت داخله وزير هيربیرت (ښي لور) رویل خلکو ته ډاډ ورکړ چې د نوی کال جشن به په ډاډمنه فضا کې ولمانځل شيانځور: Jens Krick/Flashpic/picture alliance

ایالتي داخله وزير خلکو ته ډاډ ورکړ چې د نوی کال جشن به په ډاډمنه فضا کې ولمانځل شي. هغه وويل: «زه فکر کوم چې خلک نن کولی شي په کولن کې په ارامه [د نوی کال] لمانځنه وکړي.»

آلمان په وروستیو اوونيو کې د اسلامپاله افراطيانو د احتمالي حملو په خاطر د لوړ تیارسي په حال کې وو. د آلمان د استخباراتو ادارې مشر د نومبر په پای کې خبرداری ورکړی وو چې د دا ډول حملو احتمال د بل هر وخت په پرتله لوړ دی چې دلیل ېې په غزه کې د اسرائيل او حماس ترمنځ جګړه ښودلې وو.

کولن د آلمان یو له هغو لویو ښارونو څخه دی چې د نوی کال شپه پکې د ډېرو خلکو د حضور او اورلوبو شاهده وي. خلک او کورنۍ تر ډېره د راین سیند دوو غاړو چې جامع کلیسا هم ورته نژدې ده، راټولیږي.

(AFP) mks/nz

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل