آلمان يو غلا شوی هنري اثر بيرته افغانستان ته سپاري
۱۳۹۷ آبان ۳۰, چهارشنبهکله چې ياد موزيم په ۲۰۱۳م کې دا لوحه د فرانسې د بوسيگيراد انتونيني په نامه د بولۍ په مرکز کې وپيرله نو د هغه وخت د موجودو معلوماتو په رڼا کې داسې ښکاريدل چې د دې تابلو اخیستل بې جنجاله دي.
د هامبورگ د هنرونو او صنايعو د دې موزيم مشرې زابينه شولڅ د سه شنبې په ورځ په دې هکله وويل: «آن که تر اوسه پورې داسې کوم قوي شواهد يا معلومات نه دي موندل شوي چې دا تابلو کله او څرنگه د نړيوالو سوداگرو لاسونو ته رسيدلې ده خو بيا هم د دې هنري اثر په هکله موجود حقايق جنجالي دي.»
هغې زياته کړه چې له همدې کبله موزيم له ۲۰۱۴م کال راهيسې د آلمان د هنري اثارو د ساتنې د ادارې او همدا راز د بهرنيو چارو وزارت په راشريکولو سره هڅه کوي دا هنري اثر بيرته افغانستان ته وسپاري.
شولڅ زياته کړه چې موزيم یې د منشاء شناسۍ په سر ته رسولو سره خپله دنده پر ځای کړې ده او د بيرته سپارولو له پاره نور اقدامات بايد د حکومتي چارواکو له خوا تنظيم شي.
څيړنو ښوولې ده چې د افغانستان او ايټاليا څخه لرغونپوهانو دا مرمري تابلو د ۱۹۵۷او ۱۹۶۶م کالونو ترمنځ کشف کړې وه. د هغو اسنادو له لارې چې اوسمهال ورته سړی د انترنت لارې لاس رسي لري، دا ثابته ده چې د هامبورگ په موزيم کې پرته دا تابلو په غزني کې د روضې د اسلامي هنري اثارو په موزيم کې وه.
په ۱۹۷۹م کال کې افغانستان ته د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو تر تگ وروسته دغه اثر له نورو اثارو سره يوځای د هنري اثارو په يوه گودام کې خوندي شو.
په همدې وخت کې دغه هنري اثر غلا شو او د ۱۹۹۰م لسیزې په سر کې د پاريس د هنري اثارو په بازار کې راڅرگند شو. دا چې دا ديوالي لوحه څه ډول د پاريس بازار ته رسيدلې وه په دې هکله جزيات تر اوسه نه دي روښانه شوي.
زموږ له آرشيف څخه: