1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان پر مهاجرت او ادغام ۲۳ میلیارده یورو لګولي دي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳۰, دوشنبه

د آلمان حکومت یو رپوټ ښيي چې دغه هیواد په ۲۰۱۸م کال کې ۲۳ میلیارده یورو د مهاجرت د ریښو پر ضد پر مبارزې او ادغام پر پورسو په هیواد کې دننه او بهر مصرف کړي دي.

https://p.dw.com/p/3Imm6
Deutschland Wirtschaftsaufschwung
انځور: Reuters/W. Rattay

رویترز خبري آژانس د دوشنبې په ورځ داسې دولتي اسناد لیدلي دي چې ښيي آلمان تیرکال ۲۳ میلیارده یورو په دې موخه مصرف کړي دي چې په دې هیواد کې تر یو میلیون ډیرو مهاجرو ادغام زمینه برابره کړي او له هیواده بهر د مهاجرت ریښو د له منځه وړلو پر ضد مبارزه وکړي.

د آلمان د ماليې وزارت له خوا په دې چمتو شوي رپوټ کې خپرې شوې شمیرې ښيي چې آلمان تیرکال تر هغه د مخکي کال په پرتله په دې برخه کې۱۱سلنه ډیر پیسې مصرف کړي دي.

په لګښتونو کې دغه ډیروالی تر ډیره حده پورې له دې کبله دی چې د آلمان حکومت په وروستیو وختونو کې پر هغو تدابیرو باندې ډیرې پیسې مصرف کړي دي چې په پایله کې یې له نورو هیوادونو څخه اروپايي ټولنې ته د مهاجرو د راتلو مخه ونیول شي او په هغو هیوادونو کې چې مهاجر ترې اروپا ته راځي، د ژوند شرایط ښه شي.

د آلمان حکومت په ۲۰۱۸م کال په داسې تدابیرو چې په پایله کې یې له دې هیواده بهر د مهاجرت له ریښو سره مبارزه کیږي، مصرف کړي دي. دا د تیر کال په پرتله په دې برخه کې د لګښت ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

د آلمان ۱۶ ایالتونه چې له افغانستان، سوریې، عراق او نورو هیوادونو څخه د رسیدلو پناه غوښتونکو له پاره د سرپناه او نورو امکاناتو برابرولو مسئولیت لري هم د رپوټ په حواله له فدرال حکومت څخه ۷،۵ میلیارده ډالر ترلاسه کړي. دا د ۲۰۱۷ کال په پرتله په دې برخه کې د بودجې ۱۴ سلنه ډیروالی ښيي.

تمه کیږي چې د چهارشنبې په ورځ د صدراعظمې انګلا میرکل کابینه د دغه رپوټ په اړه بحث وکړي.

(ms/nz (rtre