1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت تمدید کړ

۱۳۹۸ فروردین ۲, جمعه

د فيبرورۍ میاشتې په نیمایي کې په افغانستان کې د آلمان د پوځ د ماموریت برخليک نامعلوم وو، ځکه له افغانستانه د یو شمیر امریکایي ځواکونو د احتمالي وتلو ګنگوسې وې. خو اوس پارلمان دغه ماموریت تمدید کړ.

https://p.dw.com/p/3FTsB
Deutschland Bundestag
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

د آلمان پارلمان بايد د اردو ماموریت په څرګند ډول تائید کړي. اوس همدغه کار وشو او په برلین کې د پارلمان اکثرو غړو په دې هکله رای ورکړه، چې د ۲۰۲۰م کال د مارچ مياشتي تر ۳۱مې نیټې پورې په افغانستان کې د پوځ ماموریت پرته له کوم بدلونه ادامه ومومي.

د آلمان پوځ د ناټو په «پریکړنده ملاتړ ماموریت» کې چې دنده یي د افغان امنیتي ځواکونو روزنه ده، تر۱۳۰۰ پوري عسکر لرلای شي. اوسمهال شا او خوا ۱۲۰۰ آلماني عسکر په افغانستان کې مستقر دي.

په وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو له لوري له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د یوې برخې ایستلو رپوټونو د متحدینو تر منځ اندیښنې راپورته کړې وې.

د آلمان د اتحادي گوندونو (مسيحي سوسيال او مسيحي ديموکرات) سیاستوال یوهان دیوید وادهپول، وویل چې د ځواکونو ماموریت د تمدیدو په برخه کې د آلمان د امنیتي سیاست د اعتبار موضوع مطرح ده. د سوسیال دیموکرات ګوند سیاستوال فریتڅ فېلګنترویه، خبرداری ورکړ چې آن د متحده ایالاتو له لوري یوه برخه ځواکونو راایستل هم ښايي عواقب ولري چې د آلمان پوځ باید راووځي. خو هغه په افغانستان کې د آلمان د پوځ د ماموریت د تمدیدو غوښتنه وکړه. له اپوزیسیون څخه آزاد دیموکراتان هم په دې نظر ول.

خو د دې برعکس د کیڼ اړخو او اې اف دي، سیاستوالو د دغه ماموریت د ختمیدو غوښتنه کوله. د زرغون ګوند د بهرنیو چارو سیاستوال امید نوري پور بیا د یوې اروزنې د تر سره کیدو غوښتنه وکړه، څو په ټوله کې په افغانستان کې بریاوې او نیمګړتیاوې وارزول شي.

په افغانستان کې تر اوسه ۵۸ آلماني عسکر وژل شوي

د متحده ایالاتو له لوري د یو شمیر امریکایي عسکرو د احتمالي وتلو رپوټونو په غبرګون کې د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل د فيبرورۍ میاشتې په نیمایي کې ویلي ول چې په دې مورد کې به آلمان په افغانستان کې خپل ماموریت وارزوي. د هغې په خبره د آلمان د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو د متحده ایالاتو حکومت ته دا خبره روښانه کړې ده چې د افغانستان په شمال کې د آلمان او نورو متحدینو چې په ماموریت کې ونډه لري، حضور له امریکایي بوختیا سره تړلې دی.

په افغانستان کې د خپل ماموریت په ترڅ کې تر اوسه ۵۸ آلماني عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د آلمان پارلمان یا بوندستاګ نور درې ماموریتونه هم د یوه، یوه کال له پاره تمدید کړل. په مدیترانه سمندرګي کې د «سي ګارډین» په نوم د ناټو ماموریت په ترڅ کې کښتۍ او الوتکې د څارنې یو ماموریت تر سره کوي. په دغه ماموریت کې ۱۸۰ آلماني عسکر ونډه لري.

په دارفور کې د ملکي خلکو ساتنه او بشري مرستې د ملګرو ملتونو ماموریت په محراق کې ځای لري. د ملګرو ملتونو دغه سوله ساتی ماموریت چې (UNAMID) نومیږي، پکښې تر۵۰ آلماني عسکر ونډه لري.

د ملګرو ملتونو د (UNMISS) په نوم ماموریت په ۲۰۱۱م کال کې د سویلي سوډان، د خپلواکۍ اخیستو راهیسې پیل شوی دی او دنده یي د سولي پروسې ملاتړ او د ملکیانو ساتنه ده. په دغه ماموریت کې هم تر۵۰ آلماني عسکر ګومارل کیدای شي.

(sr/nz (dpa, afp