1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په افغانستان کې د خپلو عسکرو په کمولو پېل کوي

۱۳۹۹ فروردین ۵, سه‌شنبه

د آلمان خبري آژانس خبر ورکړی چې دغه هيواد، د امريکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ تړون په پايله کې په افغانستان کې د خپلو عسکرو د شمير په کمولو پېل کوي. دمګړۍ په افغانستان کې ۱۳۰۰ آلماني عسکر ميشت دي.

https://p.dw.com/p/3Zy60
Afghanistan - Deutsche Bundeswehr im Einsatz
انځور: Imago/Est/Ost

د آلمان د خبري آژانس په رپوټ کې زياته شوې ده چې د داخلي ارزونو په نتيجه کې جوته شوې چې د افغان ځواکونو د روزنې او مشاورت ماموريت ښايي د ۱۸ سلنه کمښت سره پرمخ ولاړ شي.

آلمان د افغانستان په شمال کې په اصطلاح د همکارۍ یوه داسې طرحه عملي کوي چې نورو ګډونوالو ځواکونه ته امکانات برابروي او د افغان ځواکونو په روزنه او مشاورت کې بخره اخلي.

د فيبرورۍ میاشتې په پای کې تر اوږدو مذاکراتو وروسته امريکا متحده ایالاتو او طالبانو پر يوه تړون موافقه وکړه. د دې تړون له مخې به امريکايي ځواکونه وار په وار له افغانستانه ووځي او بين الافغاني خبرې به ترسره شي.

خو پر دې تړون سربیره هم لا تاوتريخوالی دوام لري. په افغانستان کې همدا راز د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سياسي جنجال هم روان دی.

خو له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل پيل شوي دي.