1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان يو يزيدي مهاجر په تيروتنه اخراج کړی دی

۱۳۹۷ آذر ۲۴, شنبه

يو يزيدي مهاجر چې د آلمان د مهاجرت ادارې له خوا په تيروتنې سره روسيې ته اخراج شوی وو، بيرته آلمان ته راوستل کيږي. د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې ادارې سږکال يو افغان مهاجر هم په تيروتنې کابل ته اخراج کړی وو.

https://p.dw.com/p/3AB6j
Symbolbild BAMF
آرشیفانځور: Getty Images/S. Gallup

د آلمان خبري آژانس (دي پې اې) په حواله، د يزيدي مذهبي اقليت څخه دغه ۲۷ کلن مهاجر د نوامبر مياشتې په ۱۳مه روسيې ته اخراج شوی وو. د محکمې د يو حکم پر اساس، وروسته روښانه شوې ده چې د هغه په اخراج کې تيروتنه شوې ده.

آلماني چارواکو او د يزيدي مهاجر د مدافع وکيل د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د دسمبر ۱۴مه) دغه پيښه تائيد کړه.

ويل شوي چې د دغه روسي يزيدي مهاجر د پناه غوښتنه د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالي ادارې (بامف) له خوا رد شوې وه، خو دغه پريکړه له ياد مهاجر سره په هغه موده کې چې هغه په کې کولای شول د محکمې د پريکړې پر وړاندې له سره عريضه وکړي، شريکه شوې نه وه.

آلمان غواړي يو اخراج شوی افغان مهاجر بيرته راولي

د مهاجرو ملاتړ کونکې سازمانونو د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې پر فدرالي ادارې نيوکې کړي چې په وروستیو مياشتو کې يې په څو وارې په تيروتنې سره مهاجر اخراج کړي دي.

دغې ادارې د روان کال په دوبي کې يو افغان مهاجر چې له بلغاريا څخه آلمان ته راغلی وو، هم په تيروتنې بيرته دغه هيواد ته اخراج کړی وو. دغه افغان مهاجر په داسې حال کې اخراج شوی وو چې د مدافع وکيل يې د محکمې پريکړې پر وړاندې د بيړنې مرافعې غوښتونکی شوی وو.

روان کال له آلمان څخه يو بل افغان مهاجر هم په تيروتنې کابل ته اخراج شوی وو، خو کله چې روښانه شوه هغه په تيروتنه اخراج شوی، آلماني چارواکو بيرته آلمان ته رواست.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: