1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: ډله چې غوښتل يې ډير «بې عقيدې کسان» ووژنې نيولې شوې

۱۳۹۸ فروردین ۳, شنبه

د آلمان امنيتي ځواکونو د يو لړ چټکو عملياتو په ترڅ کې يوه اسلامپاله ډله نيولې چې دې سره يې دوه احتمالي حملې شنډې کړي دي. پر نيول شوو کسانو تور دی چې هوډ يې درلود ډير شمير انسانان ووژني.

https://p.dw.com/p/3FYJm
Deutschland Polizeieinsatz in Mecklenburg-Vorpommern
انځور: picture-alliance/dpa/J. Büttner

دغه ځانګړي امنيتي عمليات د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د مارچ ۲۲مه) د آلمان په هسن او راين لند فالتس ايالتونو کې ترسره شوي دي. په دغو عملياتو کې ۱۱ تنه نيول شوي دي. په دوی کې درې تنه يې سلفيانو سره تړا لري.

د آلمان خبري آژانس د فرانکفورت څارنوالۍ په حواله ليکي، دغه کسان چې د راين - ماین په سيمه کې د ېوې فعالي اسلامپاله سلفي ډلې سره په تړاو لرلو تورن دي، د «يوې حملې د ترسره کولو» له پاره يې موټر او وسلې آماده کړې وې.

د فرانسې خبري آژانس د آلمان سترې محکمې په حواله ليکې چې په نيول شوو کې اصلي تورن کسان يو ۲۱ کلن سړی او د هغه دوه ۳۱ کلن وروڼه دي. دوی د راین - ماین سيمې سلفيانو سره تړاو لري.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، نيول شوو کسانو غوښتل تر څو د «اسلامي انګيزو پر بنياد تروريستي حمله» ترسره او په هغې کې تر څو چې کولای شی ډير شمير «بې عقيدې انسانان» ووژني.

د دغو افرادو د کورونو په پلټنه کې ځينې شواهد لکه ۲۰ زره يورو نغدې پیسې، چاقوګان، لږ اندازه مخدره مواد، مکتبونه، سي ډي ګانې او کمپيوټري ميموري کارتونه موندل شوي دي. ترلاسه شوي شیان ټول ضبط شوي دی.

د نيول شوو کسانو په اړه ويل شوي چې دوی د حملې د ترسره کولو له پاره د يو شمير دلالانو او د وسلو پلورنکو سره اړيکې نيولې وې، يو غټ موټر يې کراه کړی وو او ډيرې پيسې يې چمتو کړې وې تر څو د پلان شوو وژنو له پاره ورباندې ګرمې وسلې راونيسي.

د آلمان څارنوالۍ د دغې ډلې لسو کسانو له پاره په فرانکفورت آم ماين، اوفنباخ، ويسبادن او ماينس کې دوسيې تشکيل کړي دي. د دغو کسانو عمرونه د ۲۰ او ۴۲ کلونو تر منځ ښودل شوي دي.

دغه کسان تروريزم ته د مالي امکاناتو د برابرلو او د جرم ارتکاب ته د ژمن کيدو په تور نيول شوي دي. د دوی د نيول کيدو او د موقتي توقيف حکم، د فرانکفورت محکمې صادر کړی دی.

د جمعې ورځې دغه چټک عمليات د ۲۰۰ تنو امنيتي چارواکو له خوا ترسره شول چې په کې د آلمان د جنايي ادارې کارکونکي، د پولیسو ځواکونه او د تروريزم ضد ځانګړي قطعاتو ځواکونه شامل ول. عمليات د آلمان په هسن او ځينو نورو ايالتونو کې ترسره شوي دي.