1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ډير پناه غوښتونکي اروپايي هیوادونو ته اخراج کړي

۱۳۹۷ بهمن ۱, دوشنبه

ډیر اخراج شوي پناه غوښتونکي ایټالیا ته استول شوي دي. دغه کسان د دوبلین تړون له مخې اخراج شوي دي. د تړون له مخي پناه غوښتونکي باید په هغه اروپايي هیواد کې پاتې شي چې ورته لومړي رسیدلي وي.

https://p.dw.com/p/3BtMM
Deutschland Landung Flughafen Frankfurt am Main
انځور: picture-alliance/dpa/L. Faerberg

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د هغه رپوټ په حواله چې «زود دویچه څایتونګ» ورځپاڼې ترلاسه کړی دی، آلمان تر بل هر وخت، په ۲۰۱۸م کال کې ډیر پناه غوښتونکي نورو اروپايي هیوادونو ته اخراج کړي دي. دغه معلومات د آلمان کیڼ اړخي ګوند د دغه هيواد له کورنيو چارو وزارت څخه غوښتل ول.

د ۲۰۱۸م کال د جنوري او نوامبر میاشتو تر منځ شاوخوا ۸۶۵۸ پناه غوښتونکو چې باید له آلمانه وتلي وای، نورو هيوادونو ته اخراج شوي دي. په ۲۰۱۷م کال کې ۷۱۰۲ پناه غوښتونکي له آلمان څخه نورو اروپايي هیوادونو ته استول شوي ول.

دغه اخراجونه د دوبلین تړون له مخې ترسره کیږي چې روښانوي، پناه غوښتونکي باید په هغو اروپايي هیوادونو کې پاتې شي چې په لومړي سر کي ور داخل شوي وي.

ډیر کسان ایټاليا ته استول شوي

د «زود دویچه څایتونګ» ورځپاڼې په حواله آلمان د ۲۰۱۸م کال په لومړیو یوولسو میاشتو کې اروپايي هیوادونو ته د پناه غوښتونکو د بیا استولو ۵۱۵۵۸ درخواستونه کړي ول. له دغو غوښتونو څخه ۳۵۳۷۵ یې منل شوي وې. خو شمیرې ښيي چې د منل شویو درخواستونو ځيني یې په ۲۰۱۸ کال کې نه دي عملي شوي.

ایټالیا ته له دې ډلې څخه تر ټولو ډیر پناه غوښتونکي استول شوي دي، خو هنګري بیا په ۲۰۱۸م کال کې له آلمان څخه هیڅ پناه غوښتونکی هم نه دی منلی.

یونان بیا یوازې پنځه پناه غوښتونکي منلي او د آلمان ډیر درخواستونه رد شوي دي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د آتن له خوا د پناه غوښتونکو نه منلو له پاره وړاندي شوي دلايل قانع کوونکي نه دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر، غواړي د رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ ګړندۍ کړي.