1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کي د کوردانو غونډه ـ انفرې آلمانی سفير احضار کړ

۱۳۹۶ شهریور ۲۶, یکشنبه

د آلمان په کولن ښار کي د کوردانو په فيستيوال کي د عبدالله اوچلان، د خوشي کولو غوښتنه وسوه. د ترکيې حکومت دغه کار د ترهګرۍ تبليغ بللی دی.

https://p.dw.com/p/2k7fP
Deutschland Köln | 25. Internationales Kurdisches Kulturfestival in der in der Deutzer Werft
انځور: Imago/Future image/C. Hardt

د آلمان په کولن ښار کي د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر ۱۶مه نېټه) د کوردانو فيستوال جوړ سوی وو. په دغه فيستوال کي د عبدالله اوچلان د خوشي کولو غوښتنه وسوه. اوچلان د آلمان او ترکيې په شمول د اروپايي اتحاديې له لوري د ترهګرۍ په ليسټ کي د شامل د کوردانو د کارګر ګوند PKK مشر دی، چي په ترکيه کي په زندان کي دی. پر نوموړي د عمر بند قيد سزا راوتلې ده.

ترکيې د آلمان په کولن ښار کي د کوردانو په فيستوال کي د اوچلان د خوشي کولو غوښتنه د ترهګرۍ له پاره د تبليغ په توګه ارزولی دی. په دې ترڅ کي انقرې په ترکيه کي د آلمان سفير مارتين اېردمان د بهرنیو چارو په وزارت کي احضار کړی دی.

د «ترهګرۍ له پاره د پروپاګنډ» اجازه

د آلمان سفير د احضارولو په هکله راپور د ترکيې دولتي خبري آژانس انادولو ورکړی دی. د دغه راپور له مخي ترکيې د آلمان پر چارواکو تور لګولی چي د کوردانو د ياد فيستوال د جوړېدو په اجازه ورکولو سره يې د «ترهګرۍ له پاره د پروپاګنډ» اجازه ورکړې ده.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت په خپله يوه اعلاميه کي ويلي چي هغه غونډه غندي چي د PKK د «ترهګرو سازمانونو» سره د تړلو ډلو له خوا جوړه سوې وه. زياته سوې چي په دې تړاو ترکيې خپل نظر په روښانه توګه د آلمان سفير «چي و وزارت ته وربلل سوی وو» ورته وړاندي کړی دی.

د آلمان د پوليسو په وينا د شنبې په ورځ په کولن ښار کي د کوردانو په فيستوال کي په زرهاو کسانو ګډون کړی وو. د «کولنر شتد انڅايګر» د راپور له مخي په دغه غونډه کي تقريبا ۱۲۰۰۰ انسانانو ګډون کړی وو. د دغه فيستوال د جوړولو مقصد له ترکيې څخه د کوردانو د حقونو غوښتنه بلل سوې. دغه فيستوال «د اوچلان له پاره آزادي ـ د کوردستان له پاره منزل» تر عنوان لاندي رابلل سوی وو.

د ترکيې او آلمان تر منځ اړيکې د هغه راهيسي تر مخه لا لانجمني سوي دي چي په ترکيه کي د کودتا هڅه ناکامه سوه او د کودتا سره د همکارۍ په تور ترکيې د ګڼ شمېر کسانو پر ضد سخت ګامونه پورته کړل. د ترکيې حکومت پر آلمان دا تور هم لګوي چي ګواکي په آلمان کي دننه د PKK د غړو پر ضد اړين اقدامات نه کوي.

د ترکيې د بهرنيو چارو د وزارت له خوا په خپره سوې اعلاميه کي پر آلمان تور لګول سوی چي د نړیوال ترهګرۍ په وړاندي د مبارزې په ترڅ کي د «يو بام او دوو هواوو» چلن کوي. له بل اړخه آلمان له ترکيې غوښتي دي چي نيول سوي آلماني اتباع دي ژر تر ژره بېرته خوشي کړي.

د آلمان لومړۍ وزيري انګېلا مېرکل د شنبې په ورځ وويل چي له ترکيې سره به اقتصادي همکاري راکمه کړله سي او ورسره روانې پروژې به له سره وارزول سي.

د آلمان د سوسيال ډيموکراټ ګوند له خوا د آلمان د لومړي وزارت له پاره کانديد مارتين شولڅ، د آلمان ږغ دويچه وېله سره په مرکه کي پر ترکي ولسمشر رجب طيب اردوغان، سختي نيوکي کړي دي. شولڅ په ترکيه کي د بشري حقونو له سخت خراب حالت څخه خبره کړې ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (08.01.2017):