1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

آلماني پولیسو څرنګه ۶۷۰ کیلوګرام هیروین ونیول؟

۱۳۹۸ خرداد ۲۹, چهارشنبه

دا په آلمان کې د هیروینو تر ټولو لوی مقدار دی چې په یوه وار نیول کیږي. دغه خطرناک مخدره مواد چې ترکي شات بلل شوي وو، په یوه بار وړونکي موټر کې پټ کړل شوي ول.

https://p.dw.com/p/3Kglb
Deutschland Zollfahndung stellt 670 Kilogramm Heroin sicher
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

خبري آژانسونو د آلماني چارواکو له قوله لیکلي دي چې ګمرکي چارواکو د هالنډي پلټونکو له خوا د ورکړل شويو معلوماتو په مرسته فرانکفورت ته څیرمه د پولنډ پر پوله دغه هیروین نیولي دي. ویل شوي دي چې دغه بار وړونکی موټر له ۶۷۰ کیلوګرامه هیروینو سره له قرغزستان څخه راغلی وو. د برلین – براندنبورګ، د ګمرکي چارو ارزوني ادارې یوه ویاند ویلي دي چې په بازار کې د دغه مخدره توکو غیر رسمي ارزښت له ۴۰ څخه تر ۵۰ میلیونو یورو پورې رسیږي.

۵۳۲ کوچنۍ بستې

هیروین په ۵۳۲ کوچنیو کارتونونو کې بسته بندي شوې ول چې په هر کارتن کې ۱،۳ کیلوګرامه هیروین ول. دغه کوچني کارتونونه چې د ترکي خوږو په توګه ښوول شوي ول، بیا په نورو کوچنیو پلاستیکي کارتونونو کې ځای پر ځای شوی ول. داسې ګمان کیږي چې دغه مخدره توکې دې د افغانستان له سیمې سره تړاو ولري او باید بیلجیم ته انتقال شوي وای.

Deutschland Zollfahndung stellt 670 Kilogramm Heroin sicher
پر کارتونونو د قرغزستان یو ادرس لیکل شوی. په دغه کارتونونو کې کوچنۍ بستې دي چې ترکي شات ښوول شويانځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

د ګمرک اړونده چارواکو له قوله ویل شوي دي چې تر دې دمخه په پرتلیزه توګه په یوه وار دومره زیات مقدار کې هیروین نه دي نيول شوي. ویل شوي دي چې هغه موټر چې دغه مخدره مواد په کې نیول شوي نمبر پلیټ یې د ګورجستان وو او چلوونکی یې یو ۶۳ کلن ترکی دی. دغه موټر چلوونکی اوس په لوی مقدار کې د مخدره توکو د واردولو په شک په توقیف کې دی. هغه ویلي دي چې دی د لارې د باریدو له موضوع نه وو خبر.
 

هالنډي تحقیق کوونکي له یوې اوږدې مودې راهیسې د یوې ترکي – هالنډي سرغړونکي ډلې پر ضد تحقیقاتت کوي. په می میاشت کې په هالنډ کې ۱۷۲ کیلوګرامه هیروین ضبط شوي ول.