1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستمیانمار

آنګ سان سو چي په ۳ کاله حبس محکومه شوه

۱۴۰۱ شهریور ۱۱, جمعه

د میانمار ېوې پوځې محکمې د جمعې په ورځ د دغه هيواد پرځول شوې مشره، آنګ سان سو چي، په درې کاله بند محکومه کړه. دغه ۷۷ کلنه سیاستواله تیرکال تر پوځي کودتا وروسته ونيول شوه.

https://p.dw.com/p/4GM8Z
Aung Suu Kyi plädiert für Myanmar im Friedenspalast
آنګ سان سو چيانځور: Koen van Weel/picture alliance /ANP

هغه د ۲۰۲۰م کال په انتخاباتو کې چې د نوموړې ګوند په کې غوڅ اکثریت ګټلی وو، د درغلیو په تور پر دغه حبس محکومه شوې ده.

د فرانسې خبري آژانس له دغې قضېې د یوې باخبره سر چېنې له قوله ليکي دي چې سو چي، «له مشقت سره پر درې کاله حبس محکومه شوه» او د روغتيايي وضعیت په اړه ېې وويل چې ښه ښکاري.

د میانمار دغه ۷۷ کلنه سياستواله چې د نوبل جایزې ګټونکې هم ده، په میانمار کې د تیرکال کودتا وروسته ونیول شوه. د میانمار د پوځي حکومت یوې محکمې تر دې مخکې هم سو چي د فساد او یو شمیر نورو تورونو پر اساس، پر ۱۷ کاله بند محکومه کړې وه.

زیاته شوې ده چې د میانمار په پلازمينه، نايپيداو، کې خبريالانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې او د سوچي وکیل هم رسنیو سره له خبرو کولو منع کړل شوی دی.