1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا غربي نړۍ تروريستي بريدونو سره دوگونی غبرگون لري؟

۱۳۹۷ اسفند ۲۸, سه‌شنبه

آیا د ترهگرۍ د قربانيانو په برخه کې د غربي نړۍ په ځانگړې توگه د سياستوالو له پاره يې دوگونۍ معيار سته؟ په ټولنيزو رسنيو کې ځيني مسلمانان وايي کله چي قربانيان مسلمانان وي، غربي سياستوال پراخ غبرگون نه ښيي.

https://p.dw.com/p/3FJBg
Neuseeland Gedenken an Opfer des Terroranschlags
انځور: Reuters/E. Su

يوه په خټه افغان-آلماني داود نورزي د دغه هيواد په «بيلډ» ورځپاڼه کې د «نړۍ د مسلمانانو له پاره وير نه کوي» په عنوان سره په يوه مطلب کې د کرايست چرچ د تروريستي بريد په اړه د غربي سياستوالو د غبرگون پر وړاندي خپل احساس ښوولی دی. په دغه بريد کي د جمعې په ورځ ۵۰ مسلمانان ووژل شول.

په ټوله نړۍ کي مسلمانانو په ټولنيزو رسنيو تويتر او فيسبوک کي دې ته ورته څرگندوني کړي دي.

نورزي ليکلي دي: «په لويديځه نړۍ کې بريدونو، تر هغه ډېر توجهات ځان ته جلبوي لکه په دريمه نړۍ يا اسلامي هيوادونو کي چې دغو بريدونو ته مشابه بريدونه کيږي. په غربي نړۍ کي د دغو وحشتناکو اعمالو په اړه په رسنيو کي ډېر راپورونه ورکول کيږي، سياستوال سخت بحثونه پرې کوي او د خلکو په منځ کي غبرگون قوي وي، په ځانگړې توگه په ټولنيزو رسنيو کي.»

نورزی انتقاد کوي چې د لويديځې نړۍ د وگړو او استازو احساسات مختلف وي او په دې پورې تړاو لري چې آيا په بريد کې مسلمانان او که عيسويان، تور او که سپين پوستي انسانان قربانيان دي.

هغه زياتوي: «پر مسلمانانو بريد که هغه د لومړۍ نړۍ په يوه هېواد کې هم وي، په رسنيو کې ورته غبرگون نه پاروي، د سولې له پاره د سیاستوالو لاس په لاس مارشونه نه ليدل کيږي او نه هم تاريخي ځايونو او ودانۍ سملاسي د يووالي ښوولو په موخه په بیلا بیلو رڼاگانو سره د خلکو د توجو مرکز گرځي.»

Neuseeland Gedenken an Opfer des Terroranschlags
په کرايست چرچ کې د قربانيانو د کورنيو سره خواخوږيانځور: Reuters/J. Silva

د غرب د سياستوالو غبرگون

په دې برخه کې نورزی پر حق دی: تر اوسه پوري غربي سياستوالو په تروريستي بريدونو کي د مسلمانانو له قربانيانو سره پراخ همدردي ښوولې نه ده. خو د نوي زيلند ترهگريز بريد په هلکه ډېرو مخکښو سياستوالو سملاسي څرگندونې وکړې. د آلمان د حکومت وياند شتيفن سايبرت په هماغه ورځ پر تويتر د صدراعظمې انگلا ميرکل اعلاميه خپره کړه.

همدا راز د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون هم د بريد په هلکه څرگندونې وکړې. هغه په خپل تويتري پېغام کې وويل چې ټول افکار یې د کرايست چرچ د کرکې وړ جنايت له قربانيانو سره دي. هغه زياته کړې وه چې فرانسه د افراطيت د هر ډول پر ضد ده او له خپلو متحدينو سره په نړۍ کې د ترهگرۍ پر ضد مبارزه کوي.

خو د مکرون پر دې تويت هم نيوکې وشوې. د « Fays» په نوم يوه کارونکي ليکلي ول چې دا يو ناوړه عمل دی چې مکرون د پېښې عامل نيغ په نیغه نه دی ياد کړی او د هغه یې د «ترهگر» په نامه ياد کړی دی.

د رسنيو د استعمالولو تورونه

د ترهگرۍ بريتانوي څيړونکو عاصم قريشي هم د یو شمير غربي سياستوالو پر غم شريکۍ نيوکې وکړې. نوموړي د « Middle East Eye » په نوم انترنت پاڼه کې ليکلي ول چې هغوی دا له پامه غورځولې چې ووايي چې د بريد قربانيان مسلمانان دي.

Nach Anschlag auf Moscheen in Neuseeland | Jacinda Ardern
د نوي زيلند لومړۍ وزيره جاسندا ادرن د قربانيانو له کورنیو سرهانځور: picture-alliance/AP Photo/TVNZ

د نوموړي په خبره د کرايست چرچ په اړه رپوټ ورکولو څخه داسې بريښي چې دغه ترهگريز بريد پکښې د يوه غير عادي عمل په توگه انځور شوې دی. هغه زياتوي چې د پېښې دا ډول تصوير کشي د مسلمانانو پر ضد د روز زياتي پر وخت د معمول خبره ده. قريشي وايي :«د دې ډول چلن هدف دادی چې مسلمانانو داسې فکر ونه کړي چې دا ډول پېښې له هغه سياسي فکر سره تړلي دي چې مسلمانان، مهاجر او په ځانگړي توگه تور پوستي انسانان هره ورځ په بيلا بيلو ډول توهينيږي.»

ډېر دوستانه چلن او د شفقت ښوول

ډيرو مسلمانانو د نوي زيلند د لومړۍ وزيرې جاسندا اردرن له خوا په کرايست چرچ کې له مسلمانانو سره د ليدنې کتنې پر وخت د پوړنې پر سرکول د پخلاينې او شفقت نخښه وگڼله. د يادولو وړ ده چې د نوي زيلند حکومت په دې برخه کې ډېر مسئولانه چلن وکړ او د پېښې د قربانيانو د کورنيو سره ژوره خواخوږي څرگنده کړه. د نوي زيلند پارلمان د سه شنبې په ورځ خپله غونډه د کرايست چرچ د ۵۰ تنو قربانيانو له پاره په تلاوت او دعا سره پېل کړه.

په دغه غونډه کې لومړۍ وزيرې جاسندا اردرن خپله وينا په «السلام عليکم» ويلو سره پېل کړه. د انترنت کارکوونکو همدا از د يووالي د ښوولو له پاره د پاريس د «ايفل برج» د رڼاگانو د گلولو پريکړه هم د ستاينې وړ وگڼله.

Knipp, Kersten /B.S/N.Z