آيا پوهيږي چې له سپي او بيزو څخه مخکې نور حيوانات هم فضا ته استول شوي ول
د ۱۹۵۹م کال د مې په ۲۸ نیټه د مس بیکر او ایبل په نامه د بیزوګانو یوې جوړې د فضا په لوري خپل سفر پیل کړ. په فضا کې د دوی ۱۵ ورځنی سفر د بشریت له پاره یو نوی پیل وو. له دوی پرته یو شمیر نور څاروي هم فضا ته استول شوي دي.
د فضا د ماموریت له پاره د څارویو ټاکل کیدل
د لومړي ځل له پاره په ۱۹۵۸م کال کې د ګورډو کو په نامه بیزو فضا ته ولیږل شوه، خو له بده مرغه دغه بيزو د فضايي سفر پر مهال مړه شوه. په انځور کې د مس بیکر اور ایبل ښکاري. دغه بیزو په فضا کې تر ۱۵ ورځني سفر وروسته په ۱۹۵۹م کال کې بیرته ژوندي راوګرځیدل.
بیکر او ایبل
بیکر او ایبل د هغو دوو بيزوګانو نومونه دي چې فضا ته استول شوې وې. دوی په فضا کې تر خپل ۱۵ ورځني سفر وروسته، بيرته ژوندۍ ځمکې ته راښکته شوې. خو په دوی کې ایبل ځمکې ته تر راښکته کيدو لږ وخت وروسته مړه شوه، مګر بیکر بيا تر ډير وخته ژوندۍ وه چې بيا په ۱۹۸۴ کال مړه شوه.
په فضايي کپسول کې
د مس بيکر او ایبل بيزګانو په څیرد جاذبې په صفر درجه کې د سام نومې بیزو (په انځور کې بیزو) له پاره تجربوي معاينات ترسره نه شول. سام په خپل فضايي سفر کې ژوندی پاتی شو. هغه او بیکر له يو نسل «ریسس» بيزوګانو څخه وې.
فضا ته د لمړنۍ بيزو پرواز
لمړنۍ بيزو هام نومیده چې په کال ۱۹۶۱ کې د فضايي سفر له پاره انتخاب شوه. دغې بیزو د بې وزنۍ د حالت د زغملو له پاره رزونه هم ورکړل شوې وه. ځمکې ته د هام تر راکوځيدو وروسته، بيا د آلن شيپرد په نوم شخص فضا ته سفر وکړ.
فضا ته تر ټولو مخکې سپی استول شوی وو
دا یو حقیقت دی چې له بيزوګانو څخه مخکې سپی فضا ته استول شوی وو. فضا ته د سپيو د استول د لومړي ځل له پاره د پخواني شوروي اتحاد د فضايي ادارې له خوا ترسره شوي وو. لايکا په «انځور کې» لومړنۍ سپۍ وه او په دې ترتیب لومړنۍ څلور پښې لورنکی حیوان و چې فضا ته واستول شوه. لايکا له فضايي سفره بيرته ځمکې ته ژوندی راستنه شوه، خو ځمکې ته تر راښکته کيدو څو ساعته وروسته مړه شوه.
تر لايکا وروسته استريلکا او بیلکا
د لايکا تر مړينې وروسته د پخواني شوروي اتحاد فضايي ادارې په کال ۱۹۶۰ کې دوه نور سپيان فضا ته واستول. د استريلکا او بیلکا په نامه دغه دواړه سپيان له خپل فضايي ماموريت څخه ځمکې ته ژوندي راستانه شول. په دوې کې هم استريلکا يې ښځه سپۍ وه.
له سپيانو څخه د مخه نور څه استول شوي وو
په ظاهر کې سپي تر تولو لومړنی حیوان ياديږي چې فضا ته استول شوي، خو د سپي له ماموريت څخه لس کاله مخکې مچان فضا ته استول شوي ول. دغه مچان په کال ۱۹۴۷ کې په يوه فضايي الوتکه کې استول شوي ول. استول شوي مچان په فضا کې محفوظ ول.
د حيواناتو حفاظت تر سايسني څيړنې مهم دی
فضا ته د سپيو او بيزوګانو ماموريتونه بشپړ شول، خو ناسا په فضا کې خپل له حيواناتو پرته ماموريت بشپړولی نه شي. نن ورځ هم پر کوچنيو حيواناتو دغه شان فضايي څيړنې ادامه لري. د اروپا فضايي ادارې په ۲۰۰۷م کال کې يو ډول سست حرکت کونکي ژوي فضا ته واستول. دغه ژوي په فضايي شعاع او همدغه راز په خلاصه فضا کې تر لږ مودې اوسيدو وروسته هم ژوندي ول.