1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا خليلزاد په اسلام آباد کې له طالبانو سره هم ليدلي؟

۱۳۹۷ آذر ۱۴, چهارشنبه

د افغانستان د سولې له پاره د امريکا ځانگړی استازی زلمی خليلزاد په پاکستان کې دی. دا په داسې حال کې ده چې يوه طالب چارواکي ويلي دي چې د قطر د سياسي دفتر څلور غړي هم د پاکستان په پلازمينه کې دي.

https://p.dw.com/p/39UNF
USA UN Botschafter Kandidat Zalmay Khalilzad
انځور: AP

يوه طالب چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط اسوشيتد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چې د طالبانو دغه څلور مشران چې يو یې يو پخوانی سفير او بل پخوانی والي دی چې د امريکا متحدو ايالاتو د بندیزونو په نوملړ کې هم دی، په يوه «شخصي سفر» هلته تللي دي.

د طالبانو دغه مشر زياته کړې ده چې د قطر دفتر له خوا په ليږدول شوې ډله کې په سعودي عربستان کې د افغانستان پخوانی سفير شهاب الدين دلاور او د لوگر پخوانی والي ضياء الرحمان مدني چې د ملگرو ملتونو په تور ليست کې دی، د سهيل شاهين په نامه يو پخوانی ديپلومات او سلاح حنفي شامل دي.

خو په دې هلکه کوم معلومات نه دي ترلاسه شوي چې دغو څلورو کسانو له چا سره ليدلي او يا به دوی څومره موده په پاکستان کې پاته شي.

په سپتمبر میاشت کې د افغانستان د سولې له پاره د ځانگړي استازي په توگه له غوره کيدو راهيسې زلمي خليلزاد د افغانستان شخړي ته د يوه سوله ایز حل موندلو په موخه هڅې زياتې کړي دي چې د سولې يو تړون به ښايي امریکا متحدو ایالاتو ته د خپل تاريخ له تر ټولو اوږدې جگړې څخه د وتلو لاره هم برابره کړي.

خليلزاد به د افغان جگړې د يوه سوله ایز حل موندلو په موخه پر پاکستان سربيره افغانستان، روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، بيلجيم، متحده عربي آماراتو او قطر ته هم سفرونه وکړي.

د طالبانو په حواله په نوامبر مياشت کې نوموړي په قطر کې د دغي ډلې له استازو سره درې ورځې خبري وکړې. امريکا له طالبانو سره دا مستقيمې خبرې اترې نه تائيد او نه يې هم رد کړي دي.

Afghanistan Konferenz in Moskau Lawrow
همدا تېره میاشت په مسکو کې د افغانستان په هلکه يوه غونډه ترسره شوه چې طالبانو هم پکښې گډون کړې ووانځور: Reuters/S. Karpukhin

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د کانگرس له خوا گومارل شوې د څار اداره وايي چې طالبان د افغانستان کابو ۵۰ سلنه خاوره کنترولوي. په عين حال کې خليلزاد د روانې مياشتې په سر کې په کابل کې وويل چې دی تمه لري د طالبانو او حکومت ترمنځ سولې تړون چې نوموړی یې د «راتلونکي د تگلارې» په توگه يادوي، ښايي امکان ولري.

خليلزاد لا حتی دا هم ويلي ول چې د سولې دا تړون کيدای شي د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو تر مخه چې د راتلونکي کال د اپريل مياشتي شلمې نيټې له پاره پلان شوي دي، رامنځته شي.

د پاکستان د پوځ وياند جنرال آصف غفور د سه شنبې په ورځ خارجي ژورناليستانو ته وويل چې پر طالبانو د پاکستان نفوذ محدود دی او اوس یې هم له دغه ډلې غوښتنه کړې ده چې د سولې په خبرو اترو کې شامله شي.

هغه زياته کړه چې د پاکستان له زندانه د لوړپوړو طالب چارواکو آزادول چې په هغه کې د دغه ډلې يو بنسټ ايښوونکی ملا عبدالغني برادر هم شامل دی، د سولي پروسې برخه وه. طالبانو له اوږدې مودې راهيسې له پاکستانه د خپلو بندي مشرانو د آزادولو غوښتنه کوله.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال آصف غفور له افغانستانه د امريکايي عسکرو د چټک اخراج څخه خبرداری ورکړ او ویې ويل چې دا به د يوې خلا سبب شي او د گډوډۍ او آنارشۍ خبرداری یې ورکړ.