1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

آیا د بوکو حرام مشر پخپله ځان وژلی دی؟

۱۴۰۰ خرداد ۱۷, دوشنبه

په لویدیځ افریقا کې فعالې ډلې داعش ادعا کړې ده چې د بوکو حرام ډلې مشر ابوبکر شیکاؤ تیره میاشت له چاودیدونکو توکو سره ځان وژنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/3uWUm
Nigerien Boko Harams Führer Abubakar Shekau
انځور: picture-alliance/AP Photo

د افریقا په لویدیځ کې یوې فعالې افراطي اسلامپاله ډلې (ISWAP) یا «د اسلامي دولت د لویدیځ افریقا ولایت» د یکشنبې په ورځ (د جون میاشتې ۶ نیټه) په خپل یوه تازه غږیز پيغام کې ادعا کړې چې د بوکو حرام جهادي ډلې مشر ابوبکر شیکاؤ، له دوی سره د جګړې پر مهال پخپله ځان وژنه کړې وه.

د اسلامي دولت د لویدیځ افریقا ولایت ډلې په خپل غږیز پيغام کې چې له رویټرز او فرانسې خبري آژانس سره یې شریکه کړې ویل دي چې ابوبکر شیکاؤ څنګه ځان وژنه کړې وه.

په غږیز پيغام کې د نوموړي ډلې د مشر اوبو مصعب البرانوي له خولې اوریدل کیږي چې شیکاؤ د چاودیدونکو موادو درلودونکی کمربند اغوستی وو چې هغې ته یې د می میاشتې پر ۸ نیټه انتفجار ورکړ او پخپله یې ځان وواژه.

د دغه غږیز پيغام په حواله «شیکاؤ په دنیا کې د ذلیله کیدو پرځای په اخرت کې ذلیله کیدو ته ترجیح ورکړه. الله ج جهنم ته د هغه د استولو پریکړه وکړه.»

په اوډیو کې دا هم ویل شوي چې نوموړي ډلې څنګه خپل چاپه مار د بوکو حرام ډلې د مشر په نخښه کولو له پاره د سامبیسا ځنګلونو ته واستول او هغو ابوبکر شیکاؤ په خپل اقامتګاه کې پيدا کړ او سخته نښته پيل شوه.

نايجيريا: د مدرسې په لسونو ماشومان تښتول شوي

د البروانوي په حواله :«هغه پر شاتګ ته اړ شو او بیا په تېښته هم بریالی شو. هغه وتوانید پنځه ورځې ځان په ځنګل کې پټ کړي، خو د دوی جنګیالي یي په تعقیب کې ول او بالاخره وروسته له پنځو ورځو یې هغه پيدا کړ.»

دغې جهادي ډلې د خپل ادعاو د ثابتولو له پاره کوم ثبوت نه دی وړاندي کړی.

بوکو حرام هم د خپل مشر د وژل کیدو په اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې، خو د نایجیریا پوځ ویلي دي چې په دې اړه بشپړې پلټنې روانې دي.

ابو بکر شیکاؤ بوکو حرام ډیر پیاوړی کړ

تر ابو بکر شیکاؤ مخکې بوکو حرام یوه کوچنۍ جهادي ډله وه چې هغه تر ډیر زحمت وروسته په یوې لوې افراطي ډلې بدله کړه. دغه ډله په ټول شمالي نایجیریا کې د بریدونو ترسره کولو د وړتیا درلودلو ترڅنګ د قتل، غلا او اختتاف په څیر جرمونو کې هم تر ډیره  ښکیله ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرت آژانس په حواله د دې ډلې په ترهګریزو فعالیتونو کې نږدې ۳۰ زره کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ لکه نور بې کوره شوي دي.

(ISWAP) یو وخت پخپله د بوکو حرام یوه برخه وه، خو پنځه کاله مخکې د همدې ډلې یو ګروپ له دې څخه جلا او داعش ته یې د خپلې وفادارۍ اعلان وکړ.

د بوکو حرام له ویري تېښته

د دواړو ترمنځ د اختلاف مهم ټکی دا وو چې بوکو حرام به ځانمرګي ښځي د خپلو مسلمانو مخالفینو د وژلو له پاره استعمالول، په داسې حال کې چې د اسلامي دولت د لویدیځ افریقا ولایت (ISWAP) له مذهبي او ایډیالوژیکي پلوه له دې کار سره مخالف وو او همدا کار بیا د دواړو ګروپونو ترمنځ د بیلتون سبب شو.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز