1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د ترکیې درې اړخیزه ناسته به پر افغان سولې اغیز ولري؟

۱۳۹۷ دی ۱۶, یکشنبه

پاکستان او ترکیې د افغان سولې په تړاو پر یوې درې اړخيزې ناستې هوکړه کړې چې درې میاشتې وروسته به جوړه شي. بل لوري ته د سولې په تړاو د جدې د ناستې نيټه لا تر اوسه روښانه نه ده.

https://p.dw.com/p/3B5Nk
Türkei Ankara - Tayyip Erdogan und der pakistanische Premierminister Imran Khan
انځور: Reuters/Presidential Press Office/K. Ozer

د افغانستان د سولې په تړاو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ترمنځ په خبرو کې د افغان جګړې پر پای ته رسولو خبرې شوي. یو شمیر رسنیو د اردوغان له خولې رپوټ ورکړی چې ترکیه به راتلونکې مارچ میاشت کې د افغان سولې په تړاو د یوې درې اړخیزې غونډې کوربتوب وکړي. افغانستان، پاکستان او ترکیه به په دې غونډه کې د روانې جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې او مذاکرات وکړي. 
د سولې عالي شورا وایې، په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو غونډه له دې اړخه هم مهمه ده چې ترکیه یو مهم سیمه ایز هیواد دی چې له پاکستان او افغانستان دواړو سره ښې اړیکي پالي. د سولې د شورا د مشرتابه پلاوي غړي مولوي عبدالحکیم مجاهد په دې هکله دویچه ویله ته وویل: «له ترکیې سره د پاکستان او افغان حکومت د ښو اړیکو سربیره طالبان هم ورسره ښه روابط لري چې د افغانستان په سوله مثبت تاثیر لرلی شي.»
د پاکستان لومړي وزیر په ترکیه کې ویلي چې افغانان څو کلنې جګړې سخت ځپلي. اوس ثبات او یوه سوله ییز ژوند ته اړتیا لري. د عمران خان په خبره چې په ابوظبۍ کې د طالب استازو او امریکایانو ترمنځ خبرو ته پاکستان زمېنه برابره کړې وه. خان اوس پر نړېواله ټولنه غږ کوي چې د افغانستان د سولې په برخه کې رغنده اقدامات عملي کړي. 
سیاسي شنونکي لطیف ارش دویچه ویله ته د ترکیې د نقش په هکله وویل چې دغه هیواد په وروستیو کې په سیمه کې داسې هڅې پيل کړي څو دغه هیواد وکولی شي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د کړکیچونو په حل کې رول ولوبوي.
د ښاغلي ارش پر وینا د ترکیې ناسته به پر افغان سوله او جګړه مخامخ اغیز ونه لري، خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره یو غوره فرصت ګڼل کیږي. ارش دویچه ویله ته وویل: «دا ناسته د افغانستان په سوله او جنګ مثبت تاثیر نه لري، ځکه د جنګ اصلي لوری طالبان دي او کله چې د طالبانو او امریکایانو استازي دلته نه وي، اغیز به ونه لري.»  
د سولې په هکله د ابوظبۍ ترغونډې وروسته ټاکل شوې وه چې په روانه جنورۍ میاشت کې د سعودي عربستان جده ښار هم د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د خبرو کوربتوب وکړي، خو ویل کیږي چې غونډه تر ناڅرګندې مودې ځنډېدلې.
طالبانو ویلي وو چې په جده کې به بیا هم د افغان حکومت له پلاوي سره خبرې ونه کړي. د طالبانو د دې اقدام په غبرګون کې افغان حکومت یادې غونډې ته د پلاوي استول د مخامخ خبرو پر قوي ضمانت مشروط کړل.
«پراګنده او نه همغږې شوې ناستې اغیز نه لري»
په عین وخت کې د سیاسي چارو ګڼ شمیر شنونکي بیا د افغانستان د سولې په برخه کې نه همغږۍ او بیړې ته د یوې ستونزې په توګه ګوري. د افغانستان د ستراتیژيکو مطالعاتو مرکز د منځنۍ اسیا کارپوه بسم الله رنجبر دویچه ویله ته وویل چې د افغان سولې په تړاو ناهمغږي شوې غونډې تر ډېره بې پایلې پای مومي.
بسم الله رنجبر دویچه ویله ته وویل: «دغه هلې ځلې چې ترسره کیږي، له بده مرغه ډيره برخه یې د سولې په تړاو د نورو هلو ځلو د بې اغېزې کولو په موخه وي، د بیلګې په توګه د مسکو غونډه یا دا چې په تهران کې ناسته او یا دغه ناسته چې په ترکیه کې به کیږي، دا د افغان سولې لپاره پراګنده ناستې دي د مسکو او تهران ناستې پر یو لور دي خو د افغان حکومت او امریکا متحده ایالاتو هلې ځلې بیا بل اړخ لري. دا ناستې هغه مهال اغېزمنې تمامېدای شي چې ټولې یې پر یو لور او همغږې شي.»  
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو، پاکستان، روسیې سربیره ایراني چارواکو هم د طالبانو له استازو سره د لیدنې خبر ورکړی دی. طالبانو په خپله یوه وروستۍ اعلامیه کې منلې چې پلاوي یې تهران ته سفر کړی او زیاته کړې یې ده چې دوی هم په دې هڅه کې دي چې افغان سولې لپاره د سیمې هېوادونو همکاري ورجلب کړي.
خو د نړېوالو چارو یوه شنونکي نصرت الله حق پال له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې امریکا اوس پاکستان ته دا ماموریت ورسپارلی چې افغان سولې لپاره د سیمې له هېوادونو سره خبرې وکړي. نوموړي وویل: «دا سیمه ییز سفرونه چې کیږی اصلي معامله د امریکا او پاکستان ترمنځ ده.»
د دې ټولو سربیره د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال عباس عراقچي پرون د شنبې په ورځ کابل ته سفر کړی. د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د خپرې شوې اعلامیې په حواله عراقچي له ولسمشر غني سره لیدلي او د دولت له دولت سره د اړیکو، د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې پر لړۍ او د چابهار له بندر څخه د ګټې اخیستنې پر څرنګوالي بحث او خبرې شوي دي. 

Russland Friedensgespräche Afghanistan | Taliban-Delegation in Moskau
انځور: Reuters/S. Karpukhin
Aschraf Ghani Ahmadsai trifft Erdogan in Kabul
انځور: picture alliance/AA/K.Ozer