1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د پاکستان اعتراف د امریکا د فشار کمولو هڅه ده؟

۱۳۹۷ آذر ۱, پنجشنبه

پاکستان په لومړي ځل اعتراف کړی دی چې اسلام آباد د اسامه بن لادن د لټون په برخه کې له امریکا متحده ایالاتو سره مرسته کړې وه. ځيني کړۍ دغه اعتراف د متحده ایالاتو د فشارونو د کمولو هڅه یادوي.

https://p.dw.com/p/38hwD
Pakistan Außenministerium in Islamabad
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/I. Sajid

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات د نوامبر میاشتې په ۲۰مه په دغه هیواد کې د متحده ایالاتو شارژدافیر وربللی وو او د ټرمپ د ټویټر د پیغام په هکله یي ورته احتجاج کړی وو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه خپره شوې اعلاميه کې ویلي شوي دي چې دا د پاکستان له لوري استخباراتي همکاري وه چې د بن لادن د پټنځای معلومولو له پاره یي لومړي شواهد وړاندې کړل. دغه اعلامیه د ترمپ تر ټویټر پیغام وروسته خپره شوه چې پکښې د اسلام آباد له لوري له واشنګټن سره د نه همکارۍ طعنه ورکړل شوې وه.

ترمپ ویلي ول چې پاکستان د اسامه بن لادن او افغانستان په موضوع کې له متحده ایالاتو سره همکاري نه وه کړې. د ترمپ تر دغه ټویټ وروسته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ترمپ نیوکې رد کړې او ویي ویل چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې ځاني او مالي قربانۍ ورکړي دي.

خو ځینې کړۍ په دې نظر دي چې پاکستان ځکه په دې وخت کې دغه اعتراف کړی دی چې پر دغه هیواد باندې فشار مخ پر زیاتیدو دی او ښایي حکومت له زیان سره مخامخ شي. د پاکستان یو پخوانی وزیر او سناتور میر حاصل بزنجو په دې آند دی چې ښایي په راتلونکو میاشتو کې پر پاکستان باندې فشار لا ډیر شي: «څه موده وړاندې چې د ترمپ لومړی ټویټ راڅرګند شو، نو ما هغه وخت ویلي ول چې دا باید جدي نیول شوی وای، خو حکومت د دې هڅه کوي چې وښيي چې د امریکا د فشار پرواه نه کوي او له دې کبله انديښمن هم نه دي.»

نوموړي په خپلو خبرو کې وړاندې ويلي دي چې د ده په آند حکومت د دغه فشار له کبله او د امریکا د ناراضایت له کبله اندیښمن دی: «زما په آند د آی ام اف (نړیوال وجهي صندوق) سره چې مذاکرات نه بریالي کیږي یو علت یي د امریکا نارضایتي او فشار دی.»

په اسلام آباد کې د پریسټن پوهنتون د نړیوالو اړیکو پروفیسر ډاکټر امان میمن، له حاصل بزنجو، سره هم نظره بریښي: «هیواد د سخت اقتصادي کړکیچ ښکار دی. موږ ته د آی ام اف، د مالي مرستې اړتیا ده او پر هغې تر ټولو زیات نفوذ امریکا لري. اسلام آباد محسوسوي که چیرې د نه همکارۍ دغه تصور ختم نه کړل شي نو پاکستان ښایي له سختو اقتصادي او پوځي ستونزو سره مخامخ شي. ښایي پر موږ بندیزونه ولګیږي. لومړی عمران خان سختې څرګندونې وکړې، خو وروسته بیا په دغه اعتراف سره اسلام آباد د خبرو اترو او همکاریو د دروازې د پرانیستو هڅه کړې ده.»

خو ځینې کړۍ بیا په دې نظر دي چې د پاکستان د سټبلشمنټ (واکمنه حکومتي دستګاه) او پنتاګون تر منځ تاریخي اړیکي دي. دواړه هیوادونه د سړې جګړې پر مهال متحدین وو. د پاکستان د پيپلز ګوند سیاستوال سناتور تاج حیدر وایي چې پاکستان یو ځل بیا له امریکا سره د اړیکو د ښه کیدو هڅه کوي: «دا تصور سم نه دی چې د پاکستان سټبلشمنټ او د امریکا اړیکي ختمیدی شي.»

خو کارپوه جنرال امجد شعیب په دې نظر دی چې د اسامه په هکله د معلوماتو په برخه کې پر همکارۍ اعتراف کومه نوې خبره نه ده: «د بهرنیو چارو وزارت به د لومړي ځل له پاره اعتراف کړی وي خو د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې پخوا دا خبره کړې ده او پخواني ولسمشر اوباما، هم د پاکستان پر همکاریو اعتراف کړی وو.» د نوموړي په خبره پاکستان د اسامه بن لادن د نزدې کس د تلیفونونو سجیل امریکایانو ته ورکړی وو او کله چې دغه کس «دوهم ځل بیا دغه سم کارت وکاروه، نو امريکايانو ته هغه ته په لاس رسي کې آساني رامنځ ته شوه.»

عبدالستار/ اسلام آباد

زموږ له آرشیف څخه: