1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د پاکستان حکومت غواړي مدني ټولنه هم کنترول کړي؟

۱۳۹۸ خرداد ۳۱, جمعه

د غیر دولتي سازمانونو د راجستر کیدو له پاره د حکومت له لورې د یوې نوې مسودې په هکله رپوټونو دا اندیښنه پیدا کړې ده چې ګواکې حکومت د جمهوریت او رسنیو تر کنترول وروسته اوس پر مدني ټولنې هم بندیزونه لګول غواړي.

https://p.dw.com/p/3KpF5
Pakistan schließt NGO Save the Children in Islamabad
انځور: picture-alliance/dpa/T. Mughal

په پاکستان کې په ۲۰۱۱م کال کې د القاعدې د ترهګرې شبکې مشر اسامه بن لادن، تر وژل کیدو وروسته په دغه هیواد کې پر غیر دولتي سازمانونو (NGO) باندې محدودیتونه ډیر شوي دي. د پاکستان حکومت ادعا کړې ده چې د اسامه بن لادن، د نیولو له پاره له یوه نړیوال غیر دولتي سازمان څخه کار واخیستل شو. سیاسي شنونکي په دې آند چې د پاکستان امنیتي ادارو دغه موضوع ډیره جدي ونیوله او په دې تړاو یې یو ډاکټر هم بندي کړ. د اسامه بن لادن له وژل کیدو راهیسې له پاکستان څخه تر ۱۶ زیات غیر دولتي سازمانونه وتلي دي. خو ځیني مبصرین بیا دغه شمیر تر ۳۰ زیات ښيې.

د ځینو دغه ډول سازمانونو له پاره د راجستر کیدو پروسه ډیره سخته شوې ده. په تیر وخت کې یوه آلماني غیر دولتي سازمان هم په پاکستان کې خپل فعالیتونه ودرول او د دې علت یې د فعالیتونو پر مهال مخ پر زیاتیدونکي ستونزې یادې کړې. ځینو غیر دولتي سازمانونو د راجستر کیدو په موده کې د زیات ځنډ له کبله محکمو ته هم رجوع کړې او ځینو یې بیا د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته عریضې کړي دي.

د مدني ټولنې استازي په دې فکر دې چې د حکومت د دغه ګام څخه په سلونو زره خلک اغیزمنیږي. د هغوی په خبره له یوه اړخه حکومت د ټولنیزو پراخیتایي چارو په لګښتونو کې ډیر کمښت راوستی او له بل اړخه پر غیر دولتي سازمانونو بندیزونه ډیریږي او له دې کبله به په پاکستان ډیر کسان له ستونزو سره مخامخ شي. د دغه حکومتي ګام له کبله د بلوچستان ایالت او د مرکزي حکومت تر ولکې لاندې د قبایلو سیمو په شمول وروسته پاتې سیمې تر نورو ډیرې اغیزمنې شوي دي.

اسلام آباد میشته شنونکی او د مدني ټولنې غړی عامر حسین، وایي چې له هیواده د غیر دولتي سازمانونو د وتلو له کبله په زرونو خلک بې روزګاره شوي دي. هغه د دویچه ویله د اردو څانګي له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «یوازې ۱۶ زره کسان د سترو نړیوالو غیر دولتي سازمانونو د بندیدو له کبله بې روزګاره شوي دي.»

د هغه په خبره ورلډ لرننګ، په پنجاب ایالت کې په بیلا بیلو څانګو کې کار کاوه چې شا او خوا ۲۰۰ زرو خلکو ترې ګټه اخیسته، خو اوس دغه پروژوه بنده شوی ده چې په لسونو زره انسانان ترې اغیزمن شوي. نوموړی زیاتوي چې په پاکستان کې هر شي ته له امنیتي لحاظه کتل کیږي او اوس کوښښ کیږي چې مدني ټولنه هم کنترول شي.

د مدني ټولنې یوه بل فعال چې د نوم د نه ښوولو په شرط یې له دویچه ویله سره خبري کړي، وویل چې «پلان انټرنیشنل» له زلزلې او طبیعي افاتو سره د مبارزې په برخه کې خلکو ته پوهاوی ورکوله خو د امنیتي ستونزو له کبله ورته وویل شو چې خپل فعالیتونه ودروي. همدا شان د ماشومانو د ژوغرنې ادارې یا Save the Children)) د څښاک د پاکو اوبو برابرولو او نورو برخو کې کار کوه چې هغه هم له پاکستانه وتلې او له کبله یې په زرونو کسان اغیزمن شوي دي.

لطیف اورکزی چې په تیرو وختونو کې یې د (World Vision) په نوم غیر دولتي سازمان له پاره کار کړی، وایي چې حکومت مدني ټولنه کنترولول غواړي او نوې مسوده د دې خبري د یقیني کولو له پاره جوړه شوې ده. هغه زیاتوي چې د (World Vision) غیردولتي سازمان یوزاې په یوه کوچنۍ سیمه کې د اوبو شپاړلس پمپونه لګولي وو او د نورو لګولو پلان یې درلود. لطیف اورکزی زیاتوي چې د یوه پمپ څخه کابو ۷۰ کورنۍ ګټه اخلي. هغه روښانه کړې ده چې اوس دغه غیر دولتي سازمان هم له پاکستان څخه وتلې ده.

اوس مهال په پاکستان کې د مالیې او د کورنیو چارو پر وزارتونو سربیره ځینې نورې مرکزي او ایالتې ادارې د غیر دولتي سازمانونو د راجستریدو او او د هغوی د فعالیتونو د څارنې په برخه کې خپله ونډه لري. که څه هم په نوې مسوده کې حکومت دغه چارې عصري کوي خو تر څنګ یې پر غیر دولتي سازمانونو څارنه هم سختیږي. د مدني فعال سرور باري، په وینا په تیرو وختونو کې هم دغه ډول پالیسۍ ناکامه شوي او اوس به هم ناکامه شي. د هغه په آند له ۲۰۱۳م کال راهیسې په پاکستان کې د غیردولتي سازمانونو له پاره چاپیریال مناسب نه دي، چې پکې ښه والي راوستو ته اړتیا ده.

د دویچه ویله ځایي خبریال په دې تړاو څو وارې د حکومتي چارواکو د دریځ په هکله له هغوی سره اړیکه نیولې خو هغوی نه تلیفونونو ته ځواب ویلی او نه یې هم تحریري پوښتنې ځواب کړي.

عبدالستار، اسلام آباد