1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بنګله دیش لومړی وزیره ښايي بیا نومانده نه شي

۱۳۹۷ بهمن ۲۵, پنجشنبه

د بنګله دیش لومړۍ وزیرې شیخ حسینې، دویچه ویله ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې نه غواړي د یوه بل دور له پاره ځان لومړۍ وزیرۍ ته کاندید کړي څو ځوانو رهبرانو ته لاره خلاصه شي.

https://p.dw.com/p/3DNlZ
Bangladesch - DW Chefredakteurin Ines Pohl, Leiterin DW-Asien Debarati Guha treffen Premierminister Sheikh Hasina in Dhaka
انځور: DW

آیا دا د شیخ حسینه وروستۍ کاري دوره ده؟

یوازې یوه میاشت مخکې شیخ حسینې د څلورم ځل له پاره د بنګله دیش د لومړۍ وزیرې په توګه خپل کار پیل کړ. دا دریم ځل دی چې هغه په پرله پسې توګه د دې هیواد مشري پر غاړه اخلي. د هغې «عوامي لیګ» ګوند او متحدین یې وتوانیدل چې په پارلمان کې ۹۶ سلنه څوکۍ وګټي. د وروستي ځل له پاره تر ټاکل کیدو وروسته له یوې نړیوالې رسنۍ سره په خپلې لومړۍ مرکه کې هغه تایید کړه چې بیا به ځان د لومړۍ وزیرې په توګه و نه نوموي.

د ودې لسیزه

بنګله دیش د شیخ حسینې تر مشرۍ لاندې په تیرې یوې لسیزې کې چټک پرمختګ کړی دی او اوس د «ټیت منځني عاید لرونکي هیواد» په توګه د درجه بندي کیدو پر لور روان دی. د بنګله دیش اقتصاد په کال کې په اوسط ډول د شپږو او اوه سلنه تر منځ وده کوي، د سوداګري کچه څو برابره لوړه شوې او بهرنۍ پانګه اچونې هم ډیرې شوې دي.

Bangladesch - DW Chefredakteurin Ines Pohl, Leiterin DW-Asien Debarati Guha treffen Premierminister Sheikh Hasina in Dhaka
د بنلګه دیش لومړۍ وزیره شیخ حسینه، د دویچه ویله مدیر مسووله اینس پول او د اسیا څانګې مشره دیبیراتي ګوهاانځور: DW

خو د نړیوال بانک په حواله پر دې هر څه سربیره هم د هرو څلور بنګله دیشیانو له ډلې څخه یو یې بې وزله دی. د بې وزلۍ پر ضد مبارزه به د شیخ حسینې له پاره په راتلونکو کلونو کې د لومړیتوبونو له ډلې څخه وي. هغې دویچه ویله ته وویل: «د خوراکي توکو امنیت، د استوګنې ځای، زده کړه، روغتیا، د کار چانسونه، دا ټول اساسي اړتیاوې دي.» هغې زیاته کړه: «پرته له شکه چې هر انسان ښه ژوند غواړي... موږ باید دا یقیني کړو.»

وده او د بیان آزادي

خو مخ په زیاتیدونکې ودې او پرمختګ د شیخ حسینې منتقدین نه دي خاموشه کړي. هغوی وایي چې لومړۍ وزیرې د بیان پر آزادۍ د محدودیتونو د نرمولو او په بنګله دیش کې پر لیبرال فکر لرونکو باندې د بریدونو د درولو په موخه ډیر څه نه دي کړي.

خو حسینه وایي چې هغې په بنګله دیش کې د آزاد فکر ملاتړ کړی: «سړی چې هر څومره ډیر کار وکړي په هماغه اندازه ډیر انتقادونه اوري.»

هغې زیاته کړه: «تاسو باید زما له خلکو وپوښتئ چې آیا راضي دي او که نه، هغوی څخه فکر کوي، آیا هغه څه چې یې پکار دي ورته رسیږي او که نه او آیا زه د هغوی د اړتیا وړ شیان برابرولی شم او که نه.»

پر حسینې او د هغې پر عوامي لیګ ګوند باندې دا تور هم پورې دی چې په بنلګه دیش کې د یوه ګوندي سیستم رامنځ ته کولو هڅه کوي. حسینه دغه تور ردوي: «دا ځل د عوامي لیګ نوماندان [د ۳۰۰ له ډلې څخه] په ۲۶۰ ټاکنیزو ساحو کې ټاکل شوي ول. نو نور ګوندونه هم په پارلمان کې شته دا څرنګه د یوه ګوند حاکمیت کیدای شي.»

Sheikh Hasina
شیخ حسینه د لوړې مراسمو پر مهالانځور: bdnews24.com

د حسینې په حواله د اپوزیسیون ګوندونه ضعیفه دي. هغې وویل: «که یو ګوند نه شي کولی ځان د خلکو تر فکرونو پورې ورسوي، د هغوی اعتماد نه شي ګټلی او رایې یې نه شي ترلاسه کولی، نو دا د چا مسوولیت دی. دا په اصل کې د هغوی ضعف ښيي.»

د اسلامپالو وده او بشري حقونه

د بنګله دیش لیبرالان هم د حسینې پر عوامي لیګ ګوند باندې نیوکې کوي ځکه په اند یې بنسټ پالې ډلې «حفاظت اسلام» ته ډیر نزدې دي او مذهبي متعصبینو ته زمینه برابروي. د حسینې حکومت همداراز په رسمي توګه قومي مدرسه، چې د مذهبي اسلامي ښوونځي له خوا ورکول کیدونکې علمي رتبه ده، په رسمیت وپیژنده. اوس نو دغه علمي رتبه په رسمي توګه له ماستري سره برابره ده. منتقدین وایي چې د قومي مدرسې ملاتړ په ډیرو مواردو کې بنسټپالې دي چې د ښځو د آزادۍ مخالفت کوي. د بیلګې په توګه د قومي مدرسې د روزنیز بورد مشر شاه احمد شافي، په دې وروستیو وختونو کې ښونځیو ته د ښځو د نه استولو په اړه خبرې وکړې.

لومړۍ وزیره حسینه، چمتو نه ده چې د دغه ډول څرګندونو مسوولیت ومني. هغې دویچه ویله ته وویل: «ما تاسو ته وویل چې په دې هیواد کې هر څوک د بیان آزادي لري. نو هغوی د دې حق هم لري چې هغه څه چې غواړي ووایي.»

هغه د نجونو د زده کړې په اړه وایي: «هغه څه چې ما کړي دا دي چې د نجونو له پاره تر ۱۲ ټولګي پورې زده کړې په بشپړه توګه وړیا دي او تر هغه وروسته بیا موږ د هغوی له پاره میاشتنی معاش ټاکو.»

د حسینې په خبره د هغې سیاستونه د دې لامل شوي چې خلک د نجونو د زده کړې په اړه له سره فکر وکړی: «په تیر وخت کې به والدینو داسې فکر کاوه: ولې پر نجلې زده کړې وکړم ځکه یوه ورځ به واده وکړي او د بل کس کور ته به ولاړه شي. خو اوس هغوی دا فکر نه کوي. اوس هغوی وایي چې هو زه باید پر نجلۍ زده کړه وکړم. هغه باید وتوانیږي چې خپله پیسې وګټي او بیا به واده وکړي. له همدې کبله موږ په ټولنه کې په تدریجي ډول بدلون راولو. اوس دلته په ماشوموالي کې د نجونو د ودیدو پیښې ډیرې کمې شوې دي.»

Bangladesch - Rohingya Zurückführung
په بنګله دیش کې شاوخوا ۷۰۰ زره روهینګیایي مهاجر میشت دي.انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Yasin

په دې اړه چې ایا اسلامپاله سازمانونه به د حسینې مخه وشي نیولی، هغه وایي: «البته چې نه. هغه څه چې ما ترسره کړي [پایلې یې] موجودې دي او زه به په راتلونکې کې هم دوام وکړم.»

په بنګله دیش کې د روهینګیا مهاجرو په اړه

د شیخ حسینې حکومت په وروستیو وختونو کې له ۷۰۰ زره روهینګیایي مهاجرو سره هم لاس او ګریوان دی چې د میانمار له راخین ولایت څخه د دولتي ځواکونو د بریدونو له کبله تیښتې ته اړ شوي دي. د هغوی له ډلې څخه ډیر شمیر یې اوس د بنګله دیش په دوو کمپونو کې چې د میانمار پولې ته نزدې پراته دي، په ډیرو بدو شرایط کې ژوند کوي. د کډوالو راتګ د سیمې پر ټولنیز او اقتصادي جوړښتونو باندې پراخې اغیزې پریښې دي. مهاجر د ژوندي پاتې کیدو له پاره مبارزه کوي او په ځینو مواردو کې له ځايي اوسیدونکو سره د ځمکې، کار او تجارت پر سر په جنجالونو کې ښکیلیږي.

د عوامي لیګ ګوند حکومت په دې هڅه کې دی چې د مهاجرو د ځای پر ځای کولو له پاره بدیلونه وموندي. د حسینې په خبره هیواد یې د زرګونو روهینګیا مهاجرو ماشومانو له پاره چې په کمپونو کې زیږدلي او یا تنکیو ځوانانو له پاره یوه منځ مهاله پلان ته اړتیا لري. شیخ حسینې وویل: «موږ یوه ټاپوزمه په ګوته کړې ده چې په کې مو کورونه او سرپناوې جوړې کړي دي. موږ غواړو دغه کسان دې ځای ته یوسو او ورته کار وکړو چې ځوان هلکان او ځوانې نجونې یو څه وکړای شي او پیسې وګټي.»

Bangladesch Cox's Bazar Rohingya Flüchtlingslager
ډیر مهاجر اوس په سختو شرایطو کې د بنګله دیش په کمپونو کې ژوند کوي.انځور: picture-alliance/NurPhoto/K. S. Razu

حسینې وویل چې د ستونزې د حلولو له پاره غواړي له میانمار سره ښې اړیکې وساتي او په اند یې باید د بنګله دیش ګاونډي هیوادونه هند او چین، په دې برخه کې د مرستې لاس اوږد کړي. هغې وویل چې اروپایی ټولنه هم باید مرسته وکړي. د لومړۍ وزیرې په خبره تر هر څه ډیره مرسته خپلو کورونو ته د مهاجرو د بیا استولو په برخه کې پکار ده.

هغې وویل: «موږ نه غواړو له میانمار سره جګړه وکړو. موږ همداراز غواړو له چین او هندوستان سره همکاري وکړو. خو د بنګله دیش له پاره فشار مخ پر ډیریدو دی.»

حسینې زیاته کړه: «زه فکر کوم چې نړیواله ټولنه، د بیلګې په توګه اروپايي ټولنه، ځینې مسوولیتونه لري. دغه مسولیتونه باید یوازې په بنګلدیشي کمپونو کې له روهینګیايي مهاجرو سره مرسته کولو ته محدود نه وي. په حقیقت کې دغه مرستې کیدای شي په میانمار کې کله چې مهاجر بیرته ولاړ شي، په سرپناه ګانو کې له هغوی سره وشي.»

دغه مرکه د دویچه ویله د مدیر مسوولې اینس پول او د آسیا د څانګې مشرې دیبیراتي ګوها له خوا د بنګله دیش په ډهاکه کې ترسره شوې.