1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د طالبانو د کندز برید د دوحې پر خبرو د اغیز له پاره شوی؟

۱۳۹۸ شهریور ۱۰, یکشنبه

طالبانو له ستراتیژیک پلوه پر مهم کندز ولایت ډله ایز برید وکړ او د دې ښار یو شمیر سیمې یې د لنډې مودې له پاره ونیولې. کارپوهان وايي چې طالبان غواړي پر کندز باندې په برید سره د دوحې په خبرو کې خپل قوي موقف ښکاره کړي.

https://p.dw.com/p/3Opiw
Afghanistan Selbstmordattentat während andauernder Kämpfe in Kundus
انځور: picture-alliance/Xinhua/A. Kakar

د شنبې په ورځ وسلوالو طالبانو له ستراتیژیک پلوه پر مهم کندز ولایت له څو اړخونو همغږي بریدونه پیل کړل چې په پایله کې یې د دې ښار یو شمیر دولتي ودانۍ او سیمې د لنډې مودې له پاره د طالبانو لاس ته ولویدې. نن د یکشنبې په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا د طالبانو له شتون څخه د کندز ښار د بشپړې تصفیې خبر ورکړ. د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي د فرانسې خبر آژانس ته وویل: «د کندز ښار تصفیه شوی او طالبان له نیول شوو سیمو څخه بیرته په شا تمبول شوي دي.» ‌هغه زیاتوي چې د ښار وضعیت بیرته نورمال شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د تیرو پنځو کلونو په موده کې دوه ځله پر کندز ولایت ډله ایز بریدونه کړي او د لنډې مودې له پاره د دې ښار یو شمیر دولتي ودانۍ او سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستلې خو د افغان امنیتي ځواکونو او امریکايي هوايي ملاتړ له کبله د دوی بریدونه بیرته پر شا تمبول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کندز ښار د طالبانو له شتونه پاکی شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کندز ښار د طالبانو له شتونه پاکی شوی دی. انځور: picture-alliance/dpa/Bashir Khan Safi

د افغانستان د نورو ولایتونو او سیمو په پرتله شمالي سیمې تر ټولو خوندي سیمې ګڼل کیدې، خو په دې وروستیو کې د هیواد شمالي ولایتونه هم د نا امنیو او جګړو شاهدان دي او دغه سیمې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو په ډګر اوښتي دي. په تیرو څو میاشتو کې طالبانو په شمالي ولایتونو کې د میمنې، مزارشریف او کندز په څیر پر مهمو او له ګڼې ګوڼې په ډکو ښارونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د فشار له پاره د طالبانو هڅې؟

پر کندز ښار باندې د طالبانو بریدونو ګڼ شمیر کسان حیران کړي دي په ځانګړې توګه له دې کبله چې دغه ډله همدا اوس له امریکایانو سره د افغانستان د جګړې د پای له پاره په مذاکراتو بوخته ده. د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو نهم پړاو همدا نن د قطر په پلازمینه دوحه کې پای ته ورسید او دواړه لوري پکې توافق ته د نیږدې کیدو خبر ورکوي. د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د مذاکراتو نهم پړاو داسې مهال پای ته رسیږي چې طالبانو پر کندز ولایت ډله ایز برید وکړ چې د چارواکو په خبره دغه برید په شا تمبول شوی دی.

د قطر په نهم پړاو مذاکراتو کې دواړو لورو توافق ته د نیږدې کیدو خبر ورکړی دی.
د قطر په نهم پړاو مذاکراتو کې دواړو لورو توافق ته د نیږدې کیدو خبر ورکړی دی. انځور: picture alliance/AP Photo/A. Zemlianichenko

د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي چې د مذاکراتو پرمهال یې د کندز د برید مسئله د طالبانو له استازو سره هم شریکړه کړې. خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «ما د نن ورځې په مذاکراتو کې د کندز [د برید] مسئله یاده کړه او طالبانو ته مې وویل چې دغه راز د زور زیاتي پیښې باید پای ته ورسیږي. سربیره پردې، جنرال میلر هم نن له کندز څخه لیدنه وکړه او ښار د دفاع په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو پر مرسته تمرکز کوي.»

سربیره پردې د قطر نهم پړاو خبرې د تیر په پرتله ډیرې اوږدې شوي دي چې په پایله کې یې کابل ته د خلیلزاد سفر د څو جنجالي ټکو د بحثونو له کبله ځنډیدلې وې. د امنیتي مسایلو ځینې افغان کارپوهان په دې نظر دي چې د مذاکراتو په دې وخت کې طالبانو پر کندز ولایت برید له دې کبله کړی څو له امریکا سره په مذاکراتو کې خپل اغیز ډیر کړي.

په کابل کې میشت د امنیتي چارو کارپوه میلاد سکندري دویچه ویله ته په دې هکله وویل: «د سیاسي او پوځي فشارونو راوړل د سولې په پروسو کې یې معمول کار دی. پر کندز باندې په برید سره، طالبان غواړي چې د جګړې په ډګر کې خپل قوت وښيي ترڅو د مذاکراتو پر میز خپلې لاسته راوړنې ډاډمنې کړي.»

طالبان بیا دغه راز یو دریځ ردوي او وايي چې ان که چیرته ټول اړخونه پر اوربند هم توافق ته ورسیږي، طالبان بیا د خپلو بریدونو د متوقف کولو له پاره کوم مسوولیت نه لري. دغه ډله همدا راز یادونه کوي چې افغان حکومتي ځواکونه هم د دوی جنګیالي په نخښه کوي.

پر کندز باندې دا دریم ځل دی چې طالبان ډله ایز برید کوي.
پر کندز باندې دا دریم ځل دی چې طالبان ډله ایز برید کوي. انځور: Reuters/Afghan Interior Ministry

دا په داسې حال کې ده چې نن د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د سپتمبر په لومړۍ نیټه) د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د کندز ښار د طالبانو له شتون څخه پاک شوی دی. رحیمي وویل: «د کندز ښار تصفیه شوی او طالبان له نیول شوو سیمو څخه بیرته په شا تمبول شوي دي.» ‌هغه زیاتوي چې د ښار وضعیت بیرته نورمال شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت همداراز وايي چې پر کندز ښار باندې د طالبانو د برید په پایله کې د ۲۰ امنیتي ځواکونو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او د ملکیانو او امنیتي ځواکونو په ګډون لږ تر لږه ۸۵ تنه نور بیا ټپیان دي. د تازه رپوټونو په حواله تر کندز وروسته، طالبانو د بغلان ولایت پر مرکز هم بریدونه پیل کړي دي چې د تلفاتو په هکله یې لا تر اوسه دقیق معلومات موجود نه دي.