1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا په آلمان کې مهاجرین کولی شي خپل د اوسیدو ښار بدل کړي؟

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲, یکشنبه

آلمان ته تازه راغلي مهاجرین په ټولنه کې له ادغام څخه نیولې تر د دې هیواد د قوانینو په هکله د نه معلوماتو له ستونزې سره مخ دي. د دې ستونزې له ډلې څخه یوه یې هم دا ده چې آیا مهاجرین کولی شي خپل د استوګنې ښار بدل کړي؟

https://p.dw.com/p/2wSzH
Deutschland Flüchtlinge Thema Familiennachzug | 2013 Grenzdurchgangslager Friedland
انځور: picture-alliance/dpa/S. Pförtner

په آلمان کې هغه مهاجرین چې دلته یې د پناه غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړل شوی او کولی شي چې په دې هیواد کې پاتې شي، که چیرته وغواړي خپل د استوګنې ښار بدل کړي، دغه څه امکان لري، خو ستونزمن او پیچلی کار دی. په دې رپوټ کې هڅه کوو چې په دې هکله توضیحات وړاندې کړل شي.

په آلمان کې ځینو ایالتونو د اقامې له پاره یو لړ شرایط وړاندې کړي دي چې په آلماني کې ورته «وون سیتز آوف لاګا» یا (Wohnsitzauflage)  اصطلاح کارول کیږي. دا په دې معنی دي چې تاسې باید په هغه ښار کې پاتې شئ چې تاسې پکې اوس میشت یاست او دا اجازه او حق نه لرئ چې خپل ښار بدل کړئ. خو د دې قوانینو او شرایطو سربیره، هغه مهاجرین چې په آلمان کې د ژوند کولو اجازه لري، دوی ته ځینې استثنا موجوده ده. که چیرته یو مهاجر په بل ښار کې کار ولري او یا په بل ښار کې مسلکي زده کړې یا اوسبیلدونګ ولرئ او یا هم له حکومت څخه ټولنیزې مرستې نه ترلاسه کوئ، په دې صورت کې دا امکان موجود دی چې خپل ښار تبدیل کړئ.

په عین وخت کې د «وون سیتز آوف لاګا» یا (Wohnsitzauflage) شرایط پر هغو مهاجرینو باندې متفاوت دی چې تر اوسه یې د پناه غوښتنې د عریضې په هکه ځايي حکومت پریکړه نه وي کړي. پناه غوښتونکي په عمومي توګه اړ دي چې په هغه ښار کې میشت شي، په کوم کې یې چې د پناه غوښتنه کړې وي. دا په دې معنی که چیرته تاسې «وون سیتز آوف لاګا» یا (Wohnsitzauflage) ولرئ، په دې ډول کولی شي چې په آلمان کې هرچیرته سفر وکړئ خو دا اجازه نه درکول کیږي چې په بل ښار کې ژوند پیل کړئ.

که چیرته غواړئ چې وپوهیږئ چې آیا تاسې هم د «وون سیتز آوف لاګا» یا (Wohnsitzauflage) په کتګوري کې راځی او که نه، د دې څه د معلومولو له پاره د پناه غوښتنې خپلو اسناده ته مراجعه وکړئ. 

زموږ له آرشیف څخه: