1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا کروشیا په غیر قانوني توګه مهاجر اخراجوي؟

۱۳۹۷ آذر ۲۶, دوشنبه

د کروشیا چارواکو هغه رپوټ رد کړ چې وایي پولیس په غیر قانوني توګه مهاجر بوسنیا ته استوي. په داسې حال کې چې هوا په سړیدو ده، مهاجر په لاس جوړو شویو خیمو کې د ځان ژغورولو په هڅه کې دي.

https://p.dw.com/p/3AF5P
Migranten in Bosnien an der Grenze zu Kroatien
انځور: picture-alliance

پر پوله د تاوتریخوالي څارونکي، په نوم سازمان په پټه اخیستل شوي ویډیوګانې خپرې کړي دي چې پکښې لیدل کیږي چې څرنګه د کروشیا وسله وال پولیس په ځنګل کې مهاجر د بوسنیا پولې ته بدرګه کوي. د ځنګل په یوه برخه کې پولیس مهاجرو ته وایي چې هغه یوه لاره تعقیب کړي چې ګاونډي هیواد بوسنیا ته رسیږي.

په ۱۳۲ دغه ډول ویډیو ګانو کې تر ۵۰ زیات ظاهرا د ډله ایز اخراج پيښې لیدل کیږي. د دغو مهاجرو شمیر ۳۵۰ کسانو ته رسیږي چې پکښې ښځې او ماشومان هم شته. دغه ویډګانې د ۱۲ ورځو په اوږدو کې د کروشیا او بوسنیا تر منځ په سرحدي سیمه کې ثبت شوې دي.

د کروشیا د کورنیو چارو وزارت غبرګون

د کروشیا د کورنیو چارو وزارت د غیر قانوني اخراج په هکله تورونه رد کړل. د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دغه ویډیوګانې په داسې سیمو کې ثبت شوي چیرې چې رسمي پوله نه شته. د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې «د کروشیا پولیس د شینګن حوزې د پولې له مقرراتو سره سم عمل کوي، او هغه بهرنیان چې اروپایي اتحادیې ته د تګ اجازه نه لري مستقیما له پولې بیرته ستنوي: که په لنډو ټکو کې وویل شي نو دلته د اخراج موضوع مطرح نه ده بلکې د داخليدو اجازه نه ورکول کیږي.»

په بوزنیا کي د مهاجرو خطرناک حالت

په بیانیه کې د بشري حقونو له پاره د لود ویګ بولتڅ من انستیتوت، څخه حقوقپوه عدیل نعیم ریحاني، د آلمان له «اې آر دي تلویزوني چینل» سره په خبرو کې ویلي دي چې کله یو کس د سیاسي پناه او یا د نړیوالو قوانینو له مخې د پناه غوښتنه کوي، د شینګن د پولې د مقرراتو له مخې یې باید د داخلیدو مخه و نه نیول شي.

د لومړي ځل له پاره ویډیويي شواهد؟

د بالکان د لارې د بندیدو راهیسې یوه بله بدیله لاره رامنځ ته شوې چې د بوسنیا هیرڅګوینا، کروشیا او سلوانیا څخه تیریږي. د بالکان مسیر د یونان، مقدونیا، سربستان او هنګري هیوادونو څخه تیریږي او د منځنۍ اروپا هیوادونو ته رسیږي. د بشري حقونو سازمانونه تل پر دې نیوکه کوي چې د اروپایي اتحادیې غړی هیواد کروشیا، په اصطلاح د «زرغونې» پولې له لارې بوسنیا ته بیرته مهاجر استوي. له دې سره د انسانانو د دې حق مخنیوی کیږي چې د پناه غوښتنه وړاندې کړي.

دغه رپوټونه له اخراج څخه د اغیزمنو شویو کسانو په څرګندونو ولاړ دي. پر پوله د تاوتریخوالي څارونکي، په نوم سازمان د لومړي ځل له پاره ویډیوګانې وړاندې کړي دي، چې د دغه عمل تر سره کیدل ښيي.

Aktivisten kämpfen gegen Gewalt an Migranten
د «ویلکم» په نوم نوښت د مهاجرو د ټپونو انځورونه خپاره کړي چې ادعا کیږي د مهاجرو پر وړاندې د کروشیا د پولیسو د زور زیاتي پایله دهانځور: picture-alliance/P. Macek

یوه اوونۍ تر مخه د بشري حقونو نړیوال سازمان «هیومن رایټس واچ» له لوري په خپور شوي رپوټ کې اغیرمنو شویو کسانو د پناه غوښتنې د پروسې څخه د مخ اړولو او د پولیسو د زور زیاتي په هکله خبرې کړې وې. د اغیزمن شویو مهاجرو په خبره پولیسو دوی «وهلي او ټکولي دي، پیسي او موبایل تلیفونونه یي ترې اخیستي او یا يې له منځه وړي دي.»

د اکتوبر په دوهمه نیټه د «ویلکم» یا ښه راغلاست په نوم نوښت د ټپونو انځورونه خپاره کړي وو چې د کروشیا د سرحدي ساتونکو له خوا مهاجرو ته پیښ شوي وو.

د اروپایي شورا په سپتمبر میاشت کې له کروشیا غوښتي وو چې هغه تورونه وڅیړي چې په روان میلادي کال کې د ۲۵۰۰ اخراج شوو مهاجرو کابو دریمې برخې د پولیسو له لوري د زور زیاتي او غلا په هکله رپوټ کړي وو. کروشیا د پولیسو له لوري د ناوړه چلن تورونه ردوي، خو پر دې اعتراف کوي چې زیاتره کډوال په خپله خوښه له دغه هیواد څخه بیرته تللي دي.

س.ر/م.س (dpa, ap, afp, borderviolence.eu, welcome.cms.hr)