1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

ائتلافي ځواکونو د حوثیانو پر یو پوځي کمپ بمباري کړې

۱۴۰۰ دی ۲, پنجشنبه

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د يمن په پلازمینه صنعا کې د حوثي امنيتي ځواکونو پر يو کمپ باندې هوايي بريد کړې دی. زياته شوې چې دا بريد د حوثي ياغيانو د يوه ډرون په ځواب کې شوی دی.

https://p.dw.com/p/44k9j
Jemen | Kämpfer gegen die Huthi-Rebellen nahe Marib
انځور: Nariman El-Mofty/AP Photo/picture alliance

ائتلاف ويلي دي چې په دغو هوايي حملو کې ېې د حوثیانو په پوځي کمپ کې ۷ ډرون الوتکې او یوه د وسلو زیرمه له منځه وړې ده. د رويټرز په حواله، ائتلاف زیاته کړې چې دغه بمبارۍ يې د حوثي یاغیانو د يوې ډرون الوتکې په ځواب کې کړي چې د حوثيانو له حریم څخه د سعودي عربستان د سرې بحیرې اړوند ښار جیزان پر لور هدایت شوې وه.

د یمن پلازمينه صنعا د حوثي ياغیانو په تصرف کې ده کوم چې له ایران سره همغږي لري. دغه ډله د اوو کلونو راهیسې د عرب ائتلاف پر ضد جنګیږي. دغه ائتلاف بيا د یمن په نړیواله کچه په رسميت پيژندل شوي حکومت څخه ملاتړ کوي.

د حوثيانو له خوا چلوونکي تلویزيون »مسیرا« وويل چې په هوايي حملو کې چې د ورځې په لومړيو ساعتونو کې وشوې، د صنعا په ګاونډ کې د سباييانو (Sabaeen) سیمه په نښه کړې چې ځينې ملکي کورونه او یو زيږنتون او د ماشومانو يو روغتون په کې ويجاړ شوي دي.

Jemen Explosionen in Sanaa
صنعا کې هوايی بریدونه - د آرشیف انځورانځور: Khaled Abdullah/REUTERS

د یمن په جګړو کې په لسونو زره انسانان وژل شوي او په ميلیونو يې له خپلو کورونو بيځايه کړي دي.

په دغو جګړو کې حوثي ياغیان په منظمه توګه د سعودي عربستان په خاوره کې سیمې په ډرون او توغندیو په نښه کوي، چې سعودي عربستان بیا د هغو په ځواب کې د یمن په داخل کې هوايي بریدونه کوي.

د سعودي عربستان په مشرۍ دغه پوځي ائتلاف وايي چې دوی دغه پوځي عملیات د نړیوال بشري قانون پر اساس کوي.

د رپوټونو مطابق دغه ائتلاف د دوشنبې (۲۰۲۱م کال د دسمبر۲۰ نېټه) په ورځ د یمن د پلازمېنې صنعا هوايي ډګر په توغندیو ویشتلی وو. خو تر دغو بریدونو مخکې د نړیوالو او بشردوستانه سازمانونو په ګډون له ملکيانو څخه له هوایي ډګره د سملاسي وتلو غوښتنه شوې وه.