1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتريش: فيسبوک باید د انساني قاچاق پرضد اقدام وکړي

۱۳۹۷ دی ۷, جمعه

د اتريش صدراعظم سباستيان کورڅ له فيسبوک څخه غوښتي دي چې د انساني قاچاقبرانو پر ضد اغيزمن اقدامات وکړي. هغه دغه راز له اروپايي اتحاديې څخه غوښتي دي چې پر دغې ټولنيزې شبکې دې فشار ډير کړي.

https://p.dw.com/p/3AjXd
Facebook - Datenschutz - Symbolbild (picture-alliance/dpa/J. Büttner)
آرشيفانځور: picture alliance / dpa

د اتريش صدراعظم سباستيان کورڅ د آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد» د جمعې ورځې ګڼې سره په مرکه کې ويلي دي چې د اروپايي اتحاديې له خوا پر دغې سترې ټولنيزې انترنيټي شبکې د فشار راوړل، د انساني قاچاقبرانو په پيژندنه او د هغوی د فعاليتونو په درولو کې اړين دي.

کورڅ په دغه مرکه کې ويلي دي: «اوس د فيسبوک په شان انترنيټي شبکې هم باید ځواب ووايي. په نړۍ کې ډير انسانان له همدې لارې د انساني قاچاقبرانو په دروغجنو خبرو تيروځي.»

د اتريش صدراعظم زياته کړې: «هغوی د منځني ختيځ، افريقا او يا هم د مرکزي امريکا له هيوادونو څخه قاچاقبرانو ته په زرونو يورو ورکوي او خپل ژوند د مديترانې سمندرګي په څير خطرناکو لارو کې په خطر کې اچوي. موږ نه بايد نور پر دغې موضوع سترګې پټې کړو.»

Rumänien, Bukarest: Sebastian Kurz auf Staatsbesuch
د اتريش صدراعظم کورڅانځور: picture-alliance/AP/V. Ghirda

د اتريش صدراعظم دغه راز ويلي دي چې په اروپايي اتحاديه کې ميشت ځيني مهاجر، د همدغې ټولنيزې شبکې له لارې خپل اسناد او پاسپورټونه پر نورو هغو مهاجرو پلوري چې غواړې دغې اتحاديې ته راشي.

سباستين کورڅ په دې اړه داسې ويلي: «دغه تورونه بايد په دقت سره وڅيړل شي. که چيري هغه ريښتيا ثابت کيږي، فيسبوک موظف دی چې د اسنادو د غيرقانوني خريد او فروش پر وړاندې اقدام وکړي.»

د اتريش صدراعظم د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه: «زموږ موخه بايد دا وي چې د انترنيټ په ټولنيزو شبکو کې د انساني قاچاقبرانو پر ضد مبارزه وکړو او نور د هغوی دغه ډول کار و بار متوقف کړو.»

Rsh/Af (KNA)

د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: