1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتریش د یوه افغان د همجنسبازې ادعا ولې رده کړې ده؟

۱۳۹۷ مرداد ۲۴, چهارشنبه

د اتریش حکومت د یوه افغان چې ادعا کوي همجنسباز دی د پناه غوښتنې غوښتنلیک رد کړی دی. د رسنیو د رپوټونو په حواله د نوموړي ادعا له دې کبله رده شوې ده چې نه هم د هغه کړه وړه او نه یې هم جامې همجنسبازانو ته ورته دي.

https://p.dw.com/p/33CYU
Deutschland Österreich Grenze Bayern Flüchtlinge
انځور: Reuters/M. Rehle

په اتریش کې د فالتر په نامه یوې اونیزې خپرونې رپوټ ورکړی چې د اتریش په یوه ایالت کې هغه چارواکي چې د نوموړي افغان (چې ادعا کوي همجنسباز دی) د پناه غوښتنه یې رد کړې ده په حواله ویلي دي چې دغه ۱۸ کلن افغان داسې کوم شواهد نه دي وړاندې کړي چې له مخې وویل شي هغه په خپل هیواد کې د همجنسبازۍ له کبله تر تعقيب لاندې وو.

دغه چارواکي په خپل رپوټ کې لیکلي دي: «ستا تګ، کارونه او یا د جامو بڼه هیڅ د دې ښکارندويي نه کوي چې ته دې همجنسباز اوسې.»

دغه اتریشي چارواکي د نوموړي افغان مهاجر په هکله د تاوتریخوالي داسې نخښې موندلي چې په وینا یې له یوه همجنسباز کس څخه د دغه راز چلند تمه نه کیږي. د نوموړي په وینا دغه کس د مهاجرینو په کمپ کې له یو بل کس سره فزیکي جګړه هم کړې ده.

د رپوټونو په حواله دغه افغان مهاجر د ګوتو په شمار ملګري درلودل او له دوی او یا هم له یوې بلې کوچنۍ ډلې سره به یې زیات وخت تیروو چې د نوموړي دغه کار هم د چارواکو په ذهنونو کې پوښتنې راولاړې کړي دي. د رپوټونو په حواله چارواکي پوښتنه کوي چې آیا هوموسیکشول یا همجنسبازه کسان ټولنیز ژوند نه لري؟

یادې رسنۍ په خپل رپوټ کې لیکلي چې د اتریش چارواکو همدا راز د دغه افغان مهاجر هغه ادعا هم رده کړې چې ویلي وو هغه یو بل نارینه کس مچې کړی دی. دغه افغان مهاجر ویلي چې هغه د ۱۲ کلونو وو چې پر دې باندې وپوهیدو چې همجنسباز دی، خو چارواکو بیا ویلي چې دا عمر پر دې کار د پوهیدو له پاره ډیر کم دی. چارواکو ویلي چې د افغانستان په څیر په یوه ټولنه کې بیا دغه څه امکان نه لري چې یو څوک دې دومره په کم عمر په خپل دغه راز حالت باندې وپوهیږي.

یادې اتریشې رسنۍ په خپل رپوټ کې ویلي دي چې دغه افغان مهاجر چې اتریش ته پرته له کوم سرپرسته راغلی دی، د خپل کیس د ردیدو له کبله یې دعوای کړې ده.