1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان: ترکيه به د روسي توغنديو له رانیولو لاس وا نه خلي

۱۳۹۸ خرداد ۱۴, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالاتو او ترکیې ترمنځ ترنگلتيا دوام لري. ولسمشر اردوغان ځکه واشګټن پاروي چې د ناټو پر غړيتوب لرلو سربيره هم له روسیې سره د وسلو تجارت نه بندوي.

https://p.dw.com/p/3Jo7k
Türkei l Bürgermeisterwahl in Istanbul wird wiederholt l Präsident Erdogan
انځور: Reuters/Presidential Press/M. Cetinmuhurdar

د ترکیې دولتي مشرتابه له روسیې څخه د دافع هوا سیسټم د رانیولو پر خپله اراده کلک ولاړ دی. ولسمشر رجب طيب اردوغان دې خبرې ته چمتو نه دی چې له روسیې سره کړی توافق لغوه کړي.

دې کار امريکا متحده ایالات چې د ناټو له خپل شريک څخه غوښتنه کوي چې د روسیې « S-400 دافع هوا سیسټم» پر ځای دې د امريکا پاتريوت سیسټم راونيسي، سخت په غوسه کړي دي. خو اردوغان په استانبول کې په دې اړه وويل چې د امريکا وړاندیز دومره ښه نه دی لکه د روسیې.

واشنگټن له جاسوسۍ ويره لري

ترکیې ته به د S-400 دافع هوا دستگاه لومړۍ جوپه په جولايي مياشت کې ورسيږي. د امريکا متحده ايالاتو حکومت ويره لري چې روسيه په ترکيه کې د نصب شوي دغه سیسټم له لارې د نویو F-35 ډوله الوتکو د وړتيا په اړه معلوماتو ته لاسرسی پيدا کولای شي.

ترکیه د F-35 په جوړولو کې شراکت لري او څو دغه ډول الوتکې یې هم ترلاسه کړي دي. امريکا ترکیې ته گواښ کړی چې که له روسیې سره دغه معامله وکړي نو بندیزونه به پرې ولگوي.

S-400 دستگاه په هوايي قلمرو کې د جنگي الوتکو او راکټونو د له منځه وړولو وړتيا لري. ترکيه به د ټول ټال ۲،۵ ميليارده امريکايي ډالرو په بدل کې د دغه دستگاه څلور برخې احتمالاً په روان دوبي کې ترلاسه کړي. يوه برخه څلور دستگاوې لري چې هره يوه یې بيا څلور دافع هوا توغندي لري.

په دې وروستيو کې د امريکا او ترکیې ترمنځ چې دواړه د ناټو د پوځي ائتلاف غړي دي، ترنگلتيا ډيره شوې ده. په ۲۰۱۸م کال کې د امريکا بنديزونه  د دې سبب شول چې د ترکیې پولې واحدا «ليره» په دراماتيکه توگه خپل ارزښت له لاسه ورکړي. امريکا دغه بندیزونه په ترکیه کې د يوه امريکايي روحاني مشر د بندي کیدو له کبله لگولي ول. د سوریې په کړکيچ کې هم ترمپ او اردوغان مخالف دريځونه خپل کړي دي.

(bs/sm (dpa, afp