1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان: له طالبانو سره د کابل هوايي ډګر په اړه خبرې کوو

۱۴۰۰ تیر ۲۹, سه‌شنبه

د ترکيې ولسمشر د سه شنبې په ورځ وويل چې هیواد يې غواړي د کابل هوايي ډګر د راتلونکې په تړاو له طالبانو سره خبرې وکړي. ترکيه لیواله ده چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د حامد کرزی نړیوال هوايي ډګر مسؤلیت پر غاړه واخلي.

https://p.dw.com/p/3xjvG
Türkei Zypern Erdogan in Nikosia
انځور: Murat Cetinmuhurdar/Presidential Press Office/REUTERS

له کله نه چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شوې ده، په کابل کې د حامد کرزی هوايي ډګر د امنیت او فعال ساتلو موضوع په یو شدید بحث باندې اوښتې ده.

امريکا متحده ایالات او ناټو په دې هڅه کې دي چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه هوايي ډګر امنيت خوندي او فعاله پاتې شي. په دې منځ کې ترکيه علاقمندي لري چې د دغه هوايي ډګر د چارو مسؤليت پر غاړه واخلي چې د مخه يې امریکا ته پروپوزل هم وړاندې کړی دي.

د اسوشتید پریس خبري آژانس په حواله، د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د سه شنبې په ورځ په قبرس کې د لوی اختر تر لمانځه وروسته په دې اړه وويل: «پر دغې پروسې به طالبانو سره هم خبرې وشي.» خو هغه دا هم وويل چې طالبان د ترکيې د دغه پلان او پروپوزل په اړه یو څه «ناراحتي» لري. اردوغان زیاته کړه چې طالبانو په کراتو له امريکا سره خبرې کړي دي او «دغه خبرې باید په لا ډير راحت بخشه توګه له ترکيې سره هم ترسره شي.»

اردوغان وويل: «زه د دې امکانات ورکوم چې پر دغو موضوعاتو له هغوی [طالبانو] سره خبرې وکړو او یو ښه توافق ته به ورسیږو، ځکه ترکيه د هغوی د اعتقاداتو کوم مخالف لور نه دی.» اردوغان ټينګار وکړ چې ترکيه تل د افغانستان تر څنګ دريدلې ده.

Afghanistan Bundeswehr Flughafen Symbolbild
ترکيه لیواله ده چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د حامد کرزی نړیوال هوايي ډګر مسؤلیت پر غاړه واخليانځور: AFP/O. Lang

هغه نن دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې طالبانو تیره اوونۍ خبرداری ورکړی وو چې ترکيه دې هم باید له نورو بهرنیو هيوادونو سره خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي. ترکيه د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې ۵۰۰ ځواکونه لري.

طالبانو د حامد کرزی هوايي ډګر په تړاو د ترکيې پروپوزل د «غندنې وړ» بللی وو. خو اردوغان تیره ورځ (د جولای ۱۹مه) بیا طالبانو ته خبرداری ورکړ او وې ويل چې طالبان باید د خپلو وروڼو د خاورې اشغال ختم کړي. د اردوغان په خبره، د طالبانو تګلاره د یوه مسلمان پر وړاندې د بل مسلمان تګلاره نه ده.

د خپرو شوو رپوټونو په حواله، ترکيه د دې له پاره هم هڅه کوي چې له امریکا سره د حامد کرزی نړیوال هوايي ډګر پر سر توافق ته ورسيږي تر څو دغه قرارداد د ترکيې او امریکا د مناسباتو په بیرته ښه کيدو کې مرسته وکړي. د دوی تر منځ روابط وروسته له هغې یو څه خراب شول چې ترکيې له روسیې څخه د توغندويو دفاعي سیستم واخیست.

ترکيه اوس د کابل هوايي ډګر د چارو په اړه له امریکا متحده ایالاتو سره په خبرو اترو بوخته ده. اردوغان ډاډ ورکړ چې دغه کار به کيږي او په وینا يې چې واشنګتن ورڅخه غوښتي دي چې په افغانستان کې پاتې شي. خو هغه په دې برخه کې د امریکا همکاري اړينه بللې ده. اردوغان وويل: «په لومړۍ سر کې باید امريکا د ديپلوماسۍ او ديپلوماتيکو روابطو پر اساس زموږ سره ودريږي» او تر دې وروسته د مالي او لوژستيکی ملاتړ شرایط دي.