1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ټاکنې: آلمان کې حاکمو ګوندونو ډېرې رايې له لاسه ورکړې

۱۳۹۸ خرداد ۵, یکشنبه

په ټوله اروپا کې ټاکنې په بشپړېدو دي او لومړنۍ پايلې هم ورو ورو راوځي. دلته د آلمان د ټاکنيز بهير په اړه تر ټولو تازه جزيات ولولئ.

https://p.dw.com/p/3J7Jw
Deutschland | SPD Reaktion | Europawahlen
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

۰۴:۰۰: په آلمان کې د ټاکنو په ورځ نظرپوښتنو وښودله چې د صدراعظمې انګلا مېرکل مسيحي دموکرات ګوند او په بايرن آيالت کې ورپورې تړلي مسيحي سوسيال ګوند ۲۸ سلنه رايې خپلې کړې دي، چې په دې ډول يې ۷،۴ سلنه رايې د تېرو ټاکنو په پرتله له لاسه ورکړې دي. د مسيحي دموکرات ګوند ائيتلافي ملګري، سوسيال دموکرات ګوند لا زياتې رايې له لاسه ورکړې دي، چې ۱۵.۵ سلنه رايې يې اخيستې او په دې ډول يې ۱۱.۸ سلنه رايې د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو په پرتله له لاسه ورکړې دي. په آلمان کې د حاکم ائيتلاف ډېرې رايې زرغون ګوند ته ورغلي دي چې د اقليمي بدلون په څېر د چاپېريال ساتنې موضوعات مطرح کوي او محبوبيت يې ډېر شوی دی. په آلمان کې دغه ګوند اوس په دويم ځای کې قرار لري چې ۲۲ سلنه رايې يې خپلې کړې دي او په دې ډول يې د تېرو ټاکنو په پرتله ۱۱.۳ سلنه زياتې رايې اخيستې دي. ښي اړخي د آلمان له پاره د بديل ګوند څلورم ځای نيولی او ۱۰.۵ سلنه رايې يې خپلې ګړي، په داسې حال کې چې لیبرالو دموکراتانو او د آلمان کيڼ ګوند هر يوه ۵.۵ سلنه رايې ګټلې دي. نورو وړو ګوندونو پاته ۱۳ سلنه رايې تر لاسه کړې دي. آلمان د اروپا په پارلمان کې له ۷۵۱ چوکيو څخه ۹۶ چوکۍ لري چې د ورکړل شوو رايو په تناسب په مختلفو ګوندونو باندې وېشل کيږي.

SPERRFRIST 18.00!!! PROGNOSE 18.00 EU Wahl 2019 - Deutschland DEU
د آلمان په سطح د اروپا د پارلماني ټاکنو د پايلو اټکل
Europawahl Jubel bei Die Grünen Annalena Baerbock
زرغون ګوند ډېرې رايې ګټلې دي. په انځور کې د دغه ګوند مشران ليدل کيږي.انځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz

د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند عمومي منشي، لارس کلينګبايل، په آلمان کې د انتخاباتو د اټکلونو تر اعلانېدو وروسته وويل چې دا دغسې نتايج دي چې په خبرو باندې نه ښايسته کيږي. د کلينګبايل په اند «دغه نتيجه بې پايلې او بې اغېزې نه پاته کيږي.» د ده ګوند بايد د ده په اند په راتلونکو ساعتونو او ورځو کې په ډېرو موضوعاتو باندې خبرې سره وکړي. د مسيحي دموکرات ګوند عمومي منشي، پاول څيمياک، وويل چې د اروپا په پارلماني انتخاباتو کې د مسيحي اتحاد ګوندونو او سوسيال دموکراتانو د خرابو پايلو سربېره بايد په برلين کې لوی ائيتلاف ته دوام ورکړل شي. هغه وويل: «زه فکر کوم چې دغه ائيتلاف بايد خپل کار ته دوام ورکړي، څو په آلمان کې ثبات وساتل شي.» د اروپايي ټولنې کميسار، ګونتر اوتينګر، د مسيحي اتحاد ګوندونو خرابه نتيجه د مايوسۍ وړ وبلله. اوتينګر د آلمان په «ای آر دي» چېنل کې وويل چې يوازنۍ د خوشحالۍ خبره دا ده چې عوام پال په اروپا کې حاکميت نه لري.

es/rc (AP, AFP, dpa, Reuters)/ن ص