1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولني پر روسیې اقتصادي بندیزونه وغځول

۱۳۹۶ آذر ۲۴, جمعه

د اروپايي ټولنې مشران سلا شوي چې د روسیې پر ضد باید بندیزونه د ۶ نورو میاشتو له پاره هم وغځول شي. په بروکسل کې راټولو شوو سیاستوالو د مهاجرت او امنیت پر موضوع بحث او ملي اختلافات هم بربنډ کړي دي.

https://p.dw.com/p/2pQCH
EU Gipfel Brüssel Runder Tisch
انځور: Reuters/J.Warnand

د اوکراين په ختيځ کې د روسیې د رول له کبله د اروپايي ټولنې مشرانو پر روسیې باندې سخت اقتصادي بندیزونه لا پسې غځولي دي. د پنجشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د شورا مشر دونالد تسک په داسې حال کې چې د دې ټولنې مشران په بروکسل کې سره جرګه شوي ول، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې: «اروپايي ټولنه پر روسیې باندې د اقتصادي بندیزونو پر سر یو موټې ده.»

وروسته له هغې چې روسیې، کریمیا نیمه ټاپو د خپلې خاورې برخه وګرځوله، اروپايي ټولنې د ۲۰۱۴م کال په جولای میاشت کې پر مسکو یو لړ بندیزونه وضع کړل چې تر ډیره پوري پکښې د روسیې مالي، انرژۍ، او د دفاعي چارو سکتورونه په نخښه کړي ول. په دې بندیزونو سره اروپايي ټولنې همدا راز د دې ټولنې بازار ته د روسیې لاس رسۍ هم محدود کړ.

په عین وخت کې د اوکراین ولسمشر پیترو پوروښينکو د دغو بندیزونو ښه هرکلی کړی او د فسیبوک پر خپله رسمي پاڼه یې لیکلي: «د اوکراین د ځمکني بشپړتیا د تر پښو لاندې کولو او همدا راز زموږ د هیواد پر ضد د یرغل د نه بندلو له امله پر روسیې باندې د اقتصادي بندیزونو غځول، د اروپايي ټولنې د مشرانو له خوا یوه مهمه سیاسي پریکړه ده.»

اروپايي ټولنې د بندیزونو لیري کول د مسکو له لوري د مینسک د سولې د تړون پر عملي کولو مشروط کړي دي کوم چې له دواړو لورو غواړي چې له قید او شرط پرته اوربند اعلان کړي او همدا راز دواړه لوريو د اوکراين په ختيځ کې د جبهو له لومړیو کرښو درنې وسلې پر شا کړي.

د اروپا نوي دفاعي ځواکونه

د اروپايي ټولنې د ټولو ۲۸ غړو هیوادونو له ډلې څخه د ۲۵ هیوادونو مشران همدا راز پر دې سره سلا شول چې په ګډه سره وسلوال پوځ ته مالي سرچیني برابرې، انکشاف او وګومارل شي. په دې ډله کې بریتانیا چې غواړي له دې ټولنې څخه ووځي، ډنمارک او مالتا هغه هیوادونه وو چې نه یې غوښتل په دې معامله کې ور ګډ شي کوم چ ې د پیسکو په نامه یادیږي.

Bundeswehr Soldaten Tarnuniform
انځور: picture-alliance/dpa/S. Sauer

ځینې شنونکي بیا وايي چې دغه اقدام چې پر امريکا باندې به د اروپايي ټولنې تکیه کمه کړي په داسې یو وخت کې اخیستل کیږي چې اروپايي سیاستوال له اتلانتیک سمندر پورې خوا ته یعنې ولسمشر دونالد ترمپ ته هم په غوسه دي.

د اروپايي ټولنې د شورا مشر ټسک په دې هکله ویلي چې: «له نیم قرن څخه لږ ډیر وخت مخکې، د اروپا د دفاعي ټولنې یو هدفمند لیدل لوری جوړ شوی وو خو په دې که هغه څه چې نه وو هغه اتحاد او د عملي کولو جرأت وو.» نوموړي همدا راز زیاته کړې چې دغه خوب له حقیقت سره په ټکر کې وو، خو نن ورځ دغه خوب ریښتیا کیږي.» نوموړي دغه خبر د دښمنانو له پاره د بد خبر په توګه یاد کړ.

د اروپا د دفاعي لګښتونو او ځواکونو د مدغم کولو په هکله د تیرو هڅو پرخلاف، ناټو بیا د پیسکو د پروژې ملاتړ کړی. د ناټو سازمان عمومي سرمنشي ینس شتولتنبرګ ویلي چې که داسې هڅو ته اړتیا ده چې پر مټ یې د نویو ځواکونو له پاره د ناټو د وړتیاوو په څیر وړتیاوې په پام کې ونه نیول شي.

د مهاجرت د موضوع پر سر اختلاف

په دې ناسته کې د اروپايي ټولنې د هیوادونو ترمنځ د مهاجرت او د مهاجرینو د ځای پر ځای کولو د موضوع پر سر د نظرونو اختلاف لا هم موجود وو. د شرقي اروپا څلورو هیوادونو لکه چیک جمهوریت، هنګري، پولنډ او سلواکیا اعلان وکړ چې دوی شاوخوا ۴۱ میلیونه ډالره بودیجه د یوې داسې پروژې له پاره پلان کړې چې له لیبا سره د پولې امنیت غښتلی کړي. دغه سیمه د مدیترانې له لاري د زیاتره مهاجرو د تګ تر ټولو مهمه لار ګڼل کیږي.

بل لوري ته بیا د دې ټولنې نورو غړو هیوادونو پر دې څلورو هیوادونو له دې امله نیوکې وکړې چې اروپايي ټولنې ته د مهاجرت د حل موندلو په برخه کې پاته راغلي. دوی په دې برخه کې د هر هیواد له خوا د مهاجرو د منلو د شمیر یادونه وکړه. د پنجشنبې ورځې په دې ناسته کې یادو څلورو هیوادونو د مهاجرو د ویش له پروګرام سره خپل مخالفت ته ادامه ورکړه.

د سلواکیا لومړي وزیر روبیرت بیکو په دې هکله وویل چې: «د مهاجرو ځانګړې ویشنه ګټه نه لري او دغه څه بې اغیزې دي.» نوموړي د اروپايي ټولنې د کمیسیون هغې پریکړې ته په اشارې سره چې غواړي د مهاجرو ویش اړین کړي، زیاته کړه چې: «د مهاجرو د ویش موضوع په اصل کې اروپايي ټولنه سره پاشي.»

Angela Merkel EU Flaggen Brüssel
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/O.Matthys

په عین وخت کې د آلمان صدر اعظمې انګلا ميرکل په ګډون د اروپايي ټولنې نورو مشرانو بیا خبرداری ورکړ چې د ټسک کړنلاره به په پوره توګه د مهاجرت کړکیچ ته د حل لار پیدا نه کړي او دغه څه د اروپايي ټولنې په دننه کې پیوستون کمزوری کوي.

ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې مشران به د جمعې په ورځ د مهاجرت د موضوع پر سر نوري خبري هم وکړي او همدا راز ټاکل شوې چې پر دې هم پریکړه وشي چې آیا له دې ټولني څخه د بریتانیا د وتلو یا بریګزیت په هکله کافي پرمختګ شوی. دوی به د جمعې په ورځ د اروپايي ټولنې او بریتانیا ترمنځ تر بریګزیت وروسته د دواړو لورو اړیکې هم تر بحث لاندې ونیسي.