1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایې اتحاديه تر۲۰۱۹ م کاله پوري ۳۴ زره مهاجر مني

۱۳۹۶ آبان ۲۵, پنجشنبه

د اروپایې اتحادیې کمیسیون خوشحاله دی چې د۵۰ زره مهاجرو د ویش له پاره نوی پروګرام یې په بریالیتوب سره پر مخ روان دی. د دغې اتحادیې ډیرو غړو تر۲۰۱۹م کاله پوري د ۳۴ زره مهاجرو له منلو سره موافقه ښوولې ده.

https://p.dw.com/p/2nj42
Griechenland Flüchtlingscamp Moria Symbolbild
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

د اروپایې اتحادیې د داخلي چارو کمیسار دیمیتريس آوراموپولوس، د چهارشنبې په ورځ(نوامبر میاشتې ۱۵) په دې اړه وویل: «تر اوسه پوري د اروپایې اتحادیې ۱۶ غړو هیوادونو تر۲۰۱۹م کاله پوري د ۳۴۴۰۰ مهاجرو له منلو سره خپله موافقه اعلان کړې ده.

د اروپایې اتحادیې د داخلي چارو کمیسار زیاته کړه، هیله من دی چې پاته نور هیوادونه به هم د مهاجرو له منلو سره خپله موافقه اعلان کړي او هغو هیوادونو چې خپله موافقه اعلان کړې ده په داوطلبانه شکل د لازیاتو مهاجرو د منلو غوښتنه وکړي.

د آرواموپولوس په خبره د هغو مهاجرو عادلانه ویش چې له ترکیې، منځني ختیځ او افریقا څخه ځانونه اروپا ته رسوي، د یوه قانوني مسیر د رامنځ ته کولو یوازني لار ده.

خو دیميتريس آوراموپولوس، په ټینګار سره د اروپایې اتحادیې له غړو هیوادونو څخه وغوښتل چې د هغو کسانو د دیپورتولو پروسې ته دې چټکتیا ورکړې چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي او په اروپایې اتحادیه کې د اقامې اجازه نه لري، ځکه په دې برخه کې ارقام رضایت بخښونکي نه دي.

د اروپایې اتحادیې کمیسیون د روان کال(۲۰۱۷م) په سپټمبر میاشت کې د مهاجرو د ویش نوی پروګرام اعلان کړ. دا له هغه وروسته چې د ۲۳ زرو مهاجرو د ویش پخوانی پروګرام یې ختم شو. ختیځ اروپایې هیوادونه د دې پروګرام سره ډیر سخت مخالف ول.

د مهاجرو د ویش د نوي پروګرام له مخې هر هیواد د یوه مهاجر د منلو په بدل کې ۱۰۰۰۰ یورو پيسې ترلاسه کوي. آلمان تر اوسه پورې د حکومتي ائتلاف پر سر د بحثونو له امله په دې اړه خپل نظر نه دې څرګند کړی.

هنګري، پولند او چک جمهوریت هیوادونو تر اوسه پورې نږدې د هیڅ یوه مهاجر د منلو له پاره خپله امادګي نه ده ښوولې. همدا مسئله د دې سبب شو چې د اروپایې اتحادیې کمیسیون د دغې اتحادیې له اصولو څخه د سرغړونې له امله د دغو هیوادونو د مجازات کولو غوښتنه وکړه.

زموږ له ارشيف څخه: