1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایې اتحادیې ایتالیا ته د مهاجرت نوې کړندلاره مطرح ګړې

۱۳۹۶ تیر ۱۴, چهارشنبه

اروپایې اتحادیې ایټالیې ته د مهاجرت له څپو سره د مقابلې له پاره نوې طرحه وړاندې کړې. دغې اتحادیې له غړو هیوادونو غوښتي چې له ایټالیې او یونان سره مرسته وکړي. مهاجر په لومړي سر کې همدغو دوو اروپایې هیوادونو ته داخلیږي.

https://p.dw.com/p/2fzdE
Deutsche Soldaten retten erneut Flüchtlinge im Mittelmeer
انځور: Bundeswerhr/PAO Mittelmeer/dpa

په دې وروستیو کې د هغو مهاجرو شمیر ډیر شوی دی چې د مدیترانې سمندر له لارې د لیبیا له ساحل څخه ځانونه اروپا ته رسوي. ایټالیې ګواښ کړی دی چې د هغو کیشتیو مخه به ونیسي چې مهاجر له مدیترانې سمندر څخه ژغوري او بیا یې د دغه هیواد بندرونو ته انتقالوي.

د اروپایې اتحادیې د کمیسیون مرستیال فرانس تیمرسون د چهارشنبې په ورځ د دغې اتحادیې په غونډه کې وویل«که د اروپایې اتحادیې هر غړی هیواد د پیوستون له پاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي، په دغه بلاک کې به ډیر لوی توپیر رامنځته شي.»

اروپایې اتحادیه هڅه کوي چې پر یونان او ایټالیا د مهاجرو فشار د کولو په برخه کې پر خپلو ژمنو وفا وکړي. له همدې امله له غړو هیوادونو څخه وغوښتل شول چې د خپلو سهمیو له مخې دې په خپلو هیوادونو کې مهاجر ومني.

خو د دغې اتحادیې یو شمیر غړي هیوادونه په ځانګړي توګه د ختیځ اروپا هیوادونه د ونډې پر اساس د مهاجرو د ویش طرحې له عملي کولو سره چندان لیوالتیا نه لري او یا یې په بشپړ ډول ردوي.

د دغې طرحې له مخې چې د سه شنبې په ورځ د اروپا په پارلمان کې وړاندیز شوې ایټالیا ته په کښې ۴۰ میلیونه ډالره مرسته په پام کې نیول شوې، تر څو نوموړی هیواد له لیبیا او نورو هیوادونو سره د مهاجرت په مسیر کې د دوی د راتګ د موج بندولو په برخه کې ترې کار واخلي.

د اروپایې اتحادیې کمیسیون د رئیس مرستیال وویل چې دغه وړاندیز شوې طرحه به د پنجشنبې په ورځ د استونیا هیواد پلازمېنه تالین کې د اروپا د وزیرانو په غونډه کې تر بحث لاندې ونیول شي.

دغه غونډه د ایټالیا پر اوږو د مهاجرو فشار د کمولو له پاره ترسره کیږي. هغه هیواد چې په روان کال کې یې اروپا ته د شاوخوا ۱۰۰ زرو راغلو مهاجرو له جملې څخه تقریباً ۸۵ زرو ته په خپل ځان کې ځای ورکړی دی.

د اروپایې اتحادیې د کمیسیون رئیس ژان کلود یونکر د سه شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په ترڅ کې وویل چې «اوسنی بیړنې حالت موږ دې ته اړ باسي چې په جدیت سره خپل ګډ کار ته سرعت ورکړو او ایټالیا یوازې پرې نږدو.»

د نورو اقداماتو په څنګ کې دغه اتحادیه باید د یوې پروژې (چې ۴۶ میلیونه ډالره ارزښت لري) په ترڅ کې ایټالیي او په جګړه کې د ښکیل هیواد لیبیا چارواکو سره مرسته وکړي، تر څو په همغږۍ سره د ژغورنې یو ګډ مرکز رامنځته کړي.

اروپایې اتحادیه باید په ځانګړي توګه لیبیا سره مرسته وکړي چې خپل د سویلي سرحدونو کنترول سخت کړي. همدارنګه دغه اتحادیه باید له مصر، نیجر، اتیوپیا او سودان سره هم همکاري وکړي، تر څو خپل اتباع بیرته واخلي.

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: