1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایې کمیسیون: د شینګن قواعد دې بیا عملي شي

۱۳۹۷ شهریور ۲۲, پنجشنبه

د ۲۰۱۵ م کال له دوبي څخه د اروپایې ټولنې ډیرو هیوادونو د غیر قانوني مهاجرو د مخنيوي په خاطر د خپلو پولو کنترول سخت کړی. د اروپایې اتحادیې کمیسیون د سرحدي کنترول د لیري کولو او شينګن قواعدو ته د بیرته ورګرځیدو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/34nvp
Grenzkontrollen Österreich/Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د اروپایې اتحادیې د داخلي چارو او مهاجرت کمیسار دیمیتريس آوراموپولوس، په دې اړه وویل: «شینګن د اروپا د یووالي تر ټولو لویه لاس ته راوړنه ده. موږ باید هر هغه څه وکړو چې په توان کې یې لرو، څو دغه یووالی وساتو.»

آوراموپولوس د اروپایې اتحادیې د مهاجرت او داخلي چارو د کمیسیون د نویو وړاندیزونو په درشل کې د مهاجرت د سیاست په اړه وویل: «شینګن د ۲۲ اروپایې حکومتونو د موافقې نښه ده، چې تصميم یې ونيوه تر څو په خپلو سرحدونو کې د تالاشۍ له مرکزونو څخه صرف نظر وکړي.»

د ۲۰۱۵م کال په دوبي کې د اروپایې اتحادیې هیوادونو ته د ډیر شمیر مهاجرو تر راتلو وروسته، یو شمیر هغو هیوادونو چې نه یې غوښتل ډیر مهاجر ومني، پر خپلو پولو سرحدي کنترول سخت کړ. د بیلګې په توګه د اتریش او آلمان ترمنځ پر پوله، د فرانسې د سرحد په یو شمیر برخو کې، د ډنمارک او سویډن پر پولو سرحدي کنترول رامنځ ته شوی. آن ناروی چې د اروپایې اتحادیې غړی هیواد نه دی هم په خپلو سرحدونو کې کنترول له سره پيل کړل. دغه هیوادونه د خپل دې اقدام دليل امنیتي ستونزې په ګوته کوي.

د اروپایې اتحادیې کمیسار په دې باور دی چې د اروپایې اتحادیې د داخلي پولو کنترول باید ختم شي. هغه ټینګار وکړ: «اروپایې اتحادیې، د دغې اتحادیې د بهرنیو سرحدونو د حد اکثر حفاظت ته لاره هواره کړې ده».

اوراموپولوس د اروپایې اتحادیې د غړو هیوادونو د امنیتي او سرحدي کنترول د مسئولينو ترمنځ د معلوماتو د تبادلې په څیر د تدابيرو ښه کولو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «دغه تګلارې هر څومره ژر چې ممکن وي باید موږ د شينګن عملي کیدو ته بیرته را وګرځوي.»

ټاکل شوی ده چې د اروپایې اتحادیې د مهاجرت او داخلي چارو کمیسار به د پنجشنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۱۳) د دغې اتحادیې په مقر، بروکسل کې د مهاجرت د سیاست په اړه د خپل کمیسیون له خوا د وړاندیزونو د بستې جزئیات وړاندې کړي.

د دغو وړاندیزونو له جملې څخه د اروپایې اتحادیې د سرحدونو او ساحلونو د کنترول د مامورينو شمیر له ۱۵۰۰ څخه ۱۰ زرو ته پورته کول دي. په عین حال کې باید دغو کسانو ته لا زیات اختیارات هم ورکړل شي.

نوموړي د مهاجرو د ویرولو له پاره د اروپایې اتحادیې د سرحدونو د کنترول سختولو په هکله د منتقدینو په ځواب کې وویل: «اروپا هغه ځای دی چې هر هغه څوک چې په ريښتیا هم ضرورت ولري نو له نړیوال ملاتړ څخه به برخمن شي. د اروپایې اتحادیې د سرحدونو د حفاظت پراخول به په اروپایې اتحادیه کې د پناهندګۍ حق د طرحې د اصلاح په برخه کې زموږ د پریکړې مخه ونه نیسي.»

د اروپا د مهاجرت او داخلي چارو کمیسار ټینګار وکړ چې وروستیو پيښو وښووله چې د دبلين د سیستم اصلاح اوس د بل هر وخت په پرتله اړينه ده. د دبلين د سیستم له مخې هغه مهاجر چې ځانونه اروپایې اتحادیې ته رسوي، باید د دغې اتحادیې په هغه هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي چې په لومړي سر کې ورته داخل شوی وي.

یونان، ایټالیا او مالتا چې د اروپایې اتحادیې بهرني سرحدونه تشکيلوي د ډیرو هغو پناه غوښتونکو له پاره لومړنی هدف وي چې د سمندر له لارې ځانونه دې قارې ته رسوی. دغه هیوادونه د ډیرو کلونو راهیسې د دبلين پر سیستم انتقاد کوي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: