1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استرليا د مهاجرو لانجمن کمپ بيرته پرانیزي

۱۳۹۷ بهمن ۲۴, چهارشنبه

د هند سمندرگي په کرسمس ټاپو کې د مهاجرو لانجمن کمپ چې په تېر مني کې تړل شوی وو، بيرته پرانیستل کيږي. د استرليا لومړی وزير په دې توګه غواړې د مهاجرو په تړاو د یوه قانون د تصویبیدو له کبله خپلې سیاسي ماتې ته ځواب ووایي.

https://p.dw.com/p/3DH3y
Flüchtlinge in Australien
انځور: picture-alliance /dpa/A. Krepp

د استرليا لومړي وزير سکات موريسن، چې په پارلمان کې د مهاجرو په تړاو د یوه قانون د تصوبیدو له کبله تر فشار لاندې دی، دغه پریکړه د امنیتي ادارو د هغې سپارښتنې پر اساس کړی دی چې په کې راغلي دي چې د نوي تصویب شوي قانون يه څیر مقررات به استرالیا ته د ډیر شمیر مهاجرو د راتلو لامل شي.

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د فيبرورۍ ۱۲ نيټه) په پلازمينه کانبرا کې پارلمان د اپوزيسيون له خوا مهاجرو ته د روغتيایي خدماتو د رسولو له پاره وړاندې شوې د قانون مسوده چې د لومړي وزير موريسن محافظه پال حکومت رد کړې وه، په لږ اکثريت سره تصويب کړه. 

دا قانون په لیرو پرتو ټاپوگانو کې ميشتو پناه غوښتونکو ته حق ورکوي چې د درملنې له پاره د استرليا اصلي خاورې ته ولیږدول شي.

Australien Flüchtlingspolitik | Lager auf Manus
استرليا زيات مهاجر په ناورو او پاپو نيوگيني کې مهاجر کمپونو ته استويانځور: picture alliance/AP Photo/Hass Hassaballa

موريسن د چهار شنبې په ورځ وويل چې دا کار به خلک دې وهڅوي چې استرليا ته د رسيدو له پاره له سمندره د تیریدو سختي پر ځان ومني . له همدې کبله نوموړی غواړي چې پر کرسمس ټاپو پروت د مهاجرو ساتلو دغه کمپ بيرته پرانيزي. خو اپوزيسيون پر لومړي وزير د هېواد د سرحدونو د صعيفولو تور لګولی دی.

مرگونه، بلوا، احتمالي جنسي تيري

د مهاجرو دا کمپ چې په ۲۰۰۸م کال کې پرانيستل شوی وو، په دې وروستيو کې پکښې بلواوې، مرگونه، د جنسي تيري احتمالي پېښې او همدا راز د ځان د زخمي کولو پېښې پیښ شوې وې. په ۲۰۱۵م کال کې د يوه پناه غوښتونکي تر مړينې وروسته په کمپ د ميشتو څه نه څه ۲۰۰ مهاجرو له ډلې څخه زياترو یې په احتجاج لاس پورې کړ.

پر استرليا تل د دې امله نيوکې کيږي چې د مهاجرو د مخنيوي په موخه سخت سیاستونه پلي کوي. دا هېواد هغه مهاجر چې په کښتيو کې استرليا ته رسيدل غواړي، د نيولو په صورت کې، د پاسفيک ناورو او پاپوا نوي گيني کمپونو ته استوي. د مهاجرو سياست په مي مياشت کې د پارلماني ټاکنو د کمپاين يوه مهمه موضوع هم ده.