1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسد له پوتين سره د مشورې له پاره مسکو ته تللی وو

۱۳۹۴ مهر ۲۹, چهارشنبه

د سوريې واکمن بشارالاسد په يوه نااعلان سوی سفر مسکو ته تللی وو. ويل سوي دي چي هغه د روسيې له مجمهور رئيس ولاديمير پوتين سره په سوريه کي د گډو پوځي عملياتو په اړه سلا مشورې کړي.

https://p.dw.com/p/1GrM4
انځور: Reuters/RIA Novosti/Kremlin/A. Druzhinin

د کرملين وياند ديميتري پيسکوف ويلي دي چي د سوريې جمهور رئيس بشارالاسد د سه شنبې په ورځ مسکو ته رسېدلی او له جمهور رئيس ولاديمير پوتين سره ئې کتلي دي.

د اسد د دغه کاري سفر موخه په سوريه کي له افراطي ډلي «اسلامي دولت» پرضد مبارزې په برخه کي له روسيې سره د گډو پوځي عملياتو په اړه خبري کول وه.

د اسد دفتر د تويتر له لاري ويلي دي چي اسد د چهار شنبې په ورځ بيرته دمشق ته رسېدلی دی.

پوتين د بشارالاسد يو له مهمو ملاتړ کوونکی څخه دئ. روسيې د سپتمبر مياشتي په پای کي په سوريه کي هوايي بمبارۍ پيل کړ. د دوی په خبره د دغو عملياتو موخه ئې د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» له منځه وړل دي.

خو امريکا متحد ايالات او نور غربي هيوادونه بيا وايي چي روسيې تر نوور دمخه پر هغو ياغيانو بمبارۍ کړي چي غربيان ئې د بشار اسد رژيم پرضد ملاتړ کوي.

په سوريه کي له ۲۰۱۱م کال راهيسي تر سوله ايز لاريون وروسته کورنۍ جگړه پيل سوې. د ملگرو ملتونو د راپور له مخي په دغه جگړه کي تر اوسه پوري ۲۵۰۰۰۰ انسانان وژل سوي، څلور ميليونه وگړي له هيواده وتلي او اووه ميليونه نور له گاونډيو هيوادونو سره په سرحدونو کي پراته دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب