1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل ښايي د اوکراين د کړکېچ منځګړتوب وکړي

۱۴۰۰ اسفند ۱۵, یکشنبه

د اسرائيل لومړی وزير، نفتالي بېنېت، مسکو ته تر سفر وروسته برلين ته ولاړ. ځينې څارونکي بېنېت د مسکو او کيف تر منځ احتمالي منځګړی بولي.

https://p.dw.com/p/4855y
Israel Naftali Bennett Premierminister
انځور: Gideon Markowicz/JINI/picture alliance

د اسرائيل لومړي وزير، نفتالي بېنېت د آلمان له صدراعظم اولاف شولڅ سره په برلين کې وليد څو د اوکراين جګړې په هکله ورسره خبرې وکړي. بېنېت مسکو ته تر سفر وروسته برلين ته راورسېد. هلته يې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره خبرې کړې وې. پوتين سره تر کتنې وروسته يې د اوکراين ولسمشر، ولوديمير زيلنسکي سره هم تليفوني تماس لرلی وو. د اوکراين له ولسمشر سره تر تليفوني خبرو وروسته بېنېت په تويتر کې وليکل چې »موږ ديالوګ ته دوام ورکوو.«

د بېنېت د ليدنې تر شا څه دي؟

بېنېت او شولڅ د آلمان حکومت د وياند، شتېفن هېبېشترايت په وينا، يو نيم ساعت سره خبرې وکړې. هېبېشترايت وويل دواړو مشرانو توافق وکړ چې نژدې اړيکې به ساتي او دا چې دواړه »هر څومره ژر چې ممکن وي« د اوکراين جګړې ختمولو ته ژمن دي.

مخکې له دې چې برلين ته راشي، بېنېت درې ساعته له پوتين سره کتلي وو. د بېنېت دفتر وويل چې نوموړی د شنبې په سهار (د ۲۰۲۲ د مارچ ۵مه) د مسکو په لور وخوځېد چې د هغه د کابينې روسي ژبی وزير، زيف ايلکين، ورسره مل وو چې په اوکراين کې زېږېدلی دی. دوی دواړه خپل دين ته ژمن يهودان دي چې اصلاً د شنبې په ورځ سفر نه کوي. يهودان دغه ورځ سباتهـ بولي.

Berlin Bundeskanzler Olaf Scholz trifft Naftali Bennett
د اسرائيل او آلمان لومړي وزيرانانځور: Bundespresseamt/dpa/picture alliance

د کرملين وياند، دميتري پېسکوف روسي خبري آژانسونو ته وويل چې دوی »د اوکراين د وضعيت په هکله سره بحث« وکړ.

د اسرائيل له پاره يې پايلې څه دي؟

اسرائيل هم له اوکراين او هم له روسيې سره ښه ارتباطات لري او د دواړو لورو تر منځ د منځګړتوب وړانديز يې کړی دی. روسيه د سوريې په جګړه کې هم ښکېله ده چې له اسرائيل سره ګډه پوله لري.

د »ټايمز اُف اسرائيل« ورځپاڼې يوه مخکښ ليکونکي، ډيويډ هوروويڅ ويلي دي چې دغه سفر ته »توقعات ډېر لوړ دي.« د هغه په خبره هم له روسيې او هم له اوکراين سره »بې طرفه پاته کېدل مګر ښه ارتباطات ساتل« يو ستونزمن کار دی چې »ښايي په آزاده نړۍ کې د اسرائيل دريځ ته ضرر ورسوي.«

د امريکا په متحده آيالاتو کې د اسرائيل پخواني سفير، مايکل اورن، وويل چې »د بېنېت عمل زړور خو خطرناک هم« دی. اورن دا هم وويل چې »روسيه نن سبا په يو بېل موقعيت کې ده او پوتين ښايي له دغه ناوړه حالت څخه د وتلو لار ولټوي.« د هغه په خبره »نفتالي بېنېت ښايي هغه ته فقط يوه زينه برابره کړي.«

آ./ن.ص./ا.ا.