1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيلو په سوريه کې د ايران پوځي ټولۍ په نخښه کړي

۱۳۹۷ بهمن ۱, دوشنبه

په سوريه کې پر پوځي اهدافو بريدونه اسرائيل په ندرت سره په رسمي توگه تائيدوي. خو دغه هيواد اوس ناببره په غير معمولي توگه دغه خبر تائيد کړی دی. بريدونه د ایران پر القدس لېوا باندي شوي دي.

https://p.dw.com/p/3BtHN
Israel Kampfjet der syrische Luftwaffe auf den Golan Höhen
انځور: Reuters/R. Zvulun

د اسرائيلو پوځ د خپلي رسمي تويتر پاڼي له لارې اعلان کړی: «دوی (اسرائيلي ځواکونو) د سوریې په خاوره کې د ايران پر القدس لېوا بريدونه پېل کړي دي.» القدس د ايران د انقلابي گارد يوه ټولۍ ده او زياتره تر هيواد دباندي عمليات کوي.

ايران چې د اسرائيلو سرسخته دښمن بلل کيږي، په سوريه کې د روسیې ترڅنگ د واکمن بشار الاسد کلک متحد بلل کيږي او له دغه هيواد سره پوځي مرسته کوي.

د اسرائيلو دفاعي ځواک «آي دي اف» په عين وخت کې د سوریې پوځ ته، «اسرائيلي ځواکونو او د اسرائيلو خاورې ته له زيان رسولو څخه خبرداری ورکړی دی». پر دې سربيره د سوریې دولتي خبري آژانس سنا خبر ورکړی چې د سوریې کورنۍ دافع هوا د «دښمن اهداف» په نخښه کړي او ډېر يې مځکي ته را اچولي دي. د عيني شاهدانو په حواله په پلازمېنه دمشق کي د يکشنبې په ناوخته ماسخوتن ستري چاودني اورېدل شوي دي.

يرغلونه او دفاع

د يکشنې په ورځ لا دواړو خواو يو پر بل باندي د بريدونو خبرونه ورکړي ول. د بېلگې په توگه د سوریې د معلوماتو له مخي دوی د اسرائيلو د يوه هوايي بريد مخه نيولې ده. اسرائيلو بيا له خپل اړخه ويلي دي چې پر اشغال شوو گولان غونډيو باندي يو توغول شوی توغندی یې شنډ کړی دی.

په تيرو کلونو کې د دغه شان بريدونو په اړه اسرائيلو په ندرت سره څه ويله. خو د اسرائيلو حکومت په وارو وار ټينگار کړی دی چې په سوريه کې به د ايران د پوځ دايمي حضور ونه زغمي.

زموږ له آرشيف څخه: