1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

اسرائیل هغه تیروتنې څیړي چې د حماس د برید لامل شوې

۱۴۰۲ دی ۱۶, شنبه

اسرائیل د هغو تیروتنو په اړه څیړنه پیلوي چې د حماس د برید لامل شوي. اسرائیل له خپلو سفارتونو څخه غوښتي دي چې د ډنهاګ په محکمه کې د نسل وژنې د تورونو مخه ونیسي او د «بلوبیچ» هوټل لاندې د حماس تونلونه کشف شوي دي.

https://p.dw.com/p/4avEx
Israel, Re'im | Ort des attackierten Supernova Festivals
۲۰۲۳م کال د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل د حماس بریدونهانځور: Ronen Zvulun/REUTERS

اسرائیلي پوځ اعلان کړی دی چې د اکتوبر په اوومه د حماس ډلې تر لویې حملې مخکې تیروتنو په اړه تحقیقات پيلوي. د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې په اوومه نیټه د حماس ترهګرې ډلې په وسیله قتل عام او یرغمل نیونه په غزه کې د جګړې د پيلیدو سبب شو.

د اسرائیلي پوځ ویاند دانیل هاګاري، وایي چې پوځ د اکتوبر د اوومې تر برید مخکې د خپلو اشتباهاتو په اړه د تحقیقاتو پلان جوړونې په حال کې دی.

هاګاري ټینګار کړی دی چې په دغو تحقیقاتو کې د تصمیم نیونې له پاره د قوماندې پړاویز امرونه او همدارنګه هغه کسان هم شاملیږي چې مخکې تر دې یې مسئولیت درلود. نوموړي وویل چې د دغو څیړنو هدف «د پوځ د وضعیت بهترول» دي او د دې موضوع په اړه د راتلونکو تحقیقاتو د تشې ډکول، له پوځ څخه جلا مسئله نه ده.

د حماس د تونلونو کشف کیدل

اسرائیلي پوځد «بلوبیچ» تر هوټل لاندې د حماس ډلې د جنګیالیو له خوا د استفاده کیدونکو تونلونو د کشف او لمنځه وړلو خبر ورکړی دی. پوځ د ایکس په ټولیزه شبکه کې خبر ورکړی دی چې ترهګرو له دغو تونلونو څخه د خپلو عملیاتو د پلان او عملي کولو له پاره د پټنځایونو په توګه استفاده کوله.

د نسل وژنې د تورونو د مخنیوي په خاطر د اسرائیل تګلاره

د "Axios" خبري پورتال راپور ورکړی دی چې اسرائیل غواړي د «هاګ» یا د جنګي جنایتونو نړیواله محکمه چې په هالند کې موقعیت لری، پکې د هغو شکایتونو په ارتباط نړیوال فشارونه زیات کړي چې سویلي افریقا په غزه کې د نسل وژنې په اړه مطرح کړي دي.

۱۷ کلنه فلسطينۍ نجلۍ د اسرائیلو له بنده آزاد شوه

اکسیوس د جمعې په ورځ د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت له خوا د دغه هیواد سفارتونو ته د استول شوو پيغامونو د نسخو په استناد ویلي دي، موخه دا ده چې په عاجل ډول د جګړې بندولو په اړه د هاګ د محکمې د امر صادرولو مخه ونیول شي.

اسرائیل خپلو سفارتونو ته امر کړی دی څو سیمه ایز دیپلوماتان او سیاستوال قانع کړي چې د سویلي افریقا د شکایت پر وړاندې اعلامیه صادره کړي. د سویلي افریقا د شکایتونو په اړه د هاګ د نړیوالې محکمې جلسې د راتلونکي اونۍ له پاره پلان شوي دي.

د فرانسې دریځ

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کاترین کولونا د جمعې په ورځ له «سي ان ان» امریکایي تلویزوني شبکې سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې غزه د فلسطین خاوره ده او د هغې په اړه تصمیم نیول د اسرائیل مسئولیت نه دی. هغې زیاته کړه: «مونږ باید د نړیوالو حقونو اصل ته ستانه شو او ورته درناوی وکړو».

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې دغه څرګندونې د هغو دوو اسرائیلي وزیرانو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې کړي دي چې د غزې د اوسیدونکو د کډه کولو غوښتنه یې کړې وه. کولونا وویل چې دا ډول خبرې «غیر مسئولانه» دي او مونږ له یوې حل لارې څخه لیري کوي. هغې زیاته کړه چې هیواد یې د دوو هیوادونو حل لارې څخه د یوازني انتخاب په توګه ملاتړ کوي او غزه او د اردن سیند لویدیځه غاړه باید د فلسطینیانو د راتلونکي هیواد یوه برخه اوسي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب