1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسراییلي پولیس د الاقصی جومات ساحې ته ننوتي

آژانسونه/ بریښنا صابر۱۳۹۴ مرداد ۴, یکشنبه

په بیت المقدس کې «د حرم القدس شریف» په ساحه کې د پولیسو او فلسطنیانو ترمنځ اخ و ډب رامنځ ته شوی. پولیس وايي د هغو فلسطنیانو پر ضد یې چلند کړي چې د جومات څخه یې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کول.

https://p.dw.com/p/1G4ow
Tempelberg Jerusalem
انځور: AFP/Getty Images/T. Coex

د اسراییلي پولیسو له خوا ویل شوي چې په الاقصې جومات کې څو « مخ پټو ورانکارو» پناه اخیستې وه او د هغه ځایه څخه یې پر پولیسو د ډبرو او «پټاقیو» گوزارونه کول. د پولیسو یوه ویاند میکي روزنفیلد وویل دا چې د تاوتریخوالي د پراخیدو مخه ونیول شي پولیس جومات ته ور ننوتل څو مرکزي دروازې وتړي:« له دې څخه مو موخه دا وه چې په مسجد کې د پټو دغه کسانو له خوا د ډبرو، پټاقیو او پر پولیسو د نورو شیانو د گوزارونو مخه ونیوله شي.»

«د جومات داخل ته نه یو ننوتي»

روزنفیلډ زیاته کړه: « یوازې د جومات دروازې مو بندې کړې. د جومات په داخل کې عملیات تر سره شوي نه دي.» ده زیاته کړه چې ۴ پولیس ټپيان شوي او د پولیسو له خوا څوک نه دي نیول شوي.

یهودي فعالانو د نن (یکشنبه د ۲۰۱۵ م کال د جولايي ۲۶) لپاره د القدس حرم شریف په ساحه کې د احتجاجي مارش د ترسره کولو اعلان کړې. ویل شوي چې د ارتودوکس یهودانو د « پر القدس شریف د عقیده درلودونکو» په نامه غورځنگ په پام کې لري له دغه ځای څخه په اصطلاح د «اسراییل دښمنان» وشړي او د یوه نوي «یهودي مقدس ځای» د جوړولو له پاره غږ وکړي.

حرم شریف د مسلمانانو او یهودانو دواړو له پاره یو سپیڅلی ځای دی. دغلته موجود یهودي عبادتځای په ۷۰ میلادي کال د رومیانو له خوا ونړول شو. خو په حرم القدس شریف کې پراته د الاقصې او قبه الصخره جوماتونه د مکې او مدنې وروسته د مسلمانانو د دریم مقدس ځای په توگه یادیږي.