1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اسلامي دولت» ډلې لبنان ته هم مخ اړولی

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ دی ۱۴, یکشنبه

د لبناني چارواکو په حواله « اسلامي دولت» ډله پر لبنان د برید او د دغه هیواد د اطرافي سیمو د نیولو له پاره تیارۍ نیسي. په دې ترڅ کې د شنبې ورځې په جگړه کې هم په لسگونو کسانو ته مرگ ژوبله اوختې ده.

https://p.dw.com/p/1EEmx
په لبنان کې د«اسلامي دولت» ډلې جنگیالې
په لبنان کې د«اسلامي دولت» ډلې جنگیالېانځور: Radwan Mortada

د لبنان د امنیتي ځواکونو په خبره د «اسلامي دولت» ترهگره ډله غواړي په لبنان کې له خپل نفوذ سره په دغه هیواد کې خپل شتون پياوړی کړي. د رویټرز خبري آژانس په حواله «اسلامي دولت» ډله غواړي د لبنان سرحدي سیمي تر خپل کنترول لاندی راولي.

د لبنان د ملي امنیت سازمان مشر جنرال عباس ابراهیم اعلان وکړ چې « اسلامي دولت» ډله غواړي د قلمون سیمه او شاوخوا غرونه تر خپل کنترول لاندی راولي، څو په لبنان کې د قرارگاو په رامنځته کولو سره په سوریې کې د خپلو ځواکونو ملاتړ وکړای شي.

جنرال ابراهیم ټینگار وکړ چې د لبنان پوځ د پوره تیارسۍ په حال کې دی. نوموړي ټینگار وکړ چې د لبنان پوځ به په خپل هیواد کې د «اسلامي دولت» ډلې د نفوذ د مخنیوي له پاره له خپل ټول ځواک څخه کار واخلي.

جنرال ابراهیم اعلان وکړ چې لبنان به سر له دوشنبې ( د جنورۍ میاشتې ۵) ورځې څخه د خپل هیواد په سرحدونو کې لبنان ته د داخلیدونکو سوریایې کډوالو پر مخ کنترول لا زیات کړي. نوموړي وویل چې وروسته تر دې باید ټول سوریایې کډوال لبنان ته د داخلیدو له پاره ویزه ترلاسه کړي.


په لبنان کې د بشري حقونو سازمانونو د ارزونې په حواله دغه هیواد له خپل ۵ میلیونه نفوس سره د یو میلیونو سوریایې کډوالو کوربه دی.

په سرحدي نښتو کې لسگونه کسان وژل شوې


د رویټرز خبري آژانس په حواله د شنبې په ورځ(د جنوري میاشتې۳) د قلمون په سرحدي سیمه کې د لبنان او سوریې د کډو ځواکونو او النصره ډلې تر منځ سخته جگړه رامنځته شوه.

دواړو اړخونو د دغې پيښې پخلې کړې دی. د وروستیو معلوماتو له مخې د حزب الله درې تنه، د سوریایې عسکر پنځه او د النصره ډلې ۱۵ جنگیالي په دغه جگړه کې وژل شوې او ډیر شمیر نور ټپیان شوې دي.

د« اسلامي دولت»ډلې لبناني پلویان
د« اسلامي دولت»ډلې لبناني پلویانانځور: Radwan Mortada

لبناني چارواکي اندیښنه لري چې د سوریي کورنۍ جگړه د دوی د هیواد سرحدي سیمو ته هم غځیدلې ده. تر اوسه پوری د لبنان په مختلفو برخو کې د هغوې له جملې څخه د طرابلس په ښار کې د بشارالاسد د پلویانو او مخالفینو ترمنځ وقفه یې نښتې رامنځته شوې وي.

د یوه پراخ برید له پاره تیارۍ


اسلامي دولت ډلې او القاعدې پورې اړوندو ډلو تر اوسه پورې څو واره د لبنان پر سرحدي سیمو بریدونه کړي او یو شمیر لبناني سرتیري یې هم له ځان سره یرغمل نیولي دي. د تندلارو اسلامپالو ډلو وروستې برید چې د لبنان پر «عرصال» سیمه یې وکړ، په دغه هیواد کې د ترهگرو ډلو د نفوذ ډیرولو وروستۍ هڅه وه.

د جنرال ابراهیم په خبره اسلامي دولت ډلې د سوریې په قلمون سرحدي سیمه کې خپل ځواکونه تقویه کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي دولت تر ۷۰۰ ډیر تازه نفسه سرتیري دغې سیمې ته استول شوې دي.

د لبنان د امنیتي سرچینو په حواله همدا اوس د قلمون په سرحدي سیمه کې د «اسلامي دولت» ۱۰۰۰ تنه جنگیاليو د پوځي عملیاتو له پاره ځانونه اماده کوي.


د داعش ډلې په سوریه او عراق کې تر استقرار وروسته خپل نوم«اسلامي دولت» ته واړوه، او خپل مشر ابوبکر بغدادي یې د نړۍ د مسلمانانو خلیفه وباله. دغې ډلې په ښکاره توگه اعلان کړی دی چې خپل فعالیتونه یوازې د عراق او سوریې پورې نه محدودوي.

د اسد له رژیم څخه د لبنان د حزب الله ډلې بشپړ ملاتړ او سوریې ته د ځواکونو استول او د دغه هیواد په کورنۍ جگړه کې گډون، د مخالفو ډلو، د هغو له جملې څخه د« اسلامي دولت» سني ډلې غصه را پارولې ده.

د لبنان په دولت کې د حزب الله سیاسي حضور، دغه هیواد د اسلامي دولت ډلې پر هدف بدل کړی دی. د اسلامي دولت افراطي ډله شعیه مسلمانان نه بولي، او له نورو مذهبي اقلیتونو سره هم چندان ښه وضعه نه کوي.