1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت د بگرام زندان ۷۲ بندیان آزادوي

مسعود جهش (آژانسونه، د ولسمشر د دفتر رسمي پاڼه)۱۳۹۲ دی ۱۹, پنجشنبه

افغان حکومت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا متحده ایالاتو پر نیوکو سربیره به هم د بګرام د ۸۸ جنجالي زندانیانو له ډلې څخه ۷۲ تنه آزاد کړي. له دې سره کیدای شي چې د کابل او واشنگټن اړیکې لا پسې ترینګلې شي.

https://p.dw.com/p/1Any3
انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: picture-alliance/AP

تر دې مخکې امریکايي چارواکو ادعا کړې وه چې دغه ۸۸ بندیان د یو شمیر افغان او امریکايي ملکي وګړو او پوځیانو په مرګژوبله کې ښکیل دي. خو افغان حکومت بیا وایي چې دغه بندیان پرته له قانوني دلایلو په زندان کې ساتل کیږي او باید آزاد شي.

د پنجشنبې په ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي، د یوې قضایي غونډې مشرې وکړه او په ترڅ کې یې د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو څیړنې کمیټې ته دنده وسپارله چې دغه بندیان آزاد کړي.

د کابل او واشنګټن اړیکې لا وختي د امنیتي تړون د لاسلیکیدو په بهیر کې د ستونزو رامنځ ته کیدو له کبله ترینګلې شوې دي. د دغه تړون متن لا وختي جوړ شوی دی خو ولسمشر کرزی یې له لاسلیکولو څخه ډډه کوي او وایي تر هغه وخته پورې چې امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د سولې له بهیر سره همکاري و نه کړي او د ملکي افغانانو پر کورونو باندې خپل عملیات پای ته و نه رسوي نو دی به دغه تړون لاسلیک نه کړي. د کابل ـ واشنګټن د امنیتي تړون له مخې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې د ۹۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ تر منځ امریکايي سرتیري په نهو اډو کې میشت وي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: «عدلي او قضایي غونډې [چې مشري یې ولسمشر کرزي کوله] د ملي امنیت د لوی ریاست د سرپرست د رپوټ له اورېدو وروسته د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو د مرور بورد ته لارښوونه وکړه ترڅو هغه بندیان له بنده آزاد کړي چې بېګناه دي او په اړه یې کوم جرمي اسناد او مدارک شتون نه لري.» په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې «د هغو بندیانو پر دوسیو باندې دې بیا کتنه وشي چې په اړه یې د ملي امنیت لوی ریاست نوي معلومات، اطلاعات او مدارک راغونډ کړي دي».

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جوزیف دانفورد، پر دغې پریکړې باندې نیوکه کړې ده او هغه یې افغان ځواکونو ته د بګرام زندان د مسوولیتونو د استولو د پریکړه لیک پر خلاف بللې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي: «د دغو ۸۸ تنو بندیانو له جملې څخه ۴۵ یې داسې کسان دي چې پرخلاف یې هیڅ ډول جرمي شواهد او مدارک وجود نه لري، ۲۷ یې داسې کسان دي چې په اړه یې یوازې یوه عادي اطلاع موجوده ده او پاتې ۱۶ تنه یې هغه بندیان دي چې د هېواد په امنیتي اداروکې یې په اړه جرمي اسناد او مدارک موجود دي.»

په دې ترتیب سره به اوس د دغو بندیانو له ډلې څخه یوازې ۱۶ تنه یې په زندان کې وساتل شي او نور به یې له بنده آزاد شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب