1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

افغان حکومت د لیرو پرتو پوستو تړلو پریکړه کړې

۱۳۹۸ خرداد ۲۸, سه‌شنبه

څو کاله د طالبانو د خونړیو بریدونو سره تر مخامخیدو او له دندې څخه د ډیرو سرتیرو تر تیښتې وروسته، افغان حکومت پلان لري چې ليرې پرتې او آسيب پذيره پوستې وتړي. د امريکا متحده ايالاتو غوښتنه هم همدا وه.

https://p.dw.com/p/3KdIe
Afghanistan Militäroperation im Distrikt Marja
انځور: picture-alliance/Zumapress/A.A. Safdari

د یوې لیرې پرتې پوستې د ننوتو دروازه یوازې له غزیدلي اغزن سیم څخه پیژندل کیږي. دغه پوسته په میدان وردک ولایت کې پرته ده او تر دې مخکې پرې وسلوال بریدونه شوي دي. د دې پوستې ویجاړ شوي محافظتي دیوالونه او شاوخوا ته یې ایښودل شوي له ریګو ډکې بوجۍ ښيي چې د ۱۳ ځواکونه دغه پوسته څومره اسیب پذیره ده.

څو کاله د طالبانو د خونړیو بریدونو سره تر مخامخیدو او د له دندې څخه د ډیرو سرتیرو تر تیښتې وروسته، افغان حکومت پریکړه کړې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د یوې پخوانۍ غوښتنې له مخې دې ته ورته پوستې وتړي.

د دې پلان هدف دا دی چې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې هغه پوستې وتړل شي چې په کې میشت افغان سرتیري د طالبانو له پاره اسانه اهداف وي، او سرتیري یې لویو پوځي اډو ته ولیږدول شي. اوس یو شمیر دغه شان اډې د جوړیدو په حال کې دي.

د همدې پلان له مخې به په لویو اډو کې ځای پر ځای شوي افغان سرتیري د پوستو د ساتلو پر ځای تهاجمي عملیات ترسره کوي او جګړه به د طالبانو سیمو ته وړي.

د افغان پوځ جنرال دادان لونګ، په پکتیا ولایت کې د امریکایي ځواکونو په یوې اډې کې وویل: «پوستې یو مات شوې تکتیک دی.»

هغه وویل چې د افغان ځواکونه څه نا څه ۵۰ سنله تلفات په پوستو کې رامنځ ته کیږي. دا ښايي ځکه یوه لوړه شمیره وي چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې کله چې افغان ځواکونو امنیتي مسوولیت له بهرنیو ځواکونو څخه واخیست، له لسهاوو زره ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

لونګ د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «موږ غواړو چې دغه ټولې پوستې اوس وتړو او قوي اډې جوړې کړو.»

د پوستو د تړلو مفکوره له کلونو راهیسې د افغان سیاستوالو په منځ کې یوه د نه منلو وړ خبره وه. دغه سیاستوال په دې نظر وو چې په پوستو کې د پولیسو او افغان بیرغ حضور دا پیغام رسوي چې سیمه د دولت تر کنترول لاندې ده. په افغانستان کې په واک کې د پاتې کیدو له پاره د لیرو پرتو سیمو د اوسیدونکو ملاتړ اړین دی.

په نیویارک کې د کولمبیا د پوهنتون پروفیسور ستیفن بیدل، وایي: «په واک کې د پاتې کیدو له پاره د اړینو متحدینو د ساتلو له پاره ... د افغانستان ولسمشر ډیر وخت ترجیح ورکړې ده چې ځواکونو داسې سیمو ته واستوي چې له پوځي لحاظه کوم مفهوم نه لري، خو سیاسي اهمیت یې لوړ دی.»

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ چارواکی برید جنرال کیوین ادمیرل، وایي چې د افغان پوځ دغه نظریه بدلول یو ستونزمن کار وو: «هغوی په ځايي سطحه له ډیر سیاسي فشار سره مخامخ دي، ځکه ولسوالان او د پارلمان غړي وايي چې دا په لیریو پرتو سیمو کې د دولت یوازینی استازیتوب دی.»

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د قوماندان جنرال سکاټ میلر، له پاره د پوستو تړل کیدل د افغان امنیتي ځواکونو له پاره حیاتي ارزښت لري.

میلر په یوې وروستۍ غونډه کې امریکایي پوځي چارواکو ته وویل: «هغوی [افغان ځواکونه] په تهاجمي عملیات کې نه وژل کیږي، بلکه طالبان وژني.»

د دې له پاره چې میلر افغان چارواکي د پوستو په تړلو قانع کړي، ډیر وخت دغو پوستو ته له افغان قوماندانانو سره سفر کوي چې د دغو ځواکونو د اوسیدو شرایط په ډاګه کړي. وردګ ولایت ته د تیرې اوونۍ په یوه سفر کې، میلر وویل چې غواړي د افغان قوماندانو سترګې پرانیزي چې دغه پوستې څومره خطرناکې دي.

که څه هم دغه پوسته له لویې لارې، چې کابل ته رسیږي، ډیره لیرې نه ده پرته خو بیا هم د مدیریتي ستونزو او فساد له کبله دې پوستې ته خوراکي توکي او نور توکي په منظم ډول نه رسییږي. او که د طالبانو له برید سره مخامخ شي ښايي اضافي سرتیري یې دفاع ته هیڅ و نه رسیږي. کله چې میلر د دې پوستې لیدو ته ورغی نو یوه سرتیري افغان قوماندانانو ته شکایت وکړ چې له درو میاشتو راهیسې یې خپل معاش نه دی ترلاسه کړی.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، وویل چې معاش د اداري ستونزو له کبله نه دي رسیدلي چې ژر به دغه ستونزه حل شي. د معاش پر ځای د خالد کارکوونکو د پوستې میشتو سرتیرو ته څو د ډالرو سلګونې ورکړ چې د خالد په خبره د اختر ډالی وه.

میلر د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «زه غواړم ډاډه شم چې په پوستو کې ټول میشت کسان خپل معاش او ډوډۍ ترلاسه کوي.»

میلر روښانه کړه چې د معاشونو او د سرتیرو ډوډۍ د مدیریت ستونزې له کبله نه رسیږي. د پوستو د تړل کیدو منتقدین وایي چې د پوستو تړل کیدل به د طالبانو د فعالیت سیمه لا پسې پراخه کړي.

(ms/bs (afp